شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبانو د تاریخي اثارو له نندارتون جوړولو سره د موزیم نړیواله ورځ...

طالبانو د تاریخي اثارو له نندارتون جوړولو سره د موزیم نړیواله ورځ ونمانځله

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۸ )  د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن د موزیم نړیوالې ورځې نمانځنه او د مس عینک د تاریخي اثارو د نندارتون پرانیسته وکړه.

د طالبانو ددغه وزارت وزیر ملا خیرالله خیرخواه په دې غونډه کې وویل، چې تاریخي آثار په یو ملت پورې ځانګړي نه دي او نه باید په سیاسي موضوعاتو پسې وتړل شي.

طالب وزیر پر نړیوالو غږ وکړ چې تاریخي آثار د سیاستونو ښکار ونه ګرځوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل چې د هېواد د موزیمونو لپاره په یو لړ پلانونو کار روان دی چې د زون په سطحه او په ولایتونو کې به شته موزیمونه لا غني کړل شي.

د هغه په خبره ، د طالبانو په راتګ سره د هېواد تاریخي سیمو او اثارو د ساتنې لپاره لا ډېر کار شوی او ګڼ شمېر تاریخي اثار د قاچاق وړنکو له منګلو ژغورل شوي او د ځيني تاریخي سیمو د بیارغونې چارې دوام لري.

د غونډې په پای کې د مس عینک څخه را انتقال شوي تاریخي اثارو نندارتون پرانیسته هم وشوه.

  طالبانو د تېرې دورې پر مهال یې د افغانستان یو شمېر مهم تاریخي اثار له منځه یوړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب