چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د تنباکو استعمال زیات...

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د تنباکو استعمال زیات شوی

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۱ مه) د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ځوانانو او زلمکو په منځ کې د تنباکو استعمال زیات شوی دی.

دې سازمان پرون (د مې ۳۱ مه) «د بې تنباکو نړۍ» ورځې په مناسبت وویل چې په افغانستان کې له هرو څلورو لویانو څخه یو تن تنباکو کاروي.

د «بې‌تنباکو نړۍ ورځ» هر کال د می په ۳۱مه د روغتیا نړیوال سازمان له لوري لمانځل کېږي. د دې ورځې موخه د تنباکو د زیانونو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او د دې مادې د مصرف په کمولو کې د هیوادونو هڅول دي.

روغتیا نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تنباکو کارول لا هم په نړۍ کې او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د مخنیوي وړ مړینو له اصلي عواملو څخه دی.

د افغانانو په منځ کې نسوار، سګرېټ او چلم ډېر عام دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې په وینا، د تنباکو کارول نه یوازې د استعمالوونکي د روغتیا لپاره ګواښ دی، بلکې کورنیو او ټولنیزو جوړښتونو ته هم پراخ زیانونه رسوي او پر روغتیایي سیستمونو اضافي فشار اچوي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ادوین سنیزا سالوادور، ویلي چې په هلکانو کې د تنباکو استعمال په ځانګړي ډول ډېر دی.

دا سازمان وايي چې د تنباکو استعمال لا هم د مخنیوي وړ مړینو له اصلي لاملونو څخه دی او خلکو، کورنیو او ټولنو ته جدي زیانونه رسوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې د تنباکو تولیدوونکي شرکتونه د دې مادې زیانونه په بېلابېلو خوندونو، تېرایستونکو بڼو او د بې‌ضرر والي په اړه په درواغجنو ادعاوو کې پټوي.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې شرکتونه په چل – ول ځوانان د تنباکو کارونې ته هڅوي او موجوده کاروونکي روږدي ساتي، چې دا کار په ټولنو کې د ناروغیو د پراخېدو او فقر د زیاتېدو سبب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

تصویر/ اجمل پسرلی

د زخمونو نڅا

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...