Home+افغانستان او نړیوال ډیجیټل انقلاب؛ د یو بل تاریخي شاتګ ګواښ

افغانستان او نړیوال ډیجیټل انقلاب؛ د یو بل تاریخي شاتګ ګواښ

ډاکتر فضل‌محمود فضلي

 

تاریخ له ښه یا بده مرغه، د تکرار عجیبه ځانګړنه لري؛ خو هغه ملتونه چې له خپلو تېرو تجربو او تېروتنو زدکړه نه کوي، له سختې تاریخي سزا سره مخ کېږي. د ملتونو په تاریخ کې ډېر ځله داسې پېښې شوي دي چې د تېرو ناکامیو او تجربو له پامه غورځول ورته په دومره لوړه بیه تمام شوي چې بیا یې جبران سخت او حتا ځینو برخو کې ناممکن شي.

په نولسمه پېړۍ کې افغانستان د ترانسپورټ له ستر انقلاب څخه وروسته پاتې شو په داسې حال کې چې د نړۍ په ډېرو برخو کې د اورګاډي پټلۍ هېوادونه او بازارونه سره نښلول، سوداګري یې اسانه او دولتي بنسټونه یې پیاوړي کول، افغانستان د اورګاډي له شبکې بې‌برخې پاتې شو. د دې ستر کاروان څخه شاته پاتې کېدل د کورنیو عواملو او بهرنیو جیوپولیټیکو سیالیو ګډه پایله وه.

د وخت افغان واکمنانو، لکه امیر عبدالرحمن خان، وېره لرله چې د اورګاډي پټلۍ به د بهرنیو یرغلګرو لپاره د افغانستان د اشغال او یرغل وسیله شي. له بلې خوا، د لویې لوبې سیالو امپراتوریو، لویې بریتانیې او تزاري روسیې، هم د یوه قوي، نښلول شوي او پرمختللي افغانستان په جوړولو کې خپله ستراتیژیکه ګټه نه لیدله. د دوی لپاره یو منزوي او کمزوری افغان دولت تر یوه سوکاله او له سیمې سره د تړلي افغانستان څخه ډېر مناسب و. د دې وضعیت پایلې ډېرې ژورې او منفي وې. افغانستان په تدریج سره له سیمه‌ییزې سوداګرۍ، صنعتي ودې او ټکنالوژیک پرمختګ څخه جلا شو. هغه صنعتي انقلاب چې اروپا، شمالي امریکا او د اسیا لویې برخې یې بدلې کړې، تر ډېره افغانستان ته رانغی. پرله‌پسې بهرني یرغلونو، کورنیو جګړو، کمزورو دولتي بنسټونو، پر تعلیم د محدودې پانګونې او تکراري بهرنیو لاسوهنو دا واټن لا پسې زیات کړ.

نن یو ځل بیا د یوه بل ستر نړیوال انقلاب د راڅرګندېدو په درشل کې یو چې د مصنوعي ځرکتیا انقلاب یې بولي. مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللې محاسبوي ټکنالوژۍ، بایوټکنالوژي، روبوټیک او ډیجیټلي زیربناوې نړۍ هماغسې په بنسټیزه توګه بدلوي، لکه څنګه چې د نولسمې پېړۍ اورګاډو او فابریکو بدله کړې وه. له بده مرغه، افغانستان یو ځل بیا د دې ستر تاریخي بدلون د له لاسه ورکولو له جدي خطر سره مخ دی. د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې د طالبانو سیاستونو زموږ ملي انزوا لا پسې ژوره کړې ده. د نجونو پر منځنیو او لوړو زده کړو بندیز، له عامه ژوند او کار څخه د ښځو محرومول، د علمي او فکري آزادۍ ځپل، د عصري زده کړو سانسور او د تعلیم او فکر د یوې سختې ایډیالوژۍ تابع کول، د افغانستان تر ټولو مهمه ستراتیژیکه شتمني، یعنې بشري پانګه، په سیستماتیک ډول له منځه وړي.

په داسې وخت کې چې د نړۍ تر ټولو ارزښتمنه پانګه، پوهه ده. طالبان د میلیونونو افغانانو د زده کړې او پرمختګ فرصت له منځه وړي او د نیم ملت چې ښځې دي له تعلیم او تولیدي کار څخه په محرومولو سره افغانستان یو ځل بیا د پرمختګ له کاروانه غورځوي. هېڅ ټولنه د علم له وېرې، د آزادې څېړنې او آزاد فکر له محدودولو، او د انتقادي تفکر پر ځای د ایډیالوژیک اطاعت له رامنځته کولو سره ټکنالوژیکه وده نه شي کولای. د دغو سیاستونو قیمت  یوازې د نن ورځې په بې‌وزلۍ کې نه، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم خطرناک عواقب ولري.

دا هر څه په داسې وخت کې روان دي چې نړیوال ټکنالوژیک انقلاب په بې‌ساري چټکۍ سره مخ پر وړاندې ځي. مصنوعي ځیرکتیا په ډير سرعت  سره د اقتصادي ودې، پوځي وړتیا، علمي کشفونو، روغتیا، تعلیم او حکومتولۍ په یوه اساسي بنسټ بدلېږي. همدا ډول، د نړۍ هېوادونه په علمي څېړنو، ډیجیټلي زیربناوو او د خپلو ځوانانو پر تعلیم پراخه پانګونه کوي. هغه هېوادونه چې د دې انقلاب مشري کوي، د یوویشتمې پېړۍ پر نړیوال نظم به هم ژور اغېز ولري. خو افغانستان له دې ستر بدلون څخه د منزوي کېدو له خطر سره مخ دی.

په ۲۰۱۸ کال کې، کله چې زه د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وم، ماته د افغانستان د برېښنايي تذکرې، یا e-Tazkira، د پیل او پلي کېدو د بهیر د څارنې او همغږۍ مسئولیت راوسپارل شو.

دا یوازې د هویت د یو نوي سند پروژه نه وه؛ بلکې د افغانستان د ډیجیټلي تحول بنسټ او د یوه عصري ډیجیټلي دولت لپاره اساس و.

دا ملي بهیر له بې‌ساري مقاومت سره مخ شو. د هېواد ځینو سیاسي څېرو، په ځانګړې توګه ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي، د دې ملي بهیر پر وړاندې جدي اعتراضونه درلودل. له بلې خوا، د نړیوالې ټولنې ځینو مهمو لورو، د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په ګډون، هم د برېښنايي تذکرو د پیل پر وړاندې مخالفت درلود.

سیاسي فشارونه، اداري خنډونه او امنیتي ګواښونه خورا جدي وو. سره له دې ټولو ستونزو او د کورنیو او بهرنیو لورو له ګواښونو او فشارونو سره سره، وتوانېدم چې د دې بهیر همغږي وکړم او د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې د برېښنايي تذکرې ملي بهیر په بریالیتوب سره پیل شي. دا پروسه دومره لویه او مهمه وه چې نن هم د طالبانو رژیم د تذکرې د ویش پروسه چې موږ پیل کړه وه ځان ته لویه لاسته راوړنه بولي.

دا شاید زموږ یوه بدبختي وي چې په افغانستان کې د عصري کېدو هر ستر ګام له مقاومت سره مخ کېږي. خو دې تجربې یو بل مهم حقیقت هم ثابت کړی دی او هغه دا چې کله سیاسي مشرتابه ملي ګټې له لنډمهاله سیاسي مصلحتونو پورته وګڼي، پرمختګ ممکن دی.

له دې وروسته، کله چې د چارو ادارې لوی رئیس شوم ما د افغانستان د برېښنايي حکومتولۍ د پروګرام د پلي کولو نوښت پیل کړ. د دې پروګرام لومړنی عملي ګام د برېښنايي کابینې، یا e-Cabinet نوښت وکړ. د دې سیستم له لارې د افغانستان د کابینې چارې د لومړي ځل لپاره په ډیجیټلي بڼه ترسره شوې.

برېښنايي تذکره اوس د افغانانو یوه بریالۍ تجربه ده. خو د ډیجیټلي زیربناوو پراختیا، د ټکنالوژۍ د ظرفیت لوړول، د دولتي بنسټونو عصري کول، علمي پرمختګ او په بشري سرچینو پانګونه د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ډېر بد وضعیت کې قرار لري. د طالبانو تفکر له هغو ډېرو اساسي شرایطو سره په ټکر کې دی چې د پوهې او ټکنالوژۍ په انقلاب کې د ګډون لپاره اړین دي. هېڅ هېواد د مصنوعي ځیرکتیا اقتصاد نه شي جوړولای چې نجونې یې له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې وي، ښځې د کاري ځواک له لویې برخې ایستل شوې وي، علمي آزادي محدوده وي، آزاد فکر وځپل شي او عصري پوهې ته لاسرسی محدود کړل شي. دا یوازې د بشري حقونو موضوع نه ده؛ بلکې په مستقیم ډول د ملي پرمختګ او ټکنالوژیکې ودې پر وړاندې خنډ دی.

په هېواد کې یو غیر مشروع نظام حاکم دی. هغه رژیم چې د هیواد نفوس لویه برخه له سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او ټولنیز مشارکت څخه محروموي او له یوه رښتیني استازي او ولسي سیاسي بهیر پرته حکومت کوي. دا غیر مشروع نظام نه شي کولای د افغان ملت استعداد، خلاقیت او فکري ظرفیت بسیج کړي. همدارنګه، داسې نظام نه شي کولای هغه نړیوالې اړیکې، پانګونې، علمي همکارۍ او ټکنالوژیکې شبکې رامنځته کړي چې د مصنوعي ځیرکتیا د عصر لپاره اړینې دي.

له همدې امله، افغانستان د یوې خطرناکې دورې له ګواښ سره مخ دی. له یوې خوا ایډیالوژیکه انزوا سیاسي انزوا رامنځته کوي او سیاسي انزوا اقتصادي او ټکنالوژیکه انزوا سبب ګرځي. همدارنګه ټکنالوژیکه انزوا بیا زموږ پر بهرنۍ نړۍ د لا زیاتې وابستګۍ د لامل ګرځي.

زموږ نږدې ګاونډی چین نن د نړۍ له مخکښو ټکنالوژیکو قدرتونو څخه دی او د مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللې تولیدي ټکنالوژۍ او ډیجیټلي زیربناوو په برخو کې بې‌سارې پانګونه کوي. مګر په افغانستان کې وضعیت معکوس روان دی. د هیواد جغرافیه باید افغانستان په طبیعي ډول د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، منځني ختیځ او د نړۍ له یوه ستر ټکنالوژیک مرکز، چین، سره د نښلولو په یوه مهم پُل بدل کړی وای. خو یوازې جغرافیه سوکالي نه رامنځته کوي. تر هغه چې موږ لوستي وګړي، مسلکي کادرونه، عصري بنسټونه، علمي څېړنې، باوري ډیجیټلي زیربناوې او داسې چاپېریال ونه لرو چې نوښت او ټکنالوژي پکې وده وکړي، افغانستان به له دې ستر تاریخي تحول څخه ګټه وانخلي.

استعماري قدرتونو یوازې د مستقیم اشغال له لارې د افغانستان د پرمختګ مخه نه ده نیولې. په ډېرو مواردو کې یې خپله ګټه په دې کې لیدلې چې افغانستان د سیاسي پلوه منزوي او کمزوری وساتي، اقتصاد یې ویجاړ او په هره برخه کې په ستراتيژییک لحاظ متکي پاتې شي. زموږ د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د افغانستان ترانزیټي لارې، سوداګریزې اړیکې او سیمه‌ییز اتصال د سیالو امپراتوریو د ستراتیژیکو ګټو له امله محدودې شوي دي.

لکه مخکې چې یادونه وشوه، د اورګاډي موضوع د دې مسئلې له روښانه تاریخي بېلګو څخه ده. د برتانوي امپراتورۍ ستره اندېښنه هند ته د روسیې د پراختیا او نفوذ مخنیوی و، او افغانستان یې تر ډېره د برتانوي هند او روسي امپراتورۍ ترمنځ د یوه حایل په توګه لیده. هېڅ یوې امپراتورۍ پدې کې کومه ستراتيژیکه ګټه نه لیدله چې افغانستان په یو خپلواک سیمه‌ییز ترانسپورتي او سوداګریز مرکز بدل شي. نه یواځې ګټه یې نه لیدله بلکې دې سیاسي وضعیت د افغان شاهانو د ابتکار مخنیوی هم کاوه. التبه افغان واکمنانو هم په دې برخه کې خپله ونډه لرله. افغانستان باندې د پرله‌پسې بهرنیو یرغلونو په پام کې نیولو سره، د دې وېره چې اورګاډي به د یرغل وسیله وګرځي، د درک وړ وه. خو پایله دا شوه چې افغانستان د نولسمې پېړۍ له یوه ستر انقلاب څخه بهر پاتې شو. دا ډيره مهمه ده چې موږ درک کړو او ومنو چې بهرنیو یرغلونو او لاسوهنو په تکرار سره د افغانستان پر پرمختګ منفي اغېز کړی دی. خو موږ باید له ځان سره هم صادق واوسو. یوازې بهرني مداخلې زموږ د ټولو ناکامیو بشپړ لامل نه شي کېدای. افغان واکمنانو، سیاسي مشرانو او سیالو ډلو هم په ډېرو حساسو تاریخي پړاوونو کې د اوږدمهاله ملي پرمختګ پر ځای لنډمهاله سیاسي ګټې، سخت‌دريځي، شخصي سیالۍ او داخلي اختلافات لومړیتوب ګرځولي دي.

که دا شرایط له بهر څخه هڅول شوي و، که له دننه څخه رامنځته شوي و، او یا د دواړو د ګډ تعامل پایله وه، نتیجه یې یوه وه او هغه دا چې نړۍ مخکې لاړه، خو افغانستان ترې ورځ تر بلې وروسته پاتې شو.

له همدې امله، دا باید د ټول افغان ملت لپاره د ملي بیدارۍ د خطر زنګ وي. د یوویشتمې پېړۍ اصلي سیالي به یوازې د ځمکې او جغرافیې پر سر نه وي. دا سیالي به تر ډېره د پوهې، ټکنالوژۍ، نوښت، معلوماتو، علمي ظرفیت او بشري پانګې پر سر وي. زموږ نوښت باید د یوه خپلواک افغان سیاسي بهیر له جوړولو پیل شي؛ داسې بهیر چې د افغانستان خلکو ته مسئول وي، له بهرني تسلط او ایډیالوژیک افراط څخه آزاد وي او د یوه اوږدمهاله ملي لیدلوري پر بنسټ حرکت وکړي.

موږ داسې سیاست ته اړتیا لرو چې زده کړې له افراطیت پورته، علم له تعصب پورته، بنسټونه له اشخاصو پورته، وړتیا له واسطې پورته او ملي ګټې له ډله‌ییزو وفاداریو پورته وبولي. موږ باید افغانستان له خپلو ګاونډیانو او له ټولې نړۍ سره په فزیکي او ډیجیټلي توګه بېرته ونښلوو. د راتلونکي افغانستان لپاره دا د منلو وړ نه ده چې یوازې په فزیکي لحاظ په وچه کې محاط هېواد وي؛ موږ باید په ټکنالوژیک لحاظ هم محاصره او منزوي نه شو.

افغانستان عصري سړکونو او اورګاډي، باوري برېښنا، مخابراتو، پراخ انټرنېټ، ډیټا زیربناوو، ډیجیټلي عامه خدمتونو، ټکنالوژۍ شرکتونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او تر ټولو مهم، لوستو ځوانانو ته اړتیا لري؛ داسې ځوانانو ته چې ښځې او نارینه دواړه پکې شامل وي او د نړۍ د پوهې په اقتصاد کې په سیالۍ او عزت برخه واخلي.

دا یوازې اقتصادي اجنډا نه ده؛ دا د ملي بقا ستراتیژي ده او دا مسئولیت یوازې د یو حکومت، یوې سیاسي ډلې یا یو نسل مسئولیت نه دی. دا د ټول ملت ګډ مسئولیت دی چې ملي قرباني، ستراتیژیک صبر، سیاسي زړورتیا او داسې اوږدمهاله لیدلوری پيدا کړي چې د نن ورځې له سیاسي بحرانونو ورهاخوا لرې راتلونکې وویني.

موږ یو ستر تحول له لاسه ورکړی دی. موږ نور د بل ستر تحول د له لاسه ورکولو توان نه لرو. افغانستان د ترانسپورټ له ستر انقلاب څخه وروسته پاتې شو. افغانستان د صنعتي انقلاب له کاروانه وروسته پاتې شو. موږ باید اجازه ورنه کړو چې د پوهې، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا انقلاب هم له لاسه ورکړو.

که یو ځل بیا ناکام شو، افغانستان به یوازې یو بې‌وزله هېواد نه وي؛ بلکې په داسې نړۍ کې چې اقتصادي ځواک، سیاسي نفوذ، امنیت او نړیوال اعتبار یې ورځ تر بلې د پوهې، ټکنالوژۍ او نوښت پر بنسټ ټاکل کېږي، افغانستان به ورو ورو خپل اهمیت او اغېز له لاسه ورکړي. راتلونکي نسلونه به په حقه له موږ څخه پوښتي او وايي به چې: ولې هغه ملت چې د اسیا په څلورلارې کې پروت دی، هغه ملت چې په تاریخ کې یې په پرله‌پسې ډول ځان د لویو بدلونونو په څلورلارې کې موندلی، اجازه ورکړه چې له ستر نړیوال تحول څخه منزوي شي؟

 نن زموږ په وړاندې انتخاب روښانه دی: موږ یا د انزوا، شاتګپالنې، سخت‌دريځۍ، ټکنالوژیک وروسته پاتې والي او سیاسي ټوټه‌ټوټه کېدو په لاره روان پاتې شو او یا کولای شو داسې افغانستان جوړ کړو چې بنسټ یې پر تعلیم، علم، آزاد فکر، برابر فرصت، نوښت، اتصال او ملي خپلواکۍ ولاړ وي.

موږ داسې خپلواک افغان سیاسي بهیر ته اړتیا لرو چې په رښتیا خپلواک وي؛ نه هغه سیاسي نظم چې په بهرنیو مرکزونو کې طرحه شوی وي، نه داسې حکومت چې پر بهرنیو قدرتونو متکي وي، او نه داسې نظام چې د وسله‌والو شاتګپالو یا د منځنیو پېړیو د ایډیالوژیکو ډلو تر کنټرول لاندې وي.دا د ناپوهۍ پر وړاندې د پوهې، د تعصب پر وړاندې د علم، د انزوا پر وړاندې د اتصال، د رکود پر وړاندې د صعود او د وابستګۍ پر وړاندې د ملي خپلواکۍ مبارزه ده.

تاریخ موږ ته وښودله چې موږ لا دمخه د سترو تحولاتو د له لاسه ورکولو بیه پرې کړې ده. خو نن موږ د خپل تاریخ له یو بل اخطار سره مخامخ یوو. هغه چې عبدالرحمن خان و نه شو کولای موږ یې کولی شو. که موږ نن لاس پکار نه شو خدای مه کړه دا ځل بیا له یو داسې انقلابه پاتې کېږو چې اغېزې به یې په مراتبو مراتبو له صنعتي او ترانسپورتي انقلابې ډیرې او خطرناکې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...