Home+لیکنه د شهرت وسیله که د بدلون او اصلاح ذریعه؟| عبدالرجمن فرقاني

لیکنه د شهرت وسیله که د بدلون او اصلاح ذریعه؟| عبدالرجمن فرقاني

ځینې وختونه داسې راځي چې انسان د اوږدې مبارزې، پرله‌پسې ستړیاوو او د حالاتو د سختۍ له امله له ځانه پوښتنه وکړي: زه ولې لیکم؟ ولې خپل وخت او توان خلکو ته د مفکورو او مفاهیم په بیانولو مصرفوم، حال دا چې زما خبرې ښايي د هغو کسانو غوږونو ته هېڅ ونه رسېږي چې باید یې واوري او یا ورسېږي خو نه یې خوښوي او عمل پرې نه کوي؟

په ورته حالت کې انسان ته داسې ښکاري چې میدان تر قلم مهم دی، او د ستونزو پر وړاندې خاموش پاتې کېدل یا له بلې لارې مبارزه کول ښايي د لیکلو له اوږدې لارې په پرتله اغېزمن وي. زړه یې وایي: څومره به یې لیکې؟ څو کسان به یې ولولي؟ او که یې ولولي، څومره به پرې عمل وکړي او هغه بدلون او اصلاح چې یې تمه لرې به رامنځته شي او که نه؟

زه پخپله هم فکر کوم چې دا پوښتنې بې ځایه نه دي. او باید ورته ځواب وویل شي.

قلم هغه وخت ستړی کېږي چې لیکوال د خپلو خبرو پایله نه ویني. فکر هغه وخت دروندېږي چې انسان د خپلې وینا اغېز په شاوخوا کې ونه مومي. ډېر ځله لیکوال د خلکو په منځ کې یوازې پاتې کېږي، خپله خبره تکراروي، خو د بدلون نښه نه ویني؛ په همدې وخت کې د ناامیدۍ سیوری د هغه پر زړه خپرېږي او له ځانه پوښتي: ایا دا ټولې خبرې کومه ګټه لري؟

خو بیا یوه ورځ له داسې یوه انسان سره مخ کېږي چې د هغه یوه مقاله یې لوستې وي، د هغه یوه جمله یې په ذهن کې پاتې وي، بیا ورته ووایي: «ستاسې هغې خبرې او استدلال زما فکر بدل کړ.»

همدا یوه جمله کله ناکله د سلګونو پاڼو ارزښت لري او لیکوال تشویقوي چې لا نورې اصلاحي او ګټورې لیکنې وکړي.

بیا انسان پوهېږي چې د لیکنو «مفکورو او مفاهیمو»اغېز تل سمدستي نه څرګندېږي. ځینې خبرې د باران په څېر وي؛ په هماغه شېبه ونه نه شنه کوي، خو خاوره لندوي، تخم ته د راټوکېدو زمینه برابروي او د یوه نوي پسرلي لپاره چاپیریال چمتو کوي.

یوه رښتینې خبره کېدای شي نن یوازې د یوه انسان زړه ته ورسېږي، سبا د هغه په فکر کې ځای ونیسي، بل سبا یې په عمل بدل شي او کلونه وروسته د یوې ټولنې د بدلون برخه وګرځي.

له همدې امله، د قلم خاوند او لیکوال باید د خپلې وینا او لیکنې ارزښت یوازې د هغې په فوري پایله پورې ونه تلي.

هره اغېزمنه خبره لومړی فکر پیدا کوي، بیا فکر احساس راپاروي، احساس اراده جوړوي او اراده عمل ته انسان اړ باسي.

• ښکلې جملې عادتا ډېرې ،خو ژوندي او اغېزناک خبرې کمې اورېدل کېږي.
• لوړې شعاري ویناوې ډېرې دي؛ خو له زړه راوتلې اغېزناکې ویناوې لږ اورېدل کېږي.
• ډېر خلک خبرې کولای شي؛ خو هر څوک د خپلو خبرو ته ژوند نه شي وربښلی.

د یوې لیکنې اصلي ځواک په دې کې نه دی چې څومره درانه او پیچلي الفاظ لري، څومره ښکلې تشبېه،کنایه او استعاره لري او څومره هنري عبارت پکې کارول شوی دی. د هغې اصلي ځواک په دې کې دی چې ویونکی خپله پر هغې باور لري او د خپلې خبرې د تحقق لپاره په خپل ژوند کې عملي بېلګه وړاندې کويکه نه؟

هغه خبره چې د انسان له زړه څخه راووځي، د انسان زړه ته هرو مرو لاره مومي؛ او هغه خبره چې یوازې د ژبې پر سر پیدا شوې وي، تر ژبې هاخوا ډېر لرې نه ځي.

انسانان د الفاظو په ښکلا نه، بلکې د الفاظو په صداقت باور کوي:

• که یو څوک د عدالت خبرې کوي، خو خپله ظلم کوي، خبرې یې مړې وي، مقصود اغیز پکې نه وي
• که د اصلاح خبرې کوي، خو خپله فساد کوي، خبرې یې بې روحه او جامدې پاتې کېږي.
• که د یووالي،وحدت او اتفاق بلنه ورکوي، خو پخپله د خلکو زړونه سره وېشي اودنفاق خپروي، خبره یې اغېز نه لري.
خو که یو انسان پر هغه څه باور ولري چې وایي یې او خپله یې د عملي کولو لپاره لومړی ګام واخلي، نو د هغه خبره له کاغذ څخه راووځي او په ژوند کې حرکت پیدا کوي.

مفکوره او مفاهیم هغه وخت ژوندي کېږي چې انسان یې په عمل بدل کړي.

موږ ډېر ځله د بدلون په اړه خبرې کوو، خو د بدلون بیه نه پرې کوو، د اصلاح غوښتنه کوو، خو د اصلاح مسوولیت نه منو. د ټولنې د ویښېدو تمه لرو، خو خپله د ویښېدو لپاره قرباني نه ورکوو.

خبرې هغه وخت ځواکمنې او اغیزناکې کېږي چې د انسانانو په اراده، عمل، زحمت، صبر او سرښندنه کې یې ځان څرګند کړي.

له همدې ځایه د قلم او عمل اړیکه څرګندېږي.

قلم لاره ښيي، خو قدم باید انسان واخلي.
فکر هدف ټاکي، خو حرکت باید انسان وکړي.
خبره وجدان راویښوي، خو عمل باید د انسان له لاسه ترسره شي.

نو که لیکوال غواړي د خپلې وینا له لارې د خلکو په ژوند کې بدلون او اصلاح راولي، باید یوازې د ښایسته جملو په پیدا کولو بوخت نه شي؛ بلکې باید داسې فکر وړاندې کړي چې د خلکو له ژوند، درد، هیلو او ارزښتونو سره اړیکه ولري.

ځکه خلک هغه خبره ژر خپلوي چې د دوی د زړه خبره وي.

هغه لیکوال چې غواړي یوازې د خپل قلم هنر خلکو ته وښيي، ښايي یوه ورځ وستایل شي؛ خو هغه لیکوال چې غواړي د خلکو د فکر په جوړولو کې ونډه واخلي، باید له خلکو سره د زړه اړیکه پیدا کړي.

د قلم تر ټولو لویه بریا دا نه ده چې ډېر کسان یې ولولي؛ بلکې دا ده چې د یوه انسان په زړه کې داسې فکر پیدا کړي چې د هغه ژوند بدل کړي.

او کله چې دغه یو انسان بیا د بل انسان فکر بدل کړي، د بدلون کړۍ همداسې پراخېږي.

له همدې امله، زه باور لرم چې د قلم خاوند باید د خپلو خبرو د ظاهري پایلو له امله ژر ناامیده نه شي. ځینې تخمونه ډېر وخت په خاوره کې پټ پاتې کېږي، خو کله چې د راټوکېدو شرایط برابر شي، ناڅاپه له ځمکې سر راپورته کوي.

خبره هم تخم په څېر ده.

که له اخلاص، باور، حقیقت او عمل سره وکرل شي، خامخا به یوه ورځ راشنه کېږي.

خو که یوازې د شهرت، ځان ښودنې او تشو شعارونو لپاره وویل شي، ښايي د ویونکي له خولې لا نه وي وتلې چې په هوا کې مړه شوې وي.

نو د قلم خاوندانو او درنو لیکوالانو ته په ټول درنښت یوازې دومره ویل غواړم:

د خلکو د زړونو لپاره یې ولیکئ، نه یوازې د پاڼو د ډکولو او شهرت لپاره.
د حقیقت لپاره یې ولیکئ، نه یوازې د ستاینې او تقدیرلپاره.
د اصلاح لپاره یې ولیکئ، نه یوازې د تشو شعارونو لپاره.
او تر ټولو مهمه دا چې پر هغه څه چې یې لیکئ، خپله هم باور ولرئ او د عملي کولو لپاره یې لومړی ګام پخپله واخلئ.

ځکه هغه فکر چې یوازې په کتاب کې ژوند کوي، علم دی؛ خو هغه فکر چې د انسان په وجود کې ژوند پیدا کړي او هغه حرکت ته اړ باسي، عقیده ،باور او رسالت ګرځي.

او کله چې فکر په عقیده بدل شي، عقیده په اراده بدله شي، اراده په عمل واوړي او عمل د خلکو په ژوند کې اغېز وکړي، نو بیا یوه کوچنۍ خبره هم د یوه لوی بدلون پیل کېدای شي.

تاریخ شاهد دی چې ډېر لوی لوی بدلونونه کله ناکله له یوې وړې، خو ژوندۍ او صادقانه خبرې او لیکنې څخه پیل شوي دي.

عبدالرحمن فرقاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...