تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۸ ) د امریکا د کنګرې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال وایي تر څو چې طالبان د بشري حقونو درناوی ونه کړي او له ښځو سره خپل چلند بدل نه کړي حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي.
مایکل مک کال په یوه تازه مرکه کې ویلي: “که طالبان د بشري حقونو بحران او له ښځو سره چلند ته پام ونه کړي او ښځې د ټولنې برخه نه کړي، د کانګرس دواړه ګوندونه به د طالبانو هېڅ ډول رسمیت ونه مني. “
طالبانو د مایکل مککال تازه خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د ښځو حقونو او ټولشموله حکومت جوړېدو په اړه د نړیوالو د غوښتنې یې ډېر ځله رد کړي او د افغانستان په چارو کې لاسوهنې ګڼلې ده.
په وروستیو کې طالبان د خپل رژیم په رسمیت پېژندل کیدو ته ډېر هیله من شوي وو.
د طالبانو رژیم تراوسه د نړۍ د هیڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
څه موده مخکې د قطر صدراعظم او د استخباراتو رئیس کندهار ته د سفر پر مهال له یو شمېر طالب مشرانو سره لیدلي وو.
ویل کیږي، چې قطري چارواکو د امریکا ځینې مهم پيغامونه طالب مشرانو سره شریک کړي دي.
له دغه سفر څخه وروسته، د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده د خپل رژیم د ریاست الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د رئیس الوزرا د ریاست سرپرست وټاکه.
ځینو شنونکو دا بدلون هم د قطر د چارواکو له سفر او د امریکایي چارواکو له پيغامونو سره تړلی.