چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د ټپ لپاره ځانګړی بنداژ

د ټپ لپاره ځانګړی بنداژ

تاند- په سویډن کې طبي څېړونکو داسې بنډاژ جوړ کړی چې که ټپ خراب شي یا عفونت وکړي، نو خپل رنګ بدلوي.

د سویډن د لینکوپینګ، لولیو او اوربرو پوهنتونونو څېړونکي وايي، دا بنداژ به له ډاکترانو سره مرسته کوي چې د ټپ یا زخم د ښه کېدو یا نه ښه کېدو په اړه ژر خبر شي او که پوی شي چې ټپ په ښه کېدو نه دی، کولی به شي چې ژر بنداژ لېرې کړي.

د دوی د څېړنې پایلې په مټریالز ټوډې بیو ژورنال کې خپرې شوې دي.

د دوی په وینا په دې بنداژ کې د نېنو سلولز شبکه شامله ده.

دا شبکه دومره کلکه ده چې په لومړي ګام کې باکتریاوې نه پرېږدي چې زخم ته دننه شي او له بلې خوا دومره ارته او خلاصه ده چې مایعات او ګازونه ورڅخه تېرای شي.

د ګازونو او مایعاتو تېرېدا د درملنې لپاره حیاتي اهمیت لري. دا بنداژ د ټپ تر بشپړې رغېدا پورې پر زخم پاتې کیږي.

سویدڼي څېړونکي وايي، که ټپ مخ په ښه کېدو نه وي او خرابیږي، د بنداژ رنګ شین بخونه کېږي او له ورایه ښکاري چې رنګ یې بدل شوی دی او روعتیاپالان له دې څخه پوهیږي چې باید بنداژ لېرې کړي.

دوی همداراز وايي چې په دې هم کار کوي چې د دغه بنداژ له شبکې سره د لیپو پیتاید په نوم مالیکولونه یوځای کړي چې د باکتریا ضد خاصیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب