جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد روان لمریز کال په لومړیو ۲ میاشتو کې ۵۷۵ زره الیکترونکي...

د روان لمریز کال په لومړیو ۲ میاشتو کې ۵۷۵ زره الیکترونکي تذکرې وېشل شوي

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۱ مه) د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې په هیواد کې ۵۷۵ زره الیکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي.

دې ادارې پرون (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روان لمریز کال په لومړیو دوو میاشتو؛ حمل او ثور کې ۵۷۵ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا تذکرې د کابل، هرات، بلخ، کندهار او هلمند د الکترونیکي تذکرو د وېش په مرکزونو او د اسان خدمت د مرکزونو له لارې وېشل شوې دي.

په خبرپاڼه کې دا یادونه نه ده شوې چې تراوسه پورې په مجموع کې څومره الیکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر د چټکولو لپاره لازم ګامونه اخیستل شوي، څو ډاډ ترلاسه شي چې ټول هېوادوال په وخت او په اسانه توګه خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان سیاسی _ اجتماعی جوړښت ( د وروستیو دوو سوو کلونو په اوږدو کی ) د عجیبو پیښو یوه مجموعه ده.
    یوه وړوکی نمونه ئی:
    په کور او بازار او مکتب او دفتر او عام او خاص محل کی د پخوانی ملی بیرغ او نښان رَپَول ممنوع او د طالبی رژیم په لمنه کی جرم ګڼل کیږی خو د افغانانو د ملی کارټ پر تندی همدا د پخوانی بیرغ نښان منقوش دی.
    یقیناً چی:
    د احتمالی یا حتمی راتلونکی سیاسی ژور بدلون په صورت کی به د پیژند پاڼو یا تذکرو د اصلاح او بدلون او چاپ په لګښت کی پراخه سپما احساس شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...