شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهسرچینې: مولوي کبیر ته په ارګ کې لا هم دفتر نه دی...

سرچینې: مولوي کبیر ته په ارګ کې لا هم دفتر نه دی ورکړل شوی

تاند:( جمعه ، د غویي ۲۹ )  د طالبانو د رژیم ځینو سرچینو تاند ته ویلي، چې د دغه رژیم د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر ته، له نوې دندې سره لا هم په ارګ کې دفتر نه دی ورکړل شوی.

باوري سرچینو تاند ته وویل، چې مولوي کبیر لا هم د ارګ په ګاونډ سپیدار ماڼۍ کې خپلې چارې مخې ته وړي.

د طالبانو د چارو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د مولوي کبیر په مشرۍ د روانې غویي میاشتې په ۲۵ مه د دوی د کابینې غونډه جوړه شوې وه، خو سرچینې د غونډې ځای نه دی مشخص کړی.

 مولوي عبدالکبیر د طالبانو د رژیم د ریاست الوزرا سیاسي او درېیم مرستیال دی، خو ملا هبت الله اخندزاده په ارګ کې د رئیس الوزرا د لومړي مرستیال ملا برادر او دویم مرستیال عبدالسلام حنفي له موجودیت سره، د دوی پر ځای د خپل رژیم سرپرستي د سپیدار ماڼۍ واکمن مولوي کبیر ته سپارلې ده.

ویل کیږي، چې دغه ګومارنه د طالبانو د مشرانو ترمنځ د خپلمنځیو ناندریو د زیاتیدو سبب شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ډول تبصرې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب