تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۴ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني له اروپايي ټلویزیوني شبکې «آرته» سره په مرکه کې ویلي، که د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه له افغانستانه نه وای وتلی، ښايي نیول شوی، شکنجه شوی او اړ شوی وای چې د طالبانو واک ته رسېدل مشروع وبولي.
غني وايي، له افغانستانه د وتلو له پرېکړې پښېمانه نه دی او هدف یې دا و چې د تاریخ «ژوندی شاهد» پاتې شي او ناټو او امریکا ته وښيي چې د دوی د پرېکړو پایلې څه وې. هغه وايي: «ماته دقیقاً دوه دقیقې وخت راکړل شو او خبر راکړل شو چې ماڼۍ محاصره شوې ده.» د هغه په وینا، که پاتې شوی وای، د نیول کېدو او شکنجې ترڅنګ به اړ شوی وای چې د طالبانو واک ته رسېدا مشروع اعلان کړي.
هغه زیاتوي چې یوازې په خپلو جامو کې له ماڼۍ ووت او کله چې څرخکې ته وخوت، نه پوهېده چې د دوی د الوتنې مقصد به چېرته وي. غني وايي، نه یې غوښتل چې جمهوریت داسې پای ته ورسېږي چې ټوپک یې پر سر ایښودل شوی وي او ورته ویل شوي وي چې «تسلیم شو».
غني په مستند فلم کې د کابل د سقوط د ورځې په اړه هم ویلي چې هغه مهال یې غوښتل د دفاع وزارت ته ولاړ شي، خو د دفاع وزیر ورته خبر ورکړ چې طالبانو د کابل په شمال او جنوب کې دوه زندانونه نیولي دي. د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه وروسته دفاع وزارت ته ورغلل او ودانۍ یې تشه وموندله، چې له امله یې د قوماندې او کنټرول لړۍ له منځه تللې وه.
د غني په وینا، وروسته معلومه شوه چې طالبانو د هغه د ترور لپاره دوه ډلې هم ګومارلې وې. د ملي امنیت سلاکار ورته ویلي و چې د ولسمشرۍ ماڼۍ محاصره شوې ده. غني وايي، دقیقاً دوې دقیقې وروسته په هیلي کوپتر کې له ماڼۍ څخه ووت؛ مېرمن، د ملي امنیت شورا یو شمېر کارکوونکي او د ولسمشرۍ ماڼۍ ځینې نور کارکوونکي هم ورسره وو.
د دوحې پر تړون نیوکه
اشرف غني د مرکې په بله برخه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې پر تړون سختې نیوکې کړې دي. هغه وايي، دغه تړون په عملي ډول له افغان حکومت سره د واشنګټن د همکارۍ د پای ته رسېدو معنا لرله.
د غني په وینا، په تړون کې د طالبانو د پنځه زره بندیانو د خوشې کولو موضوع شامله وه، حال دا چې افغان امنیتي ځواکونو د دغو کسانو د نیولو لپاره «ډېره وینه او بیه» ورکړې وه. هغه د بندیانو خوشې کول د افغان امنیتي ځواکونو د کمزوري کېدو او پای ته رسېدو یو مهم لامل بولي.
ښاغلي غني وویل چې په دغه تړون کې د طالبانو د پنځه زره بندیانو پر خوشې کولو ټینګار شوی و، په داسې حال کې چې افغان ځواکونو د هغوی د نیولو لپاره ډېره قرباني ورکړې وه.
غني وايي، د ۲۰۱۹ کال له مې میاشتې وروسته د امریکا دیپلوماتیکه برخه نور د افغان حکومت شریکه نه وه او د سولې له بهیر څخه هم د افغانستان حکومت څنګ ته کړل شو. د هغه په وینا، د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد له ټاکل کېدو وروسته د سولې بهیر عملاً د واشنګټن تر کنټرول لاندې راغی.
هغه همداراز وايي چې د دوحې له تړون وروسته امریکا د افغان امنیتي ځواکونو پوځي ملاتړ کم کړ. غني په ځانګړې توګه د امریکا له ملاتړ سره د افغان هوايي ځواک تړاو ته اشاره کوي او وايي چې دغه ځواک د تجهیزاتو او دوامدار ملاتړ لپاره پر امریکا ډېر متکي و، او کله چې دغه ملاتړ کم شو، هوايي ځواک له جدي ستونزو سره مخ شو.
اشرف غني دا څرګندونې د افغانستان د ۲۱ کلنې جګړې په اړه په یوه فرانسوي ـ جرمني مستند فلم کې، چې درې برخې لري، کړې دي. دغه مستند د بنسه ماته او لوچو مولیکا له خوا جوړ شوی او: «له لاسه ورکړی هېواد»، «د امریکا جګړه» او «د کابل سقوط». نومېږي.