یوه خړه شان کېږدۍ وای
ورسره خوږه شپېلۍ وای
يو کوچي يار غږولی
د زرتارو یې خولۍ وای
کوچۍ پېغلې دنګې دنګې
یو یو ګزې یې کوڅۍ وای
په ورځ شنه آسمان خندلي
او په شپه ګرده سپوږمۍ وای
وسپنیز ټنګانی جام او
بل وړوکې کوزړۍ وای
یو نغری د تورو خښتو
هم یوه توره تبۍ وای
خیر کتغ به مو هم نه خوړ
چې یو څو وچې ډوډۍ وای
یو ډنګر سپی غلی پروت چې
کړۍ کړې یې لکۍ وای
وچو بوټو لاندې چرګه
پټه ناسته په هګۍ وای
مېږ مو لنګه وي سپرلي کې
هم رمباړې د سېرلۍ وای
زړه فارغ له اندېښنو نه
سترګې خوښې غرڅنۍ وای
پاس له هسکه ورېدلای
د الماس غوندې ږلۍ وای
د دعا محتاجې لپې
ربه تاته مې ډالۍ وی
هېڅ چا کرکه نه کولی
بس د مینې دا لړۍ وای
د جنګونو په بدل کې
سوله مېشته په نړۍ وای
پرښتې د الهام ناستې
غزل بوله یې صافۍ وای