Homeخبرونهستره محکمه: تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۸...

ستره محکمه: تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۸ زره او ۸۶۹ قضیې حل شوي دي

تاند ( دوشنبه د زمري ـ اسد ۲۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې یې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۸ زره او ۸۶۹ قضیې حل کړي دي.

د یادې محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه ویلي، په یادو قضیو کې د ښځو د میراث، ملکیت، نفقې، اسنادو او نورو شرعي حقوقو قضیې شاملې دي.

د حمزه په وینا، دوی هڅه کوي، ترڅو ټول هغه حقوق، چي اسلامي شریعت ښځو ته ورکړي دي، تأمین کړي.

د ښځو د حقوقو په اړه د څه باندې ۱۱۸ زره قضیو حل کېدل د پام وړ شمېر دی؛ خو کارپوهان وایي د ښځو د وضعیت د ارزونې لپاره یوازې د قضیو شمېر بسنه نه کوي، بلکې مهمه دا ده چې ښځې په عملي توګه خپلو حقوقو ته څومره لاسرسی لري.

دوی زیاتوي چې، په افغانستان کې نجونې له خپلو اساسي حقونو، زده کړو او کار منع دي.

د دې ترڅنګ لا هم ګڼې ښځې د میراث، ملکیت، نفقې، قانوني اسنادو او نورو حقونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. له همدې امله، د قضیو تر حل سربېره، د ښځو لپاره د خپلو حقونو د پېژندلو، د عدالت او حقوقي خدمتونو ته د لاسرسي او د خپلو حقونو د غوښتلو خوندي او اسانه زمینه هم مهمه ده.

د نظر خاوندان وایي په ټوله کې، د ښځو د حقونو د تأمین معیار باید یوازې شمېرې نه، بلکې د ښځو په ورځني ژوند کې د دغو حقونو عملي تضمین وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...