تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) د وینې فشار له دې معلومېږي چې وینه په رګونو کې په څومره فشار جریان لري.
د وینې فشار هغه مهال لوړېږي چې په رګونو کې د وینې فشار په دوامدار ډول لوړ وي.
د وینې لوړ فشار ته «خاموش قاتل» هم ویل کېږي، ځکه ډېری کسان نه پوهېږي چې په دې ناروغۍ اخته دي.
خو یوه څېړنه ښيي چې د مغزیاتو خوړل د دې ناروغۍ، چې د زړه د حملې او فلج خطر زیاتوي، ښايي د خطر په کمولو کې مرسته وکړي.
د «بریټش ژورنال آف نیوټرېشن» په علمي مجله کې خپرې شوې څېړنې موندلې چې هره ورځ په مناسبه اندازه د مغز لرونکو توکو لکه بادامو، چهارمغزو، پستې او نورو خوړل د وینې د لوړ فشار خطر کمولی شي.
په دې څېړنه کې د اتو پخوانیو څېړنیزو راپورونو معلومات تحلیل شوي، چې پکې د ۱۸ او ۸۷ کلونو ترمنځ د څه باندې ۱۴۳ زره کسانو برخه اخیستې وه.
له دغو کسانو څخه له ۲۰ زره ډېر د وینې په لوړ فشار اخته وو. څېړونکو ارزولي چې د خوړو عادتونه د وینې د لوړ فشار پر خطر څه اغېز لري.
د څېړنې پایلو ښودلې چې هره ورځ د مغز لرونکو توکو خوړل د وینې فشار خطر تر ۱۶ سلنې پورې کمولی شي.
همداراز، د څېړنې له مخې، هره ورځ د شاوخوا ۲۸ ګرامه مغز لرونکو توکو خوړل دا خطر تر ۲۰ سلنې پورې راکموي، په داسې حال کې چې د ورځې ټولټال ۳۰ ګرامه خوړل یې د وینې لوړ فشار خطر تر ۲۶ سلنې پورې کمولی شي.
خو له دې زیات د مغز لرونکو توکو خوړل د خطر په کمېدو کې کومه اضافي ګټه نه ده ښودلې.
څېړونکو ویلي چې مغز لرونکي توکي فایبر، د بدن لپاره ګټور غوړ، مګنیزیم، پوټاشیم، ویټامین E، C او K، پروټین او د B ډلې بېلابېل ویټامینونه لري.
د دوی په باور، دا غذایي مواد ښايي د وینې فشار په نورمال ساتلو کې مرسته وکړي. د بېلګې په توګه، مګنیزیم د وینې د رګونو په ارامولو کې مرسته کوي، چې له امله یې د وینې فشار کمېدای شي.
د وینې لوړ فشار که کنټرول نه شي، د وخت په تېرېدو سره د زړه ناروغیو، د زړه حملې او فلج په ګډون د ګڼو روغتیايي ستونزو سبب کېدای شي.
دا ستونزه په نړۍ کې د میلیونونو خلکو په منځ کې عامه ده او د وینې رګونو او مهمو غړو، په ځانګړې ډول دماغ، زړه، سترګو او پښتورګو ته زیان رسولی شي.
د وینې د لوړ فشار ژر تشخیص د هغه په کنټرول کې مهم رول لري. دا ستونزه د درملو او په ژوندانه کې د ځینو بدلونونو له لارې کنټرولېدای شي.