Homeخبرونهد هغو کسانو د اوږد عمر راز چې تر سلو کلونو اوښتي

د هغو کسانو د اوږد عمر راز چې تر سلو کلونو اوښتي

تاند (چهارشنبه، د ږ/ي/ سنبلې ۴ مه) د جاپان د اوساکا پوهنتون څېړونکو موندلې چې د هغو کسانو، چې د ډېر عمر خاوندان دي، یعنې هغه کسان چې عمرونه یې تر ۱۱۰ کلونو پورته وي، په بدن کې د CD4 CTL په نوم د ځانګړو او نسبتاً نادرو معافیتي حجرو شمېر په غیرمعمولي ډول لوړ وي.

د دې څېړنې له مخې، له ۱۰۰ کلنۍ وروسته د انسان د دغو حجرو شمېر زیاتېږي. څېړونکو د ۲۸ کسانو د وینې نمونې وڅېړلې او هغوی یې په درېیو ډلو ووېشل: له ۷۰ تر ۹۹ کلونو، له ۱۰۰ تر ۱۰۹ کلونو او له ۱۱۰ کلونو پورته. د CD4 CTL حجرو منځنۍ کچه په دغو ډلو کې په ترتیب ۴، ۹.۶ او ۱۷.۶ سلنه وه. په ځوانو کسانو کې دا حجرې عموماً د ټولو T حجرو له پنځو سلنې څخه کمې وي.

څېړونکي وايي، دا موندنه ښيي چې د انسان معافیتي سیستم ښايي حتی په ډېر زیات عمر کې هم د زړښت له ننګونو سره د مقابلې لپاره ځان عیار کړي. د CD4 CTL حجرې ښايي د بدن د زړو شویو حجرو په له منځه وړلو او د تومورونو پر وړاندې د معافیتي څارنې په برخه کې رول ولري.

تر سل کلونو د زیات عمر خاوندان د سالم زړښت یوه بېلګه ګڼل کېږي. دوی کولی شي د خپل عمر پرتله د معافیتي او قلبي ـ عروقي سیستمونو نسبتاً ښه فعالیت وساتي او د زړه ناروغیو او سرطان په څېر د عمر اړوندو ناروغیو له رامنځته کېدو څخه ځان وژغوري یا یې وځنډوي.

د څېړنې مخکښ لیکوال او د اوساکا پوهنتون استاد کوسوکه هاشیموتو ویلي چې د CD4 CTL حجرو د پام وړ زیاتوالی ښايي د دې په اړه مهم معلومات وړاندې کړي چې د انسان معافیتي سیستم څنګه تر ډېر زیات عمر پورې خپل فعالیت ساتي. د هغه په وینا، د T حجرو د ځینو ډولونو انتخابي زیاتوالی ښيي چې معافیتي سیستم حتی په ډېر زیات عمر کې هم د زړښت له بدلونونو سره د تطابق وړتیا لري.

خو څېړونکي ټینګار کوي چې دا څېړنه لا نه شي ثابتولی چې د CD4 CTL حجرو زیاتوالی په مستقیم ډول د سرطان مخه نیسي یا د انسان د عمر د اوږدېدو سبب کېږي. په دې څېړنه کې یوازې په وینه کې د دغو حجرو شتون ارزول شوی. د څېړنې راتلونکی پړاو به دا وي چې معلومه شي دغه حجرې د انسان د بدن په بېلابېلو نسجونو کې څنګه فعالیت کوي.

دغه څېړنه په Cell Reports علمي مجله کې خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري کولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د لیکدود د...