Homeخبرونهترکي شرکت د یتیم تاق د ګازو پر څاګانو ۸ ملیونه ډالر...

ترکي شرکت د یتیم تاق د ګازو پر څاګانو ۸ ملیونه ډالر پانګونه کوي

تاند【یکشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۱مه】‏د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت، د جوزجان په یتیم تاق سیمه کې د ګازو د درېیو څاګانو کیندنې تړون له ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.

د یاد وزارت سرپرست هدایت الله بدري دغه تړون د یاد شرکت له استازي سوانداج سره لاسلیک کړ.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې د تړون پر اساس به قراردادي شرکت په یادو څاګانو ۸ ملیونه ډالر پانګونه کوي.

دغه راز د تړون پر اساس قرار دادي شرکت اړ دی، چې د یو کال موده کې د درېیو څاګانو د کیندنې چارې بشپړې کړي.

د معلوماتو له مخې د یادو څاګانو په بشپړېدو سره به په یوه شپه او ورځ کې ۱۰۰زره متر مکعب ګاز استخراج شي.

د نظر خاوندان بیا دا یو ښه اقدام بولي او زیاتوي، چې په دې سره به د ګازو له پلوه د خلکو اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....