پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهپکتیکا ادبي بهیر بیا خپلې ناستې پيل کړې

پکتیکا ادبي بهیر بیا خپلې ناستې پيل کړې

تاند:( جمعه ، د غویي ۲۹ )  د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولایت ادبي بهیر له کلونو ځنډ وروسته خپلې ادبي ناستې بیا پیل کړې.

د پکتیکا د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي سيد اکبر عفان د دغه بهیر په غونډه کې د علم او ادب مينوالو او شاعرانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې دغه رياست به په نږدې راتلونکي کې د ځوانانو, تاريخي آبداتو او رسنيو په برخو کې نوي کارونه او پروګرامونه ترسره کړي.

د پکتيکا ادبي بهير مشر محمد ياسين وويل، هڅه به وکړي, چې په پکتيکا کې فرهنګي او ادبي فعاليتونه له نويو نوښتونو سره بېرته را پيل او ځوانان منسجم کړي.

هغه زياته کړه چې دا بهير يې ټولو اسلامي, ملي او ټولنيزو ارزښتونو ته په پام د رښتني ادب او سوچه کلتور د ترويج، د جرئت، وينافن او ټولنيزو اړيکو د پاللو، د لويو علمي او ادبي شخصيتونو، تاريخي، ملي او فرهنګي ورځو د نمانځنې او د ځوان کهول د فکري بيدارۍ او ويښتيا په موخه پيل کړی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

پکتیکا د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د طالبانو د شل کلنې جګړې پر مهال د نورو برخو ترڅنګ فرهنګي فعالیتونه پکې ډېر کمرنګه وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب