د دروېش رسولي په مشرۍ دا لوبډله د نوو استعدادونو ترڅنګ د نجیبالله ځدراڼ او کریم جنت په څېر تجربهکار لوبغاړي هم لري.
د افغانستان کرکټ بورډ د ملي انتخاب کمېټې له خوا ټاکل شوې لوبډله تر ډېره د شپږېزې کرکټ لیګ له غوره لوبغاړو جوړه شوې ده. د دې لپاره چې په اسیايي لوبو کې د افغانستان ځوان استعدادونه وازمویل شي، د ملي لوبډلې د نامتو ستوري راشد خان په ګډون یو شمېر مخکښ لوبغاړي په دې لوبډله کې نه دي شامل کړل شوي.
محمد اکرم چې په شپږیزه لیګ کې یې په اتو پاڼیو کې ۳۳۹ منډې کړې، په لوبډله کې شامل شوی دی. هغه یوه سلیزه او دوې پنځوسیزې هم وهلې دي. عصمت عالم هم د سیالیو د غوره لوبغاړي په توګه د ۲۹۴ منډو او ۹ ویکټو له ترلاسه کولو وروسته د لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړی دی.
محمد اسحاق، حسن عیسیخېل، خالد تڼېوال او عمران میر هم په لوبډله کې شامل شوي دي. حسن عیسیخېل د پخواني افغان کپتان او تکړه الراونډر محمد نبي ۲۰ کلن زوی دی. نوموړي په کورنیو شل اوریزو سیالیو کې په ۴۱ لوبو کې ۱۰۹۴ منډې کړې دي، خو تر اوسه یې د افغانستان لپاره نړیواله لوبه نه ده کړې.
د ۲۰۲۶ اسیايي لوبو لپاره د افغانستان لوبډله:
دروېش رسولي (کپتان)، محمد اسحاق (ویکټساتونکی)، محمد اکرم، حسن عیسیخېل، خالد تڼېوال، عمران میر، فیصل خان شینوزاده، نجیبالله ځدراڼ، فرمانالله صافی، عصمت عالم، کریم جنت، ننگیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزی او عبدالله احمدزی.
د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبې به د سپټمبر له ۲۴مې د اکتوبر تر ۳مې په آیچي-ناګویا کې ترسره شي. افغانستان په ۲۰۲۳ کال د هانګژو په اسیايي لوبو کې تر پایلوبې پورې ورسېد، خو د هند پر وړاندې یې ماتې وخوړه او د سپینو زرو مډال یې وګاټه.