یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد ایران د ولسمشر ګواښ ته د طالبانو غبرګون؛ نا مناسبې خبرې...

د ایران د ولسمشر ګواښ ته د طالبانو غبرګون؛ نا مناسبې خبرې مه کوئ

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۸ )  د طالبانو رژیم د ایران د ولسمشر ابراهیم هغه ګواښ ته غبرګون ښودلی، چې د هلمند له اوبو څخه یې د دوی د ادعا شوي حق د نه ورکولو په اړه طالب چارواکو ته کړی.

ابراهیم رئیسي پرون په یوه ویډیويي مرکه کې په توندو ټکیو وویل، چې په دې اړه دې د افغانستان واکمنان د ایران ګواښ جدي وبولي او په کم نظر دې نه ورته ګوري.

هغه دا هم ویلي، چې که طالبان وایي د هلمند د سیند اوبه کمې شوي او له دې امله دوی ته اوبه نه پریښودل کیږي، د دوی کارپوهانو ته دې له هلمند سیند څخه د ارزونې اجازه ورکړل شي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې  د افغانستان او ایران د اوبو د نیمې پيړۍ وړاندې تړون ته ژمن دی، خو اوس د هلمند سیند د وچکالۍ له امله کافي اوبه نه لري.

د طالبانو اعلامیه زیاتوي:« په داسې یو حالت کې د ایراني اړخ لخوا په مکرر ډول د اوبو غوښتنه او بیا په رسنیو کې یو لړ نامناسبي څرګندونې  په زیان بولو.»

طالبان دغه راز زیاتوي:« ایراني چارواکي د هلمند د اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، دا چې واقعیت سم نه وي مطالعه شوي، او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوه وروڼو او مسلمانو هیوادونو د خلکو او هیوادونو ترمينځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هيڅ جهت په ګټه نه ده او باید تکرار نشي.»

په ټولنیزو رسنیو کې هم زیاتو  افغانانو د ایران د ولسمشر خبرداري ته ګڼ غبرګونونه ښودلي.

ځینو دا د طالب رژیم لپاره خبرداری ګڼلی او ویلي، چې د سیمې هېوادونه یې د ملي او نړیوال ملاتړ له نه لرلو په استفادې داسې ګواښونه کوي.

یو شمېر نورو بیا دا ګواښ ټولو افغانانو ته منسوب ګڼلی او ویلي، چې افغانان به د ایران پر وړاندې طالبانو سره ودریږي او د خپلو اوبو او خاورې ننګه به وکړي.

د پخواني ولسمشر اشرف غني یو شمېر پلویانو بیا ویلي، چې د اوبو بحث هغه دومره جدي کړ،چې اوس حتا طالبان یې په ارزښت پوهیږي.

10 COMMENTS

  1. ایران خو دا 44 کاله په افغانستان کې اوبه خړې کړې او ماهیان يې پکې ونیول.
    د افغانستان خلک په کورنیو جنګونو مصروف ول او دوی ټولې اوبه مفتې نویشیجان کړې . حتی زمونږ اوبه یې 150 کیلومتره لرې د زاهدان ښارته د څښلو لپاره ولېږدولې . لږ انصاف ښه شی دی. مونږ د هغو 44 کلونو د اوبو قیمت غواړو او تاسې نور .
    افغانستان او پارس دواړه په یوه جغرافیایی منطقه کې پراته دي . لکه څنګه چې پرتاسو وچ کالي ده ، پر مونږ هم ده . زمونږ د خلکو نه د خولې مړۍ مه اخله ، او که بیا ستاسو له افغانانو حیا نه کیږي ، ان شاءالله تاسو به هم د نورو استکباراتي قوتونو په شان د تاریخ مختوري شئ .

  2. اوس معلومیږی چی طالب له خپل ملت سره څه کوی هر حکومت که غواړی چی بقا ولری او ملت د حکومت ملاتړی وی نو دخلکو ارزشونو ته باید پاملرنه وکړی او خلک له ځان لری نکړی
    ایران پوهیږی چی یو افغان هم د طالب ملا نه تړی ځکه چی د طالب اساس معلوم نده چی طالب څوک او دکوم ځای ده اوس ملا هیبتی باید ځان خلکو ته ښکاره کړی داسی نشی چی خپله هیبت د ایران له سپا څخه نه وی

    • دا د ملت ملاتړ و چی ټول افانستان یی په ١١ ورځو کی ونیو او اوس په ټول افغانستان حاکم او په ټول کی افغانستان کی آرامی ده جنګ نشته جنازی نشته آمریکایان ناټو او دهغوی تالیڅټی او غلامان نشته صفری ظالمی قعطی او وخشی کمپاین او لنډغر زورواکی چورواکی او ګلمجم او میخکوبو ملیشی ورکی شوی نو اوس هم ځینی ړانده دی افسوس د هغوی په حال الله ته به یوه ورځ ورشی او څه ځواب به ورته وایی

  3. رئیسی کومه لهجه چي کارولې نه اسلامی ده او نه انسانی؛ کاملاََ په موقف او لهجه د یو جانی قوماندان د ملیشوکی وایی، آب رها کنید ګفتم باز ګِله نکنید سخنم جدی است ۰
    بی لدی چي اصولی دولتی تعامل یا راه حل ته اشاره وکړی په ګدایی کی هم بد معاشی کوی؛ همدایی
    سویه او ظرفیت دی خو ولی دا ډول جرئت ؟
    کله وایی طالبان یی راکوی خو افغان متخصصین ممانعت کوی ، مګر اصلی منطق د متخصصینو ندی ؟
    بیا ګواښونه هغه هم په جاهلی ژبه ۰
    آیا په فاطمیون مو ډاروی یا په نورو چي همدا هم مداخله او جنایت دی که خر شاخدار حق لری ټول
    حدود پایمال کړی ځکه اوس راکټ او پهپاد لری که انسانیت ، اصول او حق شناسی کی شرافت دی ؟
    ته چي د حق خبره کوی همدا سیستان و بلوچستان مومنو خلکو ته مو کوم حق سم ورکړی ؟ مذهبی،
    تعلیمی ، صحی ، مدیریتی او کومه آزادی ورکړ شوی خو از کیسه خلیفه ورته اوبه غواړی ۰
    رئیسی او نور انحصارګر متعصب حکام دی نور اساسی حقوق ورکړی موږ به یی د اوبو غم وخورو ،خو
    داسی مه کوه چي؛
    اَتامرون الناس بالبر و تنسون انفسکم

  4. ګوری افغانانو زما وروڼو او خویندو ـ الله رب العزت مو یو موټی او معزز لره ۰
    زما ۷۰ کلنه تجربه او مطالعه راښودلی چي یووالی او صف مرصوص د یو ملت او بیا خصوصاٙٙ امت
    شرعی او حیاتی ضرورت دی،مسابقه وکړی خو په فاستبقوا الخیرات کی ، په نیکیو،صداقت ،اصلاح
    او خدمت کی ـ تر څو معزز واوسی ، مسئولیت دروند خو موږ بیا خصوصاٙٙ امرا شیندلی او په قرآنی افاده ـ تحسبهم جمیعاٙٙ و قلوبهم شتی په صورت کی مسئولیت اداء کیدای نشی ،مال و منصب یا
    متاع قلیل تل نه وی ـ والاخرت خیر و اٙبقی ، د مال و منصب مسابقی مو ولیدلی ، انحصار او جاهلی تعصبات وازمایل شول ، نتیجه یی خسران او ذلت دی ، نتایج یی لا مشهود دی، باید تجدید
    نظر وشی او د عزت او ورورولی لار ته باید ترجیح ورکړو ؛ آزموده را آزمودن خطاست ۰
    ورنه د منډه یی جنرالان او د صیغی اولاده چي اوس دواړه په راکټ او پهپاد مسلح او د خر شاخدار
    حیثیت لری نه اوبه درپریږدی ، نه معادن او نه یووالی ۰
    ملی ګټی په تشټت ، انحصار ، پردیپالو او جاهلی تعصباتو نه ساتل کیږی بلکی یو موټی مرصوص صف ، ویښ ملت او خادم امرا د عزت او رفاه اهم وسایل ګرځیدی شی ۰
    وما علینا الا البلاغ

  5. السلام علیکم. افغانان ساده دی. سږکال د سیستان او بلوچستان د علاقی د اوبو زیرمی چی ایرانیانو د (چاه) په نوم جوړی کړی دافغانستان له اوبو پوره ډکی دی، پسرلی ډیری سیلابی اوبه ورغلی او طالبانو د کمالخان بند هم دری ورځې پرانیستی و. خو ددغو بګو مګواو هسی زرګری جنګ څخه در هددفونه وو:
    اول) بلوچ او سیستانیانو ته ښودل چی ګواکی دایران حکومت ورته توجه لری، حال داچی دا خلک یی سخت فشار لاندی نیولی (ډیر پکی سنیان دی)،
    دوهم) د اخند له خوا طالب ته ممصنوعی حیثیت ورکول او د دوی له خولی د اوبو ننګه او ګټنه حال داچی دا زرګری زبانی جنګ په مشوره جوړ شوی.
    دریم ) سیمی ته په دی بهانه دایرانیانو راتګ او آن ترکجکی بند پوری د دو ی له خوا د اسرارو مشاهده او نقشی اخیستل

  6. د طالب زور ټولی دونیا ته معلوم شو ریسی باندی خو بریک هم نه نیسی دوی پخوا هم طالبانو او دافغانستان ملت ته ګواښ کړی و خو ملا عمر ورته خواب ورکړی چی راخو به شی خو بیا والا که په اصفهان کی هم راڅخه خلاص شی دافغانانو غیرت ورته معلوم دی دا ډوزماران دی والا که هیح شی هم وکی

  7. د دولتونو تر منځ د اوبو مسئله کاملاً یوه حقوقی مسئله ده.
    د وطن دوستی ارزښت پر خپل ځای امّا مخکی لدی چی د وچو احساساتو څخه کار واخلو لږ د بصیرت سترګی ولغړوو او وګورو چی استعمارګرانو د نورو هیوادونو د اوبو د مسئلی څخه څنګه د خپل پلید نفوذ له لیاری په ملتونو کی د متقابلی کرکی او نفرت تخمونه شیندلی دی او د اوبو ” حقوقی ” مسئله ئی په سیاسی – حیثیتی – جنګی – ملیګرائی او نورو مسائلو بدله کړیده.
    په منځنی ختیځ کی د ملتونو تر منځ د اوبو مسئله نن سبا یوه ډیره جدّی او خطرناکه مسئله ده چی ځینی ئی استعماری او دښمنانه ریښه لری.
    ترکیه د دجلی او فرات د رودونو د مهار له لیاری د عراق او سورئی اوسیدونکی تر فشار راوستی دی او د استعماری نقشو مرکز ( د ایتوپی هیواد ) د 《 شنه نیل 》د مهار له لیاری د سوډان او مصر د هیوادونو کرهنیز سیسټم تر فشار لاندی راوستی دی چی په راتلونکو وختونو کی به دا دواړو هیوادونه د سخت خطر سره مخامخ سی البته د نیل رود دوی سرچشمی لری ( د اوګاندا په هیواد کی د البرټ دریاچه) چی سپین نیل بلل کیږی او د ایتوپیا په هیواد کی د لیک ټانا پنوم دریاچه چی شین نیل بلل کیږی) او دواړه رودونه د سوډان د هیواد په مرکز ( خرطوم ) کی سره ګډیږی چی لوی نیل بلل کیږی. د لوی نیل د کمزوری او ضعف خطر د سوډان خصوصاً مصر هیواد لپاره دا دی چی د شنه نیل ظرفیت کوم چی د ایتوپیا څخه را روان دی، ۷۰% تر سپین نیل زیاد دی چی مهار ئی طبعاً پر لوی نیل باندی درنه منفی اغیزه لری.
    نو
    خبره می دا ده چی د ایران او افغان وولسونه باید د پردو د مداخلی پرته د اوبو مسئله فقط په همهغه حقوقی چوکاټ کی په سمه او معقوله توګه حل کړی او اجازه ورنکړی چی د دواړو هیوادونو خلګ د منفی او ویرانوونکو احساساتو قربانی سی.
    البته
    د تشویش وړ خبره دا ده چی د طالب په پوست کی د انګریز او پنجاب خاروونکی او هڅوونکی وریښته له ورایه ښکاری چی هیله ده عام وولس ددی خطرناکی تَلَکی د خطر شتون درک کړی او کیسه حساس او نازک او ویرانوونکی وضعیت ته و نه رسیږی.
    دا پوښتنه به عام قضاوت ته پریږدو چی د پاکستان هیواد ته هم مست مست رودونه مُفت روان دی ( کوم چی موږ کولای سو د ځان په ګټه هم ډیره ګټه تری پورته کړو ) خو د لندن او لاهور سِحر او جادو مو سترګی او خوله را ټړلی دی او نه څه وایو نه څه اورو او نه څه وینو . که څنګه؟

  8. سلام علیکم
    د پورته لیکونکو مبصرینو وروڼو په تایید
    ایرا ن آن د ظاهر خان له وخته د افغاستان په داخلي موضوعاتو کې د شیطنت، ژبني ،قومي ،مذهبي ، تاریخي ا.د.ن تر اوسه مداخله او لاسوهنې کړي دي او کوي ې. البته دخپلو جاسوسانو او ګوډاګیو په تطمیع کولو او کله کله لکه شاهنشاهي! او آخوندي امر کولو په شکل؛اوداې دیهودي انګرېزي امریکایی فرانسوی او حتی د ناخلفه همسایه پوکېستان سره په ګډه کړی
    -اوس خبره د اوبو ده. زما په فکر شهید موسی شفیق ،که څه هم د هغه وخت دنړیوالو قوانینو په تعامل ،په پوره اندازه اوبه ورکولې مګر مرهوم ظاهر شاه خان یو څه اضافه متر مکعبه از کیسه خلیفه وربښلې وې لاکن بیپاسه او د صیغو اولادې له خپل حق نه څو چنده زیاتې اوبه مفتې وړي یا دزدي کړي چې تقریبن ۱۰۰ میلیارده ډالره د افغانستان د ولس قرضداره دي! ۴۰ کاله…
    ریسسي میسی دې پر طالبجان د مهګک، خر خلیلی، بیدانشه ، ک.زی … جټ اسماعل … تصور نه کوي .
    او که هغه افغانان چې له مجبوریته او بیکاریو له ډیرو کلونو ایران کې مفت شاقه کارونه کوي؛
    البته منفي د ټلوالې د تښتیدوکو(کولاب او قم تهران ؛ پنجابستان ا.د.ن….) ؛
    د ط ط له خوا پشتیباني شي بیا به د ایران آخوندانو پلار هم کابو کولای ونه شي او دې کې به افغانستان د شرق او شمال او غرب نا اهله او بیپاسه ګاوڼډیانو له شر او فساده خلاص شي اوو اسلامي نړۍ به هم د آرام سا واخلي.
    -ایرانیانو د اشرف غني او ډبل غولمرګان په ټاکنو کې هم دا چل کاوو:: “بګیرېش که نه ګیریت!!.خو لکن اوس هم اونه مو خیال است و مهال است و جنون..”
    -که ط هم د اسلامي شرعیت په حدودو کې یو څو ټرن جټا ن؛شجاعیان؛ الیچوران او قی ساریان …اعدام یا قصاص کړي وای بیا دا سپاه صیغه یانو دا جرات نه سو کولای .
    ان اکرمکم عند الله اتقاکم۰

    • سلام
      وایی دیوچا لاس کې بیل وه او منډې یې وهلی یو سړی ورته وویل خیر خو دی بیل باندې څه کوی؟هغه وویل بیل کې مستې مایه کوم
      سړی وویل که پلمه وی خو همداسې دی وی.
      دډاکتر ساپی خبره رئسی میسی مردنی په ډاکه رڼاورځ دېپلوما تیک اخلاق ترپښو لاندې کوی ناړامه کد خدای بی خدا!
      لکه جناء کهر . ………. خو د آیت الله رئسی میسی میږی مشکل بل چیرې دی!له بده مرغه دانترننت هاها ، دمحلی تلویزنو کمزورې مرکې ، اوبی شمېره قصابانو چې دمرکچیانو په توګه دې اډو ته راځی او هریو غواړی چې غوایی حلال کړی داهم ددې موضوع اهمیت کته راولی ځکه اټکلی ۴ جوابه کې سم انتخاب سخت دی فلهذا دسیاست علم له کورپیل کیږی بیا علم بی بحثه، مال بی تجارته او ملک بې سیاسته نه کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب