Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکویتي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وبلل شول

کویتي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وبلل شول

په کویټ کې د افغانستان شارژدافیر محمد شفیق خطیب له کویتي پانګه‌وال عجېج خلف او یو شمېر سوداګرو او پانګه‌والو سره په لیدنه کې د افغانستان د امنیت او ثبات، اقتصادي ظرفیتونو او د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان سفارت نن ویلي، دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د پانګونې د همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

کویت د خلیج د سیمې د عربي هیوادونو په منځ کې هغه هیواد دی چې له افغانستان سره ډېر لږ تعاملات لري او ترذاوسه پورې یې د افغانستان په چارو کې تقریباً هیڅ ډول لېوالتیا نه ده لیدل شوې.  حال دا چې کویت د پرېمانو تېلو له برکته ډېر شتمن هیواد دی.

محمد شفیق خطیب له کویتي سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي، د پانګونې فرصتونه له نژدې وڅېړي او د دغه هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

دا لیدنه په داسې مهال کېږي چې افغانستان هڅه کوي بهرنۍ پانګونه راجلب او له سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

څرګنده نه ده چې کویتي پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته څومره لېوالتیا ښوولې وي خو باور کېږي چې له دا ډول پانګوالو سره تماسونه کومک کوي چې په افغانستان کې د بهرنیانو پانګونې جذب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...