تاند/ شنبه د اسد-زمري ۳۱مه/ پرتګال هم په رسمي ډول د هغو هېوادونو په ډله کې شامل شو چې په عامه ځایونو کې یې د چادري اغوستل منع کړي دي.
د دغه هېواد ولسمشر، انتونیو خوزه سګورو، د سې شنبې په ورځ هغه قانون لاسلیک کړ چې سیمهییزې رسنۍ یې «د برقع/چادري قانون» بولي.
سګورو په یوه اعلامیه کې ویلي: «مخ باید د انسان د هویت او انساني اړیکو مرکزي عنصر وبلل شي.»
د دغه قانون له مخې، په عامه ځایونو کې د داسې جامو اغوستل منع دي چې د یو کس مخ پټوي یا د هغه پېژندنه ناممکنه کوي.
په دې قانون کې سرغړونکو ته له ۱۵۰ تر ۳۰۰۰ یورو پورې جریمه ټاکل شوې ده، خو د روغتیايي، مسلکي، هنري او هوايي شرایطو له امله ځینې استثناوې یې منلې دي.
په قانون کې په عبادتځایونو، ډیپلوماتیکو استازولیو او الوتکو کې هم دا بندیز نه پلي کېږي. سربېره پر دې، د جنسیت، مذهب، عمر یا قومي دلایلو له مخې د بل کس اړ کول چې خپل مخ پټ کړي، هم منع شوي دي.
دغه قانون د ښي اړخي افراطي ګوند «چېګا» له خوا وړاندیز شوی و او د جولای په میاشت کې د پرتګال په پارلمان کې د واکمنې ښي اړخې ائتلاف او ښي اړخو افراطي ګوندونو په ملاتړ تصویب شو؛ خو کیڼ اړخو ګوندونو ورسره مخالفت وکړ.
د پرتګال د وکیلانو ټولنې، د لویو څارنوالانو عالي شورا او د ښځینه وکیلانو ټولنې د دغه قانون په اړه منفي نظرونه څرګند کړي او اندېښنه یې ښودلې چې ښايي له اساسي قانون سره په ټکر کې وي.
سوسیالیست ګوند او نورو کیڼ اړخو ډلو خبرداری ورکړی چې دغه قانون ښايي د لږکیو پر وړاندې د کرکې خپرېدو او تاوتریخوالي لامل شي.
له ۲۰۱۱ کال راهیسې د اروپا یو شمېر هېوادونو، لکه فرانسه، بلجیم، بلغاریا، اتریش، هالنډ، ډنمارک، سویس او ناروې، په عامه ځایونو کې د برقع یا د مخ پټوونکي حجاب محدودیتونه یا بندیزونه وضع کړي دي.