جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرکابل به ژاړمه/ ش – سلګۍ

کابل به ژاړمه/ ش – سلګۍ

کابل

به ولې نه ژاړمه

زه به پرې اوښکې تويوم

زه به پرې وير هم کوم

ځکه چې ښار د کابل

صرف يو نوم خو نه دى

زما کلهم او کاينات

ددغه نوم په اينه کې ماته

د خپل ژوندون د جنت

ټول تصويرونه ښايي

ماته په چغو،چغو داسې وايي

ستا د زړګي د وطن ټول خوبونه

ستا د نظر د حسن ټول رنګونه

پرهر، پرهر دي خو په هر پرهر کې

چې کومې سترګې سنځل ګل سپړلي

چې کومې سترګې نارنج ګل سپړلي

دا به تر عمره، عمره

دغسې سترګې سپړي

دا به ګلونه سپړي

دا به سپرلي راولي

د دې ګلونو لارې

هيڅوک نيولاى نه شي

ددې سپرلو خوشبويي

به چارچاپيره تر قيامته پورې

زما په ټول افغانستان خوره وي

کابل چې کله زمونږ وينې غواړې

چيرې به تږى نه شي

په وينو موړ کابل به نه ورانيږې

ژوند به وي دلته به وي

مينه اوحسن به وي دلته به وي

کابل به تل ودان وي

کابل به نه ورانږي

دا ټول جهان دې واوري

په دې جهان کې هر انسان دې واوري

کابل به نه ورانيږي

کابل به نه ورانيږي

کابل د ننګ او د غيرت نه جوړ دى

کابل د ټول افغانيت نه جوړ دى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب