Homeخبرونهدلاور: په تېرو پنځو کلونو کې د پخواني حکومت ۱،۳۸۸ چارواکي افغانستان...

دلاور: په تېرو پنځو کلونو کې د پخواني حکومت ۱،۳۸۸ چارواکي افغانستان ته راستانه شوي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۳۱ مه) د طالبانو د حکومت له «شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون» رئیس شهاب‌الدین دلاور ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د دې کمېسیون له لارې د افغانستان د پخواني حکومت ۱،۳۸۸ چارواکي هېواد ته راستانه شوي دي.

دلاور ویلي، په راستنو شویو کسانو کې پخواني وزیران، د وزیرانو مرستیالان، والیان، جنرالان او د پخوانۍ ملي شورا استازي شامل دي. د نوموړي په وینا، یو شمېر پخواني چارواکي له پیله له افغانستانه نه دي وتلي.

هغه ادعا کړې چې پخواني چارواکي له افغانستانه د وتلو یا هېواد ته د بېرته راتلو پر مهال له کوم محدودیت سره نه مخامخ کېږي او اوس هر افغان بې وېرې خپل هېواد ته راستنېدلی شي.

له شخصیتونو سره د طالبانو ړ اړیکو د کمېسیون رئیس هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې ځینې پخواني چارواکي افغانستان ته له راستنېدو وروسته د محدودیتونو یا نامناسب چلند له امله بېرته له هېواده وتلي دي. دلاور ویلي، داسې هېڅ محدودیت نشته چې پخواني چارواکي له افغانستانه وتلو ته اړ کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو د استخباراتو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ځواکونه اجازه نه لري د پخواني حکومت د چارواکو کورونو ته ورشي او حتی هېڅوک حق نه لري چې پر هغوی دعوه وکړي.

د پخوانیو چارواکو سیاسي فعالیت

دلاور د پخواني حکومت د چارواکو د سیاسي فعالیتونو په اړه ویلي چې د طالبانو د اړیکو کمېسیون له لوري پرې کوم ځانګړی محدودیت نشته، خو د هغوی سیاسي فعالیت باید د طالبانو په وینا، له «بد نیت» پرته، د «اسلام په چوکاټ» کې او د افغانستان ګټو په کتو وي او د طالبانو له نظام سره باید مخالفت ونه کړي.

هغه همداراز ویلي، ښايي د طالبانو استخباراتي او امنیتي ادارې له خلکو او خبریالانو سره د د پخوانیو چارواکو د لیدنو لپاره ځانګړي کاري چوکاټونه ولري.

د پخوانیو چارواکو شتمنۍ

د طالبانو دغه چارواکي د پخوانیو دولتي چارواکو د شتمنیو په اړه ویلي چې د طالبانو د اعلان شوي عمومي عفوې له مخې، هغه شتمنۍ چې دوی په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه کړې دي، د دوی خپل ملکیت ګڼل کېږي، نه ضبطېږي او په اړه یې حساب‌کتاب نه کېږي.

خو په ورته وخت کې، ځینې راپورونه وايي چې یو شمېر پخوانیو چارواکو افغانستان ته له ستنېدو وروسته د طالبانو د ځینو امنیتي ادارو له چلند څخه شکایت کړی او له همدې امله یې یو ځل بیا له افغانستان څخه وتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...