تاند/ شنبه د اسد-زمري ۳۱مه/ د «اویلپرایس» وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د برنټ تېلو بیه ۰.۶۵ سلنه لوړه شوې او په هر بېرل کې ۹۴ ډالرو او ۳۹ سېنټو ته رسېدلې ده.
د لویدیځ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) تېلو بیه هم ۰.۲۶ سلنه لوړه شوې او په ۸۷ ډالرو او ۶ سېنټو معامله شوې ده.
د معلوماتو پر بنسټ، د موربان تېلو بیه ۲.۳۹ سلنه لوړه شوې او ۱۰۳ ډالرو او ۴۹ سېنټو ته رسېدلې، د اوپیک د تېلو بیه ۱.۷۲ سلنه لوړه شوې او ۹۲ ډالرو او ۸۴ سېنټو ته رسېدلې او د دوبۍ تېلو بیه هم ۱.۸۷ سلنه لوړه شوې او ۸۹ ډالرو او ۵۲ سېنټو ته رسېدلې ده.
په مقابل کې، د روسیې د اورال تېلو بیه ۲.۸۵ سلنه راټیټه شوې او په هر بېرل کې ۸۶ ډالرو او ۳۲ سېنټو ته رسېدلې ده.
د تېلو د بیو دغه لوړوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې د هرمز له تنګي څخه د تېلو د ټانکرونو تګ راتګ له خنډونو سره مخ شوی او د هرمز تنګي پر سر د ایران او امریکا ترمنځ د اختلاف د هواري ډېرې لږې نښې لیدل کېږي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې پر ایران به نوي او سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي، څو دغه هېواد د سولې د یوه تړون منلو ته اړ کړي.
نوموړي هغو هېوادونو ته هم د سختو اقتصادي پایلو خبرداری ورکړ چې له تهران سره سوداګري کوي.
برنټ تېلو د روانې اوونۍ په ترڅ کې شاوخوا ۶.۴ سلنه او د امریکا تېلو بیه له ۵.۵ سلنې څخه زیاته لوړه شوې ده.
دواړه شاخصونه د جولای له وروستیو راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.
خو ایران تر ډېره د امریکا له خوا د نورو اقتصادي بندیزونو ګواښونه رد کړي دي. چین، چې د ایران د خامو تېلو اصلي پېرودونکی دی، هم د امریکا دغه ګواښونه رد کړي دي.
شنونکي خبرداری ورکوي چې که د هرمز په تنګي کې د تېلو د لېږد ګډوډي دوام وکړي او له منځني ختیځ څخه د تېلو د صادراتو وضعیت نامعلوم پاتې شي، نو د تېلو پر بیو د لوړېدو فشار به ښايي لا هم دوام ومومي.