تاند / چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۴مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور حمزه ویلي، په تېرو پینځو کلونو کې د ټول هېواد پر کچه ۷۹۷ زره او ۶۷۸ قضیو اسناد او شواهد ارزول شوي او د دواړو لوریو د حقونو او شرعي اصولو رعایت ته پاملرنه شوې ده.
د سترې محکمې د یاد ویاند د څرګندونو له مخې، دغه راز ۷۲۳ زره او ۵۳۰ شرعي وثیقو ته هم رسېدنه شوې، چې نکاحخط، قباله، زوجه خط او نور شرعي اسناد رانغاړي.
دې ادارې ويلي، د قضیو او وثیقو د شمېر له زیاتېدا سره یې د اسنادو د کرهوالي او اعتبار او مراجعینو ته د قضايي خدمتونو وړاندې کولو ته هم پاملرنه کړې ده.
ستره محکمه زیاتوي؛ په تېرو پینځو کلونو کې د هبة الله د حکم او د سترې محکمې د رییس او قاضيالقضات د لارښوونې له مخې ۱۶ زره او ۴۶۸ بندیان بښل شوي او د ۱۱ زره او ۱۵۹ بندیانو د بند وخت راکم شوی دی.
حمزه زیاتوي چې، د قضايي نظام د پیاوړتیا، د عدالت د تأمین، د خلکو د حقونو د خوندي کولو او د قضايي خدمتونو د ښهوالي لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.