2017 کال و ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د بېلابېلو ژبو او ادبیاتو محصلان او استاد د ارګ ماڼۍ ته غوښتي وو، تر څو په یوه فرهنګي غونډه کې ګډون وکړي، دا غونډه ما او زما همزولو ته ځکه ځانګړې وه چې هغه وخت هر یوه د راتلونکي لپاره ډېرې مثبتې هیلې لرلې، کله چې ارګ ته د ننوتلو له دروازې تېر شوم، داسې احساس مې وکړ لکه د افغانستان د تاریخ لوی په نندارتون کې ولاړ یم. دا هماغه ځای دی چې د امیر عبدالرحمن خان له وخته د افغانستان د واک د مرکز په توګه پاتې شوی؛ د ارګ بنسټ په ۱۸۸۰م کال کې کېښودل شو، هغه مهال چې بالاحصار د جګړو له امله سخت زیانمن شوی و.
ما په ارګ کې لومړی د دېوالونو پر مخ د پخوانیو واکمنانو عکسونو ته وکتل. عکسونه چوپ وو، خو زما په خیال کې هر یوه خبرې کولې.
د امیر عبدالرحمن خان عکس ته چې ودرېدم، ذهن مې د هغه وخت کابل ته ولاړ. یو نوی ارګ جوړېده، شاوخوا یې لا ډېر ځایونه تش مېدانونه او باغونه وو. پاچا غوښتل یو داسې مرکز ولري، چې هم د سلطنت کور وي او هم د دولت زړه. د ارګ په دننه کې د شاهي کورنۍ استوګنځایونه، اداري ودانۍ، خزانه، پوځي ځایونه او د دربار تالارونه جوړ شول.
ما د هغه عکس ته لږ نور هم وکتل او له ځانه سره مې وویل:
ته د افغانستان د یوه سخت او مرکزي حکومت بنسټ اېښودونکی وې؛ تاریخ دې هم د دولت د پیاوړتیا کیسې لري او هم د سخت چلند او وینو کیسې. ستا له تېرېدو وروسته هم دا دیوالونه ستا د زمانې شاهدان پاتې شول.
بل عکس ته ورسېدم؛ امیر حبیب الله خان و.
د عکس له لیدلو سره مې ذهن د ارګ په همدغو انګړونو کې ګرځېده. د هغه په دوره کې د سلطنت دربار، شاهي کورنۍ او د کابل د نوي کېدونکي ژوند ترمنځ یو عجیب توپیر موجود و. ما فکر وکړ: تاریخ کله کله د یوه پاچا په عکس کې نه بلکې د هغه په زمانه کې د خلکو په ژوند کې ځان څرګندوي. د ارګ حرمسرای هم د حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال بشپړ شو او ۳۳ خونې یې لرلې.
بیا مې د غازي امان الله خان عکس ولید.
هلته مې ذهن ناڅاپه بدل شو. داسې راته ښکاره شوه لکه د ارګ دروازې چې د نړۍ پر لور خلاصې شوې وي. د خپلواکۍ غږ، د نوي افغانستان خوب، د تعلیم او اصلاحاتو خبرې، بهرنیو هېوادونو ته سفرونه… خو ورسره د ټولنې مقاومت، سیاسي کړکېچونه او پاڅونونه هم مخې ته ودرېدل.
ما له ځانه وپوښتل:
ایا هر بدلون چې د راتلونکي لپاره وي، د خپل وخت د خلکو لپاره هم د منلو وړ وي؟
تاریخ ځواب رانه کړ.
یوازې د ارګ یو زوړ دېوال مې ولید.
ما احساس کړه چې دیوال راته وایي:
هر واکمن باید د خپل ولس پر نبض، د پوهې او ناپوهۍ له ژورو خبر وي، امان الله خان له هیواد
سره ډېره مینه لرله ډېر تلوار یې درلود چې هیواد په معجزوي ډول ورغکېنېډي او اباد یې کړي، دغې مینې دومره بې حېسه کړی و چې ناپوه او جاهل ولس يې واکمني نسکوره کړه.
وروسته مې د حبیب الله کلکاني نوم ذهن ته راغی د هغه لنډه واکمني مې هم ذهن ته راغله؛ هغه دوره چې کابل له سخت سیاسي او پوځي ګډوډۍ سره مخ شو. امان الله خان له واکه لاړ، کلکانی واک ته ورسېد، خو دا دوره ډېره لنډه وه او په ۱۹۲۹م کال کې نادر خان کابل ونیو.
هلته مې د تاریخ یوه عجیبه خبره درک کړه؛
په ارګ کې ځینې کسان د کلونو لپاره واکمن پاتې شوي، خو ځینې یې د تاریخ په کتاب کې یوازې څو کرښې دي؛ د دوی د واک اغېز بیا د نسلونو په ژوند کې اوږدمهال لپاره پاتې کیږي. د هغه بنسټ نړونکی ذهن هیواد ته سل کلن ناسور شو.
د محمد نادر شاه عکس ته چې ورسېدم، د ۱۹۲۹م کال کابل مې په ذهن کې انځور شو؛ یو داسې افغانستان چې د امان الله خان له اصلاحاتو وروسته د ثبات او نظم په لټه کې و. نادر شاه د امان الله خان د چټکو اصلاحاتو پر ځای نسبتاً محتاطه لاره غوره کړه. خو د هغه واکمني هم اوږده نه شوه؛ په ۱۹۳۳م کال کې ووژل شو.
بیا مې د محمد ظاهر شاه عکس ولید.
دا ځل مې د ارګ په دېوال کې د اوږدې زمانې سیوری ولید. نږدې څلوېښت کاله واکمني؛ د کابل د ښار ورو ورو بدلېدل، نوې ودانۍ، ښوونځي، پوهنتون، مطبوعات او د اساسي قانون دوره. خو د سلطنت تر څنګ سیاسي محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او د ټولنې بېلابېل محرومیتونه هم موجود وو. ظاهر شاه په ۱۹۷۳م کال کې د محمد داود خان، په کودتا کې له واکه لرې شو او شاهي نظام پای ته ورسېد.
ما د محمد داود خان عکس ته وکتل.
جمهوریت مې سترګو ته ودرېد. ارګ نور یوازې د پاچا ماڼۍ نه وه؛ د جمهوریت د ولسمشرۍ مرکز ګرځېدلی و. خو تاریخ بیا یوه توره پاڼه راواړوله: د ۱۹۷۸م کال د ثور د انقلاب پر مهال داود خان او د هغه د کورنۍ غړي په ارګ کې ووژل شول.
ما د هغه عکس ته وکتل او په زړه کې مې وویل:
د واک ماڼۍ کله ناکله د واک د پای شاهده هم وي.
دغه وخت مې د خپل ښوونځي د تاریخ استاد رایاد شو چې د خپلو سترګو لیدلی حال یې راته د کیسې په بڼه بیانو. نورمحمد ترهکی، حفیظالله امین، ببرک کارمل هر یو د افغانستان د یوې سختې او خونړۍ دورې واکمنان و.
د تره کي د ثور انقلاب، د بدلونونو شعارونه او د خلکو مقاومتونه. د امین د واک داخلي شخړې، د ترهکي مرګ او د شوروي ځواکونو د راتګ صحنې مې مخې ته ودرېدې. د ببرک کارمل او شوروي پوځونو پراخ حضور، جګړې او د هغه حکومت ورځې مې ذهن کې انځور شوې.
د ډاکټر نجیبالله عکس ته چې ودرېدم، د ارګ په دیوالونو کې مې د یوه داسې ولسمشر کیسه ولیده چې د جګړې په منځ کې یې د واک د ساتلو هڅه کوله.
هغه چې پرون په دې ماڼۍ کې د افغانستان واکمن و، سبا یې خپل وطن کې د ژوند وروستی پناه ځای هم له لاسه ورکړ؛ واک یې پاتې نه شو، خو شهادت یې د افغانستان د تاریخ یوه تلپاتې او ترخه خاطره وګرځېده.
وروسته مې د جمهوري نظام د نورو مشرانو عکسونه ولیدل. هر عکس راته د افغانستان د یوې بلې زمانې داستان و؛ د جګړو، کودتاوو، انقلابونو، شوروي یرغل، کورنیو جګړو، طالبانو، بیا جمهوریت، نړیوالې ټولنې، ټاکنو او د کابل د بیا جوړېدو کیسې.
کله چې د حامد کرزي او اشرف غني د دورو په اړه مې فکر کاوه، د ارګ تصویر راته بدل شو. بهرني ولسمشران او سفیران، نړیوالې غونډې، امنیتي مشورې، د سولې خبرې، ټاکنې او د افغانستان د راتلونکي په اړه بېلابېلې طرحې مې ذهن ته راتلې. ارګ په دې دوره کې یوازې د ولسمشر استوګنځای نه و؛ د افغانستان د دولت د سیاسي پرېکړو، نړیوالو اړیکو او ملي بحثونو یو مهم مرکز و.
بیا مې ځان ته وویل:
که دا ټول عکسونه د دېوالونو حافظه وي، نو د راتلونکي عکس به څوک وي؟
هماغه شېبه مې د ارګ یوه اوږده دېوال ته وکتل.
دېوال چوپ و.
خو ما داسې احساس کړ چې په همدې چوپتیا کې یې ډېرې خبرې کولې.
ویل یې:
ما پاچاهان لیدلي، ما ولسمشران لیدلي، ما د واک راتګ او سقوط لیدلی. ما د بریا جشنونه اورېدلي او د ماتې قدمونه مې حس کړي. ما داسې کسان لیدلي چې ویل یې افغانستان به بدلوي، او داسې کسان مې هم لیدلي چې افغانستان یې بدل کړ؛ خو تل د تاریخ وروستی قلم د واکمن په لاس کې نه وي.
زه ورو ورو د ارګ له یوه انګړه بل ته روان شوم.
زما په ذهن کې یوه پوښتنه ګرځېده:
راتلونکی واکمن به د دې دیوالونو په حافظه کې په کوم نوم پاتې کېږي؟
ایا راتلونکی به د تېرو واکمنانو په شان یوازې د واک کیسه وي، که د داسې افغانستان کیسه به وي چې خلک پکې د وېرې پر ځای د امید، د جګړې پر ځای د سولې، او د محرومیت پر ځای د پرمختګ خبرې کوي؟
له ارګه چې د وتلو پر مهال مې یو ځل بیا شاته وکتل، داسې راته ښکاره شوه چې د ارګ درنې دروازې راته نه ویل چې چا حکومت وکړ؟
بلکې پوښتنه یې کوله
چا له واکه څه جوړ کړل، او د ولس لپاره یې څه پرېښودل؟
ما ځواب ونه موند.
ځکه ځواب یې لا تاریخ لیکي.
او ارګ لا هم ولاړ دی.
د افغانستان د واک، ماتې، بریا، خوبونو او پښېمانیو د یوه خاموش شاهد په توګه.
امیرشاه یاد