تاند/ شنبه د اسد-زمري ۳۱مه/ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل د ۱۸مې امنیتي حوزې په دشت برچي سیمه کې یوه ښوونځي ته نږدې د چاودنې څخه خبر او په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند نن(شنبه، د زمري ۳۱مه) امریکا غږ ته دا خبره تائید کړې ده.
چاودنه د تېرې اوونۍ دوشنبې په ورځ شوې چې شاوخوا ۴۲ ماشومان یې ټپیان کړل.
دا لا روښانه نه ده چې امریکا به د پېښې په اړه څنګه څېړنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) هم د چاودنې په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه او د پېښې په اړه یې د څېړنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان هم چاودنه غندلې ده. د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر محمد بن عبدالکریم العیسی د کابل په یوه ښوونځي کې د زده کونکو ترمنځ چاودنه وغندله او د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د ردولو په اړه یې د سازمان درېځ باندې ټینګار وکړ.
محمد بن عبدالکریم العیسی د افغانستان له حکومت او خلکو سره د امنیت، ثبات او د خلکو ژوند ته د هر ډول ګواښ په وړاندې پیوستون څرګند کړ، او د چاودنې ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله وکړه.
قطر، سعودي عربستان، سوریه او د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو مخکې له دې چاودنه غندلې وه.
عجبه ده، ٢٠ کاله يې افغانان قتل عام کړل، هم پخپله هم يې د پيشمرګه کرايي قاتلانو په لاس، د بم پلارومور يې پرې واورول، خو اوس دومره مهربانه شوې د يوه ګرنيټ چاودنه څيړي، په افغانستان کې. په امريکا يې څه؟ دا همدا فتنه ګره امريکا ده چې ICC منع کوي چې افغانستان کې ددوی جنایتونه وڅيړي، د فلستینیانو جینوساید ورته چرګان هم نه ښکاري …