بلخ پوهنتون
خپله لیکنه به د يو انګرېزي ويډيو کلېپ پر لنډې محتوا پیل کړم؛
يو ړوند سوالګر د سړک پر غاړه د پيادهرو اړخ ته ناست وي، مخې ته یې پر تخته لیکل شوي وي، چې(( زه ړوند یم، له ما سره مرسته وکړئ!)) خو په ډېره ګڼه ـ ګوڼه کې بیا هم څوک ورسره مرسته نه کوي، هر څوک په خپله مخه روان وي. ډېر وخت ووځي، په دې کې يو څوک راشي او د ړوند مخته پر تخته څه ولیکي، ترې لاړ شي، د سترګو له رپ سره حالت واوړي، هر لاروی سوالګر ته وړې او غټې پیسې وغورځوي، په يوه شېبه کې د سوالګر څادر له پيسو ډک شي… دا ځل د سوالګر مخې ته پر تخته لیکل شوي وي، چې (( نن به څومره ښکلې ورځ وي، کاش ما هم ليدلې شوه!)).
وګورئ! پر تخته څه بدلون راغی؟ فکر نوی شو، الفاظ بدل شول، د اغېز قوه پيدا شوه، چې سيده یې د مخاطب پر عواطفو او احساساتو حمله وکړه، حتا داسې يو څه ولیکل شول، چې مخکې تر دې چا نه ول لیکلي يا يې په دغسې بڼه نه ول ښکاره کړي. د دې ټولو اساس او بنسټ پرته له هنره بل څه نه دی، چې هغه کس يا خالق يې بل څوک نه، بلکې ليکوال دی او لیکوال هغه څوک دی، چې له نورو خلکو متفاوت فکر ولري، يا هغه څه چې نور يې څه ډول احساسوي، دی يې په بل ډول حس کړي، فکر پرې وکړي او په ښه ډول يې د کاغذ پر مخ د تورو پر مټ انځور کړي.
پورته ويډيو مې په دې برخه کې د يوې ډېرې کوچنۍ بېلګې په توګه ياده کړه او څو موارد پکې د بحث وړ وګرځېدل، چې د موضوع د لا تشريح لپاره پرې خبرې کول، موږ د موضوع ژورو ته پرېباستلی شي. نوی فکر، د الفاظو انتخاب، پر عواطفو اغېز او خپله هنري اړخ يادولی شو، چې دا ټول په لیکوالۍ کې يو له ـ بله سره مستقيمې اړيکې لري او د لیکوال هنري ځواک پرې ژوندی ساتل کېږي.
دلته له نوي فکره هدف دا دی، چې هم د لیکنې په محتوا او هم جوړښت کې داسې څه ځای کړو، چې پخوا تکرار شوي نه وي، که تکرار هم وي؛ خو چې ليکوال له ځینو خودي تجربو او مهارتونو ګټه واخلي، لیکنې ته نوی رنګ ورکړي. له محتوا نه مو موخه (څه ليکل؟) دي، يعنې موضوع څه ده؟ يو څه باید وي، چې لیکنه پرې وکړو. موږ په ورځني ژوند کې له سهار تر ماښامه له سلګونو موضوعګانو سره مخ کېږو، ډېری يې زړې او تکراري وي؛ خو يو څو پکې نوې هم پيدا کېږي. ځينې وخت ډېرې خوندورې لیکنې ولولو؛ خو چې ګورو موضوع یې تکراري وي، شاید پوښتنه پيدا شي، چې ولې؟ دا ځکه چې لیکوال موضوع ته له يوې نوې زاويې کتلي. په دې اړه ارواښاد نصیر احمد احمدي وایي:
يو وخت چېرته مېلمه وم، پر دسترخوان څو رنګه خواړه پراته ول، خو ماته يواځې يو ډول خوړو ډېر خوند راکړ، ملګري مې په خندا راته وویل: «په کچالو ځان مه مړوه، غوښه درواخله» حیران شوم، څه چې مې خوړل، د کچالو خوند يې نه درلود، څکه (مزه) او بڼه يې د چپلي کباب غوندې وه.
کچالو په هر کور کې پیدا کېږي، دوه درې رنګه یې پخوي، خو زما د کوربه په کور کې همدا کچالو له يوې نوې زاويې پاخه شوي وو، بلکل نوې، داسې چې ما خوند ترې واخیست او د کچالو ګمان مې نه پرې راته. (احمدي، ۱۳۹۰ل، ۶م)
له همدې امله که يو لیکوال هر څومره پر موضوع او محتوا فکر وکړي او د نويوالي يو څه پکې پيدا کړي؛ نو په همغه اندازه به پر لوستونکو ژوره اغېزه پرېباسي؛ خو برعکس سولېدلې او کليشهيي افکار لکه د غاښونو شړېدلی برش، چې څومره يې پر غاښونو سولوې، نور هم شړېږي او غاښونه نه شي پاکولی، همدغسې تکراري افکار او حتا تکراري کلمې پر لوستونکو پیکه لګېږي او کومه اغېزه نه پرې پرېباسي، چې د لیکوال همدغه ډېر اورېدل شوی فکر او تکراري خبرې لیکنه بې خونده کوي. ((لوی لیکوال له تکرار سره حساسیت لري او پر نوښت ورک مین وي)). (ښکلی، ۱۳۹۳ل، ۱۴۱م)
په نوي فکر کې يوازې د موضوع د نويوالي خبره نهده، بلکې له کلمو نيولې تر ترکيبونو، جملو او حتا پر ټول جوړښت پورې باید هڅه وشي، چې پر نویو قالبونو او فورمونو فکر وشي، دغه ټول باید په خپلو کې سره کلکه اړيکه هم ولري. يعنې لکه څنګه چې مو د موضوع په نويوالي او جديدیت ټينګار وکړ، همداسې یې باید د وړاندې کولو او لیکلو ډول او طرز هم باید اغېزناک او تاثیرلرونکی وي. ((… بديعي اثر هغه وخت پوره ارزښت لرلی شي، چې فورم يې د مضمون سره سمون ولري، هغه فورم چې خپل مضمون و نه سپړلای شي هنري ارزښت له لاسه ورکوي او ليکونکی يې ليکوال نه شو بللی…)).(شينواری، ۱۳۹۳ل، ۸۷م)
نوی فکر خپله د نوښت، تخييلي ځواک، ذوق، لطافت، باريکبيني او د لیکنې په شکلي او معنايیزه ښکلا کې بارز ارزښت لري. کوم لیکوال چې دغه توکي په پام کې ونیول، هم يې پر لیکنې او هم يې پر شخصيت د هنري ځواک د تاييد ټاپه لګول کېږي.
اوس راځم دې ته، چې پر عواطفو اغېز څه ده او څنګه کېږي؟ هنر خپله له عواطفو سره کار لري، عواطف هماغه احساسات دي، چې د يوې غيرعادي پېښې په ليدو يا اورېدو سره راپارېږي. يعنې د انسان وجود ورسره غیر عادي عکس العمل ښکاره کړي. د انسان عواطف د ډېرومعنويانو ټولګه ده، لکه مظلومیت، مهرباني، مينه، افتخار، زړورتيا، انسان دوستي… او په همدې ډول نور. هره غيرعادي پېښه چې د انسان په بهرنۍ نړۍ کې پېښيږي، هغه سيده د هغه له دروني نړۍ يا همدغه د معنوياتو له ټولګې سره اړیکه لري او همغه اړونده برخه راپاروي. يو ځل بیا د سوالګر ويډيو محتوا ته ورځم، تاسې وليدل چې په لومړي سر کې يوه عادي جمله يې پر تخته ليکل شوې وه ((زه ړوند یم، له ما سره مرسته وکړئ!)) لارويانو دغه جمله لیدله، د سوالګر ظاهري حالت یې هم ليده، يو عادي حالت و، شاید هر لاروي په لسګونه ړانده ليدلي وي او دغه د ليدلو تکرار هر لاروي ته بېخي عادي شوی و، په هغه وخت کې داسې يو څه ته اړتيا وه، چې دغه عاديوالی مات کړي، لارويانو ته داسې غیرعادي او نوي څه ښکاره شي، د هغوی په درون کې د عواطفو له ټولګې څخه يوې معنوي پديدې ته ټکان ورکړي او د هغوی وجودونه ورسره غیرعادي عکس العمل ښکاره کړي، لنډه دا چې لارويانو يو نوی فکر، په نوي ترکيب کې نوي الفاظ او داسې جمله ولوسته، چې هغوی پخوا یا نه وه لوستې، يا يې په ورځني ژوند کې ډېر کم ورسره مخ شوي ول او په پایله کې یې هغوی د سوالګر لپاره د هغوی د مظلومیت، مهربانۍ او انسان دوستۍ حس راوپاراوه. دلته د لیکوال يو بل هنري ځواک هم معلوم شو، چې په ډېرو کمو الفاظو او لنډون سره يې د سوالګر ټول حالات يوازې په يوه جمله کې ځای کړل، چې ((نن به څومره ښايسته ورځ وي؛ خو کاش چې ما ليدلی شوه!)) هم پکې د سوالګر د بې وزلۍ او نادارۍ پيغام وړاندې شو، هم پکې دا معلومه شوه، چې نابینا دی او اصل مطلب پکې په غیرمستقيمه توګه یاد شو، همدغه غیرمستقیموالی د هنر، عاطفې او د وجود د عکس العمل سبب ګرځي.
که څه هم په هنري اړخ لږ و زياته یادونه وشوه؛ خو د موضوع د لا روښانولو لپاره باید پر دې خبرې هم تم شو، چې که لیکوال هر هغه چا ته ووایو، چې لیکل کوي، که هغه د کور د سودا لېست وي او یا که د دوکان د یاداښتونو په کتابچه کې د ياداښتونو اخیستل وي، يا که په خواله رسنیو کې کومه وچه نیوکه او يا په ورځنیو پېښو باندې کومه وچه تبصره؛ نو بیا لیکوالي کوم سخت کار نهدی؛ خو په اصل کې څوک چې يوازې د ژبې په الفبا او املا پوهېږي، ليکل کوي، دا ډله يوازې لیکونکي ګڼل کېږي نه لیکوال. ((يو شمېر کسان خپله خبره نهلري؛ خو د بل خبره ښه واضح لیکلای شي. دوی به ژورنالېستان يا راپورتران وي، مګر ليکوال نه دي، ځکه ليکوال ته پکار ده چې هم خپله خبره ولري او هم د ليکلو له لارې د هغې د رسولو په هنر وپوهېږي. لیکوال د نظر څښتن وي او د لیکلو له لارې د نظر د رسولو هنر ورسره وي)).( غضنفر، ۱۳۹۱ل، ۳۵۷م) ليکوال هغه څوک دي، چې نوي فکرونه په نویو لارو او جوړښتونو کې تر لوستونکو ورسوي، چې هغوی ترې خپله ـ خپله برخه واخلي؛ نو ويلی شو، چې ليکوالي د ښې او ښايسته لیکنې هنر دی.
موږ چې بار ـ بار د هنر يادونه کوو، د ليکوال په هنري ځواک کې مو له هنر څخه ټوليز هدف دا دی، چې د ټولنیز شعور او بشري فعالیت يو ټاکلی شکل دی، چې د ټولنې واقيعتونه په ذهني تصویرونو کې منعکسوي او دغه تصویرونه د ښکلاپېژندنې پر مټ پر انسانانو اغېزمن واقع کوي. ((… انسان د ژوند د پوهېدلو او ثبتولو لپاره له نورو وسيلو هم کار اخلي، داسې وسيلې، چې د طبيعي پديدو له تحرک او روښانتيا سره مرسته وکړي. دا د هنر وظيفه ده، چې ژوند په مجرده توګه نه؛ بلکې په مشخصو انځورونو کې ترسیم کړي.)) (روهي، ۱۳۸۶ل، ۲۷م) ليکوال د همدې هنر پر مټ خپلې لیکنې ته هم رنګ او هم خوند ورکوي، تر څو مخاطب لپاره هم د خوند او هم د پند وسیله شي.
پورته مو څو ځله د نوي فکر يادونه وکړه، نوی فکر، نوښت او ابتکار سره تړلي مفاهيم دي، چې په ليکوالۍ کې د لیکوال هنر پرې جوتېدی شي. دلته د لیکوال پر هنريت او ابتکار ځکه ډېر ټینګار کېږي، چې که دغه توکي پکې نه وي، حتا لیکوال نه ګڼل کېږي. نړۍ ټوله پر ابتکار روانه ده، ورځ په ورځ نوې خبرې او نوي پرمختګونه رامنځته کېږي، انټرنټ همدغه پراخه نړۍ د يو کلي په اندازه رانږدې کړې، (( انټرنټ او انلاین پرمختګونو هم د ژبې او ادب په هنري کېدو، پرمختګ او مشخص کېدو کې ونډه ومونده. په نويو مسلکونو او ژانرونو کې لیکوال و شاعران راپيدا شول)) (وفا، ۱۳۹۶ل، ۱۰م) لیکوال ته بویه چې له زمانې سره ځان جوخت وګڼي، حتا له زمانې څخه هم يو څو ګامه وړاندې لاړ شي. د هاليووډ سينمايي نړۍ پر داسې سناريوګانو باندې فلمونه جوړوي، چې د راتلونکو لسيزو د انساني ژوند ښکارندوی وي، چې بيا وروسته يې ساینس ورپسې په حقيقي ژوند کې د تطبيق او رامنځته کولو کوښښ او څېړنې کوي، چې پر ډېرو يې برلاسي شوي هم دي. لکه د روبوټونو د تخليق او په انساني ژوند کې د هغوی د فعاليتونو ګړندي کېدل، چې دا لړۍ همداسې ورځ په ورځ نوې کېږي. دغه ډول فلمونه ډېری د ساینس فکشن پر محتوا راڅرخي، یعنې د علم(Science) او داستان(Fiction) ترکیب دی، په لیکوالۍ کې هغه ډول منطقي داستان دی، چې انساني عقل يې ژر نه مني. يا ((ساینس فېکشن هغه تخييلي داستان دی، چې د عقل او تخييل په مرسته ثابتیدای شي، که اوس ممکن نه وي، په راتلونکې کې په حقيقت بدلېدی شي. ساینس فېکشن کې ډېر داسې شیان پیش بيني شوي وو، چې د انسان ذهن نه منل او يوازې يو خیال بلل کېدل؛ خو اوس ثابت شوي.)) (عمرخېل، ۲۰۲۲م، پرلیکه) دغه ټول هغه څه دي، چې په سناريو ليکلو کې د ليکوال نوی فکر، نوښت او ابتکار ثابتوي او په ټوله کې د يو لوی تغیر او پرمختګ سبب ګرځي.
پورته مو د انټرنټ او انلاین پرمختګونو خبره ياده کړه، لږه نوره یې هم د بحث وړ ګرځوو، نن ـ سبا انلاین لیکوالي ډېره دود ده، چې له چاپي ليکوالۍ سره کوم ځانګړی توپير نه لري؛ خو دلته بیا خبره د لنډون ده، ليکوال باید د لنډون له هنره هم کار واخلي، ځکه په انلاین نړۍ کې لوستونکي اوږدو لیکنو او تبصرو ته ډېر وخت نه لري، په لنډ وخت او جوړښت کې باید ډېر څه ځای او پيغام په سمه بڼه ورسول شي. ((دغسې په فيسبوک پاڼو کې اوږدې او لنډې لیکنې دواړه ډولونه خپرېدی شي او خپرې شوې هم دي. خو لوستونکي په کې زياتره لنډې ليکنې خوښوي. نو ځينو فيسبوک لیکوالو لنډو ليکنو ته مخه کړې. درې څلور کرښې، يو پراګراف یا ددې په شاوخوا کې لیکل کوي. چې ادبي او هنري ارزښت هم لري او د عامه ذهنيتونو په روښانتيا کې هم بې اغېزې نه دي.)) ( وفا، ۱۳۹۶ل، ۳۷۶م)
ځينې وخت ليکوال په ډېره وړه او لنډه خبره کې هم د خپل هنر ځواک کاروي، د بېلګې په ډول وایي، چې ((د وطن خاوره ډېره خوږه ده)) يا وايي، چې ((پلانی ډېر نرم او خوږ وغږېد…)) وګورئ! په واقیعي نړۍ کې چې ساینس او علم يې راپېژني، خاوره د خوراک لپاره نهده، چې د ذایقې حس له مخې يې خوند معلوم کړو، خبرې هم د لمس او خوړلو وړ نهدي، چې نرموالی او خوږوالی يې معلوم کړو؛ خو دلته هنر انسان ته دا تجربه ورکړې ده، چې د اصل واقیعت يو بل ډول ورباندې احساس کړي، داسې څه راښيي، چې د علم او ساينس په خزانه کې نهشته. دلته نو بيا د معناوو خپلواکي او شمېر زیات وي.
د يو لیکوال لپاره د هغه تر ټولو غټه وسله همدغه هنر دی، چې د لوستونکو او مخاطبانو هوش او فکر پرې په خپل کنټرول کې راولي. زه ډېری وخت هغه ملګرو ته، چې لیکوالۍ ته يې تازه مخه کړې، د هنري لیکنو د لوستلو سپارښتنه کوم، نه يوازې دا چې پکې خپل ځان ګورو، بلکې موږ ته تر ډېره پورې د همدغسې هنر د تر لاسه کولو چل هم رازده کوي. ((موږ چې يو هنري اثر ولولو، د ژوند په ځينو تجربو کې د تخييل له لارې د شاملیدو فرصت ومومو او په دې ډول خپل ژوند غني شوی احساس کړو. د چيخوف لنډې کيسې مو د سل يو نیم سل کاله پخوا وخت روسيې ته بيايي او د هغه ځای د خلکو په غمونو، خوشحاليو، ارزوګانو، ساده ګيو، چالاکيو او تجربو کې شريکېږو.)) (غضنفر، ۱۳۹۶ل، ۲۳۵م)
که څه هم لیکوالي لکه علم تر ډېره پر قواعدو او اصولو ولاړه نه ده؛ خو يو لړ لارې ـ چارې، ذوقي او هنري تجربې، فني او ګرامري خواوې شته، چې باید ترې ګټه واخيستل شي، خپل ذوقي او شخصي بديعي ځواک ورباندې زیات شي او د دې ټولو مواردو په پام کې نیولو سره هم د هنري ځواک اظهار او هم يوه ښه ـ ښایسته لیکنه رامنځته شي.
ماخذونه (سرچينې)
۱- احمدي، نصيراحمد (۱۳۹۰ل). راځئ کیسه ولیکو!.
۲- روهي، محمد صديق (۱۳۸۶ل). ادبي څېړنې. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
۳- شينواری، دوست (۱۳۹۳ل). د ادب د تيورۍ اساسونه. ننګرهار: يار خپرندویه ټولنه.
۴- ښکلی، اجمل (۱۳۹۳ل). څو انتخابه. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.
۵- غضنفر، اسدالله (۱۳۹۶ل). څراغ. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.
۶- غضنفر، اسدالله (۱۳۹۱ل). د نثر لیکلو هنر. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.
۷- وفا، محمد داود (۱۳۹۶ل). د پښتو معاصر ادب تاريخ ـ څلورم پړاو. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.
۸- حميدالله عمرخېل (https://taand.com/main/?p=202878&fbclid=IwAR39H3MlhfMhg7E0J9OZTbFAhZsaDzWBfUOPVLAhk6BWIfA03fI_zX8WpJ4 ).