تاند/ چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۴مه/ بدخشان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ویلي، د فیض اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند په «کري» کلي کې يوه لېوني سپي ۱۶ ښځې او ماشومان داړلي دي.
د یاد ریاست ویاند زیاتوي چې، سپي دغه راز درې څاروي هم داړلي او ټپیان کړي دي.
د مسوولانو په وینا، دغه لېونی سپی د سیمې د اوسېدونکو له لوري له پېښې وروسته وژل شوی او تر خاورو لاندې کړی دی.
دوی زیاتوي چې زیانمن کسان د واکسین او اړینې درملنې د ترلاسه کولو په موخه نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
بل لورته د نظر خاوندان وایي، د سپیو د لېونتوب د مخنیوي لپاره باید د واکسین، عامه پوهاوي او بېسرپرسته سپو د کنټرول په برخه کې بېړني اقدامات وشي.