Home+د باجوړ ایله جاري| شاه محمود میاخېل

د باجوړ ایله جاري| شاه محمود میاخېل

کله چې د پاکستان حکومت د دیر او باجوړ نوابي ختمې کړې، د داود خان صدارت و.

په کال ۱۹۶۰ز کې داود خان د سفرې امر وکړ چې ولس د باجوړ په جګړه کې برخه واخلي. هغه وخت غلام فاروق خان د مشرقي رئیس تنظیمه و. د کونړ ولایت په مرکز چغه سرای (اسعداباد) کې لویه غونډه جوړه کړې وه. غلام فاروق خان د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د تاسې نه د صحابو کرامو غوندې غزا غواړم.

میرزا غفار ساپی ورجګ شوی و او ورته ویلې و چې د صحابو په وخت کې پیغمبر مخکې او صحابه ورپسې و او په غزاګانو کې برخه اخستله. ته ناست په جلال‌اباد کې یې او د مونږ نه د صحابو کرامو غزا غواړې. ته مخکې شه او مونږ به درپسې یو. وروسته میرزا غفار د بلخ ولسوالۍ ته فرار، یعنې تبعید، شو. زه په شپږم صنف کې به وم چې دا قصه مې د هغه نه پخپله اورېدلې وه چې زما پلار ته یې کوله.

هماغه و چې ولس په تش لاس حرکت وکړ او د مشرقي ډېر زیات مهم مشران د باجوړ په جګړه کې ووژل شول. د خاص کونړ یو شمېر سپین‌ږیري هم په وژل شوو کسانو کې و.

اوس هم ځینې په دوشنبه، لندن، پاریس، کندهار، کابل او نورو پایختونو کې ناست دي او د خلکو بچي په جنګونو کې وژني. کله چې مونږ وایو چې د جنګ خلاف یو، هغه په دې معنی نه ده چې یوازې د طالبانو په ضد د جنګ خلاف یو، بلکې د طالبانو لخوا چې جنګ ته لمن وهي، ظلم کوي او پخوا یې هم بې‌ګناه افغانان وژل، انتحار او انفجار به کاوه، خلاف یو.

په دې کې هېڅ شک نشته چې د طالبانو یکه‌تازي او ظلم جنګونو ته زمینه مساعدوي.

خو بې له مشروع او قانونمند نظام نه چې هر څوک، که طالبان دي او یا د طالبانو مخالفین چې د خلکو بچې جنګونو ته سوق او تشویقوي، غیرمسوولانه عمل او د غندلو دی.

لکه په جمهوریت کې چې د دوه‌سرې حکومت خبره کېدله، همداسې دوه‌سري پایختونه په کابل او کندهار کې او ورسره دوه‌سرې او درې‌سرې جبهې نشي کولې چې افغانستان د موجوده بحران او انزوا حالت نه وکاږي.

د بحران د وتلو لپاره یوازینۍ لار جنګونه نه، بلکې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام جوړېدو ته زمینه مساعدول اړین دي.

مخکې له دې چې افغانستان بیا د نیابتي جنګونو میدان شي، د یوې واقعي لویې جرګې دایرېدل مهم دي چې ولس استازولي وکړای شي او د افغانستان د راتلونکي مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام د جوړېدو لپاره زمینه مساعده شي، تر څو افغانستان حکومت ولسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه او د انزوا حالت نه ووځي.

بله هره لار د جنګ او یا د طالبانو موجوده تګلاره او ولس نفې کول، د افغانستان د بربادۍ او د ولس د تباهۍ لار ده.

شاه محمود میاخیل

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

1 COMMENT

  1. سلام
    میاخیل صاحب دغه معادله داسې ترکیب لری چې سا ختاری برخه یې داسې ده:
    ډیری کسان دا وایی چې طالب بدیل نه لری ولې که دقیق فکر وکړو لری یی تاسو جمهوریت کې وی او عملا دجهوریت خالیګاهې درته معلو مېدلې.
    جمهوریت خپله جمهوریت له منځه یوړ . طالب هم خپله طالب له منځه وړې که چېرې همدغه ډول په خپل خره سپاره وی.
    دلته کوم توپیر چې لیدل کیږی هغه کسان چې له نکتایو سره زرې ګاډی کې له باډی ګارد سره ارګ کې کته کیدل نن له پټکی او قدیفې سره کته کیږی موړه همغه موړه ده خو ……. بدل شوی
    دطالب نفس دوحه کې وخوت تر څو یې جمهوریت کې دسازش دید وادید له لارې ځان ارګ ته ورساوه
    کور ودان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...