Homeخبرونهد طالبانو ناراض قوماندان جمعه خان فاتح تسلیم شو

د طالبانو ناراض قوماندان جمعه خان فاتح تسلیم شو

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۲۶ مه) د دفاع وزارت سرچینو نن اعلان وکړ چې په بدخشان کې ناراض طالب قوماندان جمعه‌خان فاتح، له جګړې لاس اخیستی او تسلیم شوی دی.

دې سرچینو نه دي ویلي چې فاتح په کومو شرایط یا څنګه تسلیمېدو ته غاړه ایښې ده. خو له تېرو څو ورځو راهیسي د فاتح پر سنګرونو د مځکې او هوا څخه بریدونه روان وو.

تر دې مخکې داسي ناتایید شوي راپورونه هم خپاره شوي وو چې د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ته تللی چې له فاتح سره خبرې وکړي.

د فاتح د کسانو او طالب ځواکونو ترمنځ نښتې په نسې ولسوالۍ کې روانې وې. څرګنده نه ده چې په نښتو کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو ته ځینې نژدې سرچینې وايي چې فاتح د تسلیمېدو لپاره ځینې شرطونه لرل چې یو یې دا و چې دی او تر قومانداې لاندې کسان به یې په درواز کې پاتې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...