Homeخبرونهد نړۍ د سوک‌وهنې پخوانی اتل زولاني ټیټي خپل کور کې وژل...

د نړۍ د سوک‌وهنې پخوانی اتل زولاني ټیټي خپل کور کې وژل شوی

تاند/ شنبه د اسد-زمري ۳۱مه/ د نړۍ د سوک‌وهنې پخوانی اتل زولاني ټیټي د سویلي افریقا په ختیځ کیپ ولایت کې په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی.

اسوشیټډ پرس خبري آژانس دغه راپور خپور کړی دی.

په راپور کې د سویلي افریقا چارواکو ویلي چې، له ۳۸ کلن ټیټي سره یوه ۲۷ کلنه ښځه هم ټپي شوې چې دا مهال په روغتون کې ده.

ټیټي له ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۸ کاله د (WBF) د فلای‌وېټ په کټګورۍ کې د نړۍوالې اتلولۍ کمربند درلود.

هغه دغه راز په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو کې هم د سوک‌وهنې نړۍوال سازمان (WBO) د بنټم‌وېټ اتلولي ګټلې وه.

د دغې برخې ورزشکاران د نړۍ د پخواني اتل زولاني ټیټي وژل کېدل د سوک‌وهنې د نړۍ لپاره یوه ستره او دردونکې ضایعه بولي او زیاتوي چې، هغه یوازې یو تکړه او بریالی سوک‌وهونکی نه و، بلکې د دې ورزش په نړیواله کچه یو پېژندل شوی نوم او د ډېرو ځوانو ورزشکارانو لپاره الهام و.

دوی هیله څرګنده کړې چې د هغه د وژل کېدو عاملین وپېژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شطرنج | لیکواله: نظیفه دفتاڼۍ

تل مې هیله درلوده د شطرنج لوبه زده کړم، نه یوازې دا چې د هغې ظاهر راته زړه راښکونکی وو، غوښتل مې یو څه...