تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۳۰ مه) ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان استخباراتي ادارې د ملګرو ملتونو دوه کارکوونکي، چې له یوې اوونۍ ډېر وخت مخکې نیول شوي وو، خوشي کړي دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (UNAMA) د معلوماتو له مخې، دا دوه افغان کارکوونکي د اګست په هرات ولایت کې نیول شوي وو، خو افغان چارواکو د هغوی د نیول کېدو لپاره کوم دلیل نه و وړاندې کړی.
د یوناما یوه ویاند فرانس پریس ته ویلي: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دوه ملي کارکوونکي، چې په هرات ولایت کې د سرپرست حکومت له خوا له یوې اوونۍ ډېر وخت مخکې نیول شوي وو، نن سهار خوشې شول.»
هغه زیاته کړې چې د دواړو کارکوونکو روغتیايي وضعیت ښه دی او د معلوماتو له مخې، پر هغوی لګېدلي تورونه هم بېرته اخیستل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې د روغتیا، بشري مرستو او نورو برخو کې فعالیت کوي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د نړیوالو بشري مرستو د کمېدو له کبله له جدي ستونزو سره مخامخ شوی او په همدې موده کې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدو هم پر هېواد اضافي فشارونه زیات کړي دي.
د یوناما ویاند له افغان چارواکو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امتیازاتو او مصونیتونو درناوی وکړي او په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو امنیت او د تګ راتګ ازادي خوندي کړي.
افغانستان له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې دی او اوسنی نظام د اسلامي شریعت د خپلې سختې تفسیر شوې بڼې له مخې حکومت کوي.
په عین حال کې، افغان ښځې له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له دفترونو او ودانیو څخه هم منع شوې دي، په داسې حال کې چې ځینې یې د ملګرو ملتونو کارکوونکې هم دي.
د راپور له مخې، د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» ادارې پولیسو د جون په میاشت کې په هرات ولایت کې د ایران پولې ته څېرمه د بشري مرستو شاوخوا ۲۰ کارکوونکي هم نیولي وو. د هغوی د نیول کېدو دلیل دا بلل شوی و چې ږیرې یې د طالبانو له غوښتل شوې اندازې لنډې وې.
په دغو کسانو کې د هغو ادارو کارکوونکي هم شامل وو چې له ملګرو ملتونو سره همکاري لري. د فرانس پریس پر اساس، هغوی وروسته خوشې شوي دي.