Homeخبرونهیونېسف: شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

یونېسف: شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

تاند/ چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۴مه/ د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق (U.N.I.C.E.F) وايي، په ټول هیواد کې ۳،۷ میلیونه کوچنیان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

یاد صندوق زیاتوي چې، له یادې ډلې شاوخوا یو میلیون په سخته خوارځواکۍ اخته دي.

یونېسف په خپل تازه راپور کې زیاته کړې چې، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیله تر جولای میاشتې ۸ زره  کوچنیان د “شدیدي خوارځواکۍ” له امله بستر شوي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې، که ژر تر ژره د هغوی درملنه او پاملرنه ورته ونشي، ښايي د “مړینې” له خطر سره مخ شي.

دغه صندوق ویلي، د یاد شمېر کوچنیانو د درملني او د هغوی له پاره د تغذیوي مرستو برابرولو په خاطر ۱۸۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

ډاکټران وایي، په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د کمولو لپاره باید د ماشومانو منظم روغتیايي معاینات، د مور شیدو ته پاملرنه، له شپږو میاشتو وروسته د ماشومانو لپاره متوازن او مغذي خواړه، د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو برابرول او د خوارځواکۍ د نښو د ژر تشخیص او درملنې زمینه برابره شي.

د دوی په وینا، کورنۍ باید د ماشوم د وزن کمېدو، د اشتها له منځه تلو او د بدن د کمزورۍ په صورت کې ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي، ځکه د خوارځواکۍ په لومړیو پړاوونو کې درملنه یې اسانه او اغېزمنه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت  د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو،...