چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+د ښه کاڼي مشکل | ایمل پسرلی

د ښه کاڼي مشکل | ایمل پسرلی

زموږ په کیسو کې د ٬٬ اضافي،، کلمو او برخو بحث تل روان وي. ارزونکيو او لوستونکو مو دې ته سترګې نیولې وي چې کومه کلمه او کوم تصویر او پراګراف پکې اضافي دی. د دې برعکس ٬٬ څه یې کم دي،، لږ یادېږي. شاید دغه دلیل وي چې په دې وروستیو کې د ځینو زلمو لیکوالو کیسې چې لولم اضافهخبرې  پکې ډېرې نه وي خو داسې برخې یې کمې وي چې لوستونکي ته د کرېکټر اعمال د قناعت وړ کړي.

د غزني حمید الله خاذق د خوست پوهنتون محصل دی. دغه زلمی لیکوال ښې کیسې لیکي. په خبرو کې رامعلومه شوه چې د مطالعې خاوند هم دی. ما یې دوې کیسې لوستې، یوه یې د کاڼې په نامه ده چې ټول ټال ۳۶۸ کلمې ده. روان نثر ، ښکلې داستاني فضا او پر خای انځورونه لري. خو څه یې کم دي؟ لومړی به یې کیسه ولولو :

کاڼی

د ښځې د خولې له کونجونو ځګاړې راووتې، څنګ ته یې ناستې پېغلې په نیولي غږ وویل:

– اب… ابا! ادې له حاله ووته!

سړي چې د کړکۍ څنګ ته ایښي بالښت ته ډډه وهلې وه، شاوخوا یې په تنګه کوټه کې سترګې وغړولې، څلور نجونې د وره تر څنگ ناستې وې، وچې سترګې یې د ښځې خواته نیولې وې. سړي خیرنه خولۍ له خپل پک سر څخه لرې کړه، خړې شونډې یې بوڅې کړې:

– تر شل وارې زیاته تر مرګه ورسېده…

ویې ټوخل، ژوره ساه یې واخیسته:

– خدایکه، یوې بلا وهلې یې!

پېغلې یې خپلې مور ته وکتل، ننوتي غومبري یې خړ ښکارېدل. په سترګو کې یې د لاټېن رڼا تته ځلېده… پېغلې یې د پلار خواته مخ ورواړاوه، د هغه تر څنګ د ایښي څراغ رڼا د خلاصې کړکۍ لخوا تېزه باد رپوله…

د ښځې زګېروی یې واورېد:

– او… او… اوبه…!

پېغلې یې خوله غوږ ته ورنیږدې کړه:

– اوبه غواړې؟

د سړي آسوېلی یې واورېد:

– هو، هو! اوبه غواړې، مردارېږي!

پېغلې له تاخچې مسي بدنۍ ورواخیسته، د ښځې تر سر یې لاس ور لاندې کړ، د بدنۍ چوشکی یې په خوله کې ورکړ. ښځه یو دم وټوخېده… پېغلې یې له خولې بدنۍ لرې کړه. ښځه پړمخې ولوېده، ویې خوړول… په وینو لړلې ډوډۍ په غولي ولوېده. وځلېده…

 سړي خپل زنګون د لاس په شا په زوره وواهه:

– زار (زهر) دې شه! پوره د یو نیم سلو درهمو غالۍ ده!

پېغلې ژر ښځې ته چلمچی راواخیست. سړي چیغه کړه:

– بلا یې درباندې وګرځه!

پېغلې یې د مور خوله په چلمچي کې ونیوله، په نه زړه یې وویل:

– خیر دی، سهار به ټوله غالۍ ومینځم!

د سړي خبرې یې په غوږونو کې انګازې وکړې:

– بس دی! په دوه ویشت کاله کې له دغو رنډیانو پرته یې نور شی ونه زېږول، غالۍ خو څه؟ یوه روپۍ هم پرې ډېره ده!

ساه یې لنډه، لنډه شوه:

– د تربور د سیالۍ نه شوم، د بل د سوک جواب مې په لغته ور نکړ، میراث به مې لا پردي خلک پسې وخوري!

پېغلې ورو غړۍ هسکه کړه، څراغ نور په مړه کېدو و، مور یې کانګې وهلې، د دې زړه را ډک شو. پلار یې پو کړل:

– مرګ یې پرده ده! پای

د دې کیسې موضوع تکرار ده خو تکرار عیب نه بولم، په ورته موضوع شل ډوله کیسه لیکل کېدای شي، د بیان یا وړاندې کولو بڼه یې مهمه ده چې څومره په زړه کښېني او څومره دې قانع کوي. د قناعت خبرې ته یې وروسته راځم لومړی هغه برخې یادوم چې خوند یې راکړی دی.

د کیسې نوم کاڼی دی. کیسه چې مې ولوسته په فکر کې شوم چې ولې یې دغه نوم انتخاب کړی دی. ګومان مې دا و چې کاڼی پښتانه تلې یا ترازو ته کاروي، پښتونخوا کې چې منصفانه خبره شوې وي نو وايي  ٬٬په کاڼې پوره خبره ده،،. دلیل مې ورته دا و چې په کیسه کې د پلار ناانصافۍ ته اشاره ده او دغه نوم ایروني  پنځولې ده.  له لیکواله مې وپوښتل ده راته وویل ٬٬د پلار سخت زړي توب ته په اشارې مې کیسه کاڼی بللی، یعنې د سړي زړه لکه کاڼی، بې احساسه دی.،، د ده دلیل مې خوښ شو، ضرور نه دی چې لوستونکی یې ورسره ومني مهمه دا ده چې دغه زلمي لیکوال فکر پرې کړی، منطق ورته لري. دومره ګونګ او بې مانا نوم هم نه دی چې لوستونکی یې له خپل فکر  سره سم په ټوله کیسه پورې ونه شي تړلی.

 زموږ په ډېرو کیسو کې لیکوال هر څه راته داسې وایي لکه خبریال چې رپوټ راکوي. خو د کاڼي په کیسه کې رپوټ نه کیسه روانه ده. په لومړۍ جمله کې لولو:

٬٬ د ښځې د خولې له کونجونو ځګاړې راووتې، څنګ ته یې ناستې پېغلې په نیولي غږ وویل:

– اب… ابا! ادې له حاله ووته!،،

دې جملې راوښووله چې ناروغه د سړي مېرمن ده او پېغله یې لور ده. زموږ په ډېرو کیسو کې شاید د دغو درو کسانو تړاو ډېر بربنډ او تحمیل شوی ووینو. ښایي داسې وي: پېغلې نجلۍ د خپلې مور د خولې له کونجونو ځکاړي ولیدل او په پلار یې غږ کړ.

دا نه وایم چې دغه دویمه بڼه به بده وي خو هنري او داستاني پرې د ښاغلي حاذق لیکنه بولم. د دوی په بڼه کې هر څه طبیعي راغلي، لوستونکی داسې نه احساسوي چې یو څه په زور پرې تپل شوي یا ورته ویل کېږي چې خبر شه چې دا درې څه سره کېږي.

د کاڼې مکان د ټولې کیسې له فضا سره ډېر مناسب ټاکل شوی دی. تنګه خونه ده، د سړي او ټولنې فکر هم محدود دی. د ښځې او لوڼو لپاره یې هم فضا تنګه ده.  له کړکۍ سره سړی ناست دی، له وره سره څلور نجونې دي، د مور او پېغلې ځای نه دی یاد شوی، خو له کړکۍ سره د اېښي څراغ رڼا چې باد رپوله او د ښځې په سترګو کې د څراغ رڼا تته ښکارېده نو ګومان دا دی چې دوی د خونې په منځ کې دي، کړکۍ عمومآ د خونې په منځ کې وي، کړکۍ ته سړي ډډه وهلې ، نورې نجونې له وره سره دي نو په دې وړې خونې کې یوازې منځوی ځای د مور او پېغلې لور دی. مور او پېغله لور د کیسې مرکزي برخه هم جوړوي. مور ده چې یوازې لوڼه زېږوي او پېغله ده چې سړی یې د تربره له سیالۍ ! غورځولی.

په دې کیسه کې د سړي کرېکټر تر نورو ډېر جوت تصویر شوی دی. پک دی، ټوخېږي، خیرنه خولۍ په سروي، خړې شونډې یې دي، د واده یې دوه ویشت کاله تېرېږي او کله چې د غالۍ بیه په درهمو یادوي نو راښيي چې سړي د عربي هېوادونو مساپرۍ ګاللې دي. د ده کرېکتر په دومره جزییاتو راپېژندل ځکه مهم و چې اصلي کیسه د ده د ذهنیت ده.

په کاڼي کې کړکۍ، ور او څراغ هم نورې ماناوې شیندي چې د کیسې له تیم سره مرسته کوي. سړي د کړکۍ تر څنګ ډډه وهلې ده. په وړه خونه کې له کړکۍ سره ځای طبعآ ښه دی چې له دباندې تازه هوا پرې راځي. کړکۍ د لا پراخې بهرنۍ نړۍ مانا هم لري، یعنې سړی دی چې ټول واک لري، ښه ځای لري او بهر لید او واک ورسره دی.  وړې نجونې له وره سره ناستې دي دا مانا شیندې چې هېڅ ارزښت نه لري. پېغله یې د مور په پالنه بوخته ده، د کار ده هغه د خونې منځ کې ځای لري خو وړې په دې مکان کې د هېڅ په مانا دي. له دباندې په راغلي باد د څراغ تته رڼا چې په ناروغې مور لوېږي دا مطلب هم لرلي چې سړی خپلې مېرمنې او لور ته د بهر د باورونو او فکرونو په رڼا کې ګوري. د دوی په باب د ده نظر بهرنۍ نړۍ جوړوي. بهرنۍ نړۍ ده ته دا فکر ورکړی چې د سیالۍ نه دی، د بل د سوک ځواب نه شي ویلی.

خو له دې ټولو کمالونو سره د کاڼې په دې ښې کیسې کې یو مشکل هم شته. کاڼی مو د سړي د کرېکټر په غبرګون نه قانع کوي. د سړي نا انساني احساس او کلک زړۍ ته دومره شواهد نه دې وړاندې شوي چې لوستونکی یې ومني. زموږ په ټولنه کې دغه ډول کرېکترونه خورا ډېر دي خو د رښتیني ژوند او داستاني ژوند منطق بېل دی. په رښتیني ژوند کې موږ د دغه ډول کس له کمکیني تر لوینې له ټولو یا خورا ډېرو خبرو خبر یوو، دغه ډول عمل یې راته د منلو وي یا پسې سر نه ګرځو چې ولې یې دغسې کړي دي. خو په داستان کې مو باید لیکوال یا لیکواله خبر کړي چې ولې دغه کس دومره غیر انساني چلند کوي؟ که مو پوه نه کړي نو کیسه کې یې مشکل وینو. په کاڼي کې یوازې دومره ویل شوي چې ښځې زوی نه دی زېږولی او د زوی نشتوالی به یې په ټولنه کې د سیالۍ نه کړي. دغه تصور دی، کومه بېلګه نه ده چې واقعآ دې دی له دغه ډول حالت سره مخامخ شوی وي. د سړي د سخت زړۍ لپاره شاید فلش بکونو کې راته څه ښوول شوي وای، طبعآ کیسه به تر دې اوږده وه خو بیا به کاڼی په تول لا پوره وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...