تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۴ مه) له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ځانګړې څېړنیزې کمېټې مشر او د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست لوړپوړی سلاکار شان پارنل، وايي د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» د برید د څېړنې په ترڅ کې داسې محرم اسناد موندل شوي چې د ده په وینا، باید له دې کمېټې سره مخکې شریک شوي وای.
پارنل دا څرګندونې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۲۶مې د کابل هوايي ډګر د برید د پنځمې کلیزې په مناسبت کړې دي. په دغه برید کې، چې د امریکا په مشرۍ د تخلیې د عملیاتو په لړ کې وشو، ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکیان ووژل شول.
پارنل ویلي، د هغه ټیم په دې وروستیو کې «خورا مهم او محرم اسناد» موندلي چې باید وړاندې شوي وای، خو د ده په وینا، په داسې خوندي صندوقونو کې ساتل شوي وو چې له موندل کېدو څخه پټ پاتې شي. هغه زیاته کړې چې د اسنادو له ارزونې وروسته ورته روښانه شوه چې ولې چا هڅه کړې وه دغه اسناد پټ وساتي.
نوموړي ونه ویل چې د ده په باور دغه اسناد چا پټ کړي او د اسنادو د محتوا په اړه یې هم معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل چې لا هم محرم دي. پارنل ټینګار وکړ چې د څېړنې ټیم به د پېښې په اړه له مخکې ټاکلې ساده پایله وړاندې نه کړي، بلکې شواهد به تر هغه ځایه تعقیب کړي چې هرې پایلې او هر مسوول کس ته ورسېږي.
د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست، چې پخوا یې په خپله د افغانستان په جګړه کې دنده ترسره کړې، پارنل د امریکا د وتلو او د «ابي ګېټ» د برید د څېړلو لپاره د ځانګړې کمېټې مشر ټاکلی دی.
پارنل وايي، د دې کمېټې غړي پراخه پوځي تجربه لري او په افغانستان کې یې د جګړې، قوماندې، د ټپيانو د انتقال او د خپلو ملګرو د بایللو تجربه کړې ده.
دا نوې څېړنه وروسته له هغې پیل شوې چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې د «ابي ګېټ» د برید په اړه د پوځ د لومړنۍ څېړنې تکمیلي ارزونه وکړه. په هغه ارزونه کې د پخوانۍ څېړنې پایله تایید شوې وه چې د برید مخنیوی په تاکتیکي کچه ممکن نه و.
د داعش خراسان څانګې د کابل د هوايي ډګر د برید مسوولیت منلی و. برید هغه مهال وشو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان له هېواده د وتلو لپاره د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې راټول شوي وو.
پارنل د نوې څېړنې لپاره مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې، خو ویلي یې دي چې کمېټه به د امریکا د وتلو اړوند شواهد او پرېکړې په بشپړ ډول وڅېړي.
هغه ټینګار کړی چې امریکايي ولس او هغه کورنۍ چې په افغانستان کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، حق لري پوه شي چې د امریکا د وتلو اړوند مهمې پرېکړې ولې او څنګه وشوې، او د ده په وینا، کمېټه به هڅه وکړي د دغو پوښتنو بشپړ ځواب وړاندې کړي.