Homeخبرونهحامد کرزي، عایشه وهاب ته د بریا مبارکي ویلې

حامد کرزي، عایشه وهاب ته د بریا مبارکي ویلې

تاند/ شنبه د اسد-زمري ۳۱مه/ د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا استازو جرګې ته د افغان‌الاصله امریکایۍ عایشه وهاب د بریا مبارکي ویلې او هغې ته یې د لا نورو بریاو هیله کړې ده.

حامد کرزي ویلي چې د عایشه وهاب بریا د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د حضور لپاره د افغان ښځو وړتیا ښیي.

د هغه په خبره که ښځو ته په هېواد دننه او یا بهر ورته زمینه برابره شي، نو کولای شي د ټولنې او هېواد په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

عایشه وهاب د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحدوایالتونو د کلیفورنیا د استازو جرګې د ۱۴مې حوزې د څوکۍ لپاره ځانګړې ټاکنې وګټلې.

دا هغه څوکۍ ده چې پخوا اېرېک سوالوېل ګټله.

د وهاب بری تاریخي بلل شوی، ځکه هغه لومړنۍ افغان الاصله امریکایۍ شوه چې د امریکا کانګرس ته د انتخاباتو له لارې لار مومي.

دا بری د اغلې وهاب په سیاسي ژوند کې نوی پړاو بلل کېږي. نوموړې خپله سیاسي دنده په سیمه‌ییز حکومت کې پیل کړه، وروسته د کلیفورنیا ایالتي سنا جرګې ته ولاړه او اوس یې د فدرالي سیاست ډګر ته لار موندلې ده.

وهاب وروسته له هغې د سوالوېل خالي شوې څوکۍ وګټله چې نوموړي د ناوړه جنسي چلند له تورونو وروسته په تېر اپرېل کې له خپلې څوکۍ استعفا وکړه.

د دې څوکۍ د خالي کېدو له امله پر دې څوکۍ داسي سیالي پیل شوه چې په رسنیو کې یې پراخ انعکاس وموند، سیالي د دیموکرات ګوند د دوو نوماندانو، عایشه وهاب او میلیسا هرنانډېز ترمنځ وه.

انتخاباتي سیالي له پراخو سیاسي لګښتونو او پر سیمه‌ییزو او ملي موضوعاتو له تودو بحثونو سره مله وه.

د عایشه وهاب تاریخي بری؛ لومړۍ افغان‌الاصله امریکایۍ چې د امریکا کانګرس ته انتخاب شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارګ له دېوالونو سره یوه ناسته! | امیرشاه یاد

2017 کال و ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د بېلابېلو ژبو او ادبیاتو محصلان او استاد د ارګ ماڼۍ ته غوښتي وو، تر څو...