د شاعرۍ پيل او ژوند یې داسي و:
ښايي؛ ۱۳۸۷ کال به ؤ، د متعلمۍ ترڅنګ کندهار کي له رسنیو سره په تفریجي او ادبي خپرونو مصروف وم. د کندهار ادبي بهیرونه او د مشاعرو د اوج وختونه وه، د هنري فعالیتونو تر څنګ ادبي فعالیتونو، ادبي ناستو او اشخاصو مو د ژوند پر اهدافو او د ادبي مسیر په ټاکلو کي خورا اهم رول درلود. هغه ؤ چي دې لوري ته مو پام واوښت او هڅي مو پر همدې مسیر پيل سوې.
یوه ورځ یوې قلمي همکاري، لیکوالي او ادیبي اغلې نوریې رڼا د خپلي یوې لنډي کیسې سره یو دانه شعر هم ملګری کړی و او راته راواستوئ، دې شعر ته حمیده شکوري لیکل سوې وه، په دې خو هغه ورځ اګاه سوم، چي اغلې رڼا د خپلو ادبي هڅو تر څنګ یوه ځانګړنه دا لري، چي نوري خویندي او همزولي هم د پښتو ادبیاتو په خاص ډول شعر و شاعرۍ او لیکوالۍ ته هڅوي؛ ځکه دوې خویندي، چي زه ئې پيژنم یوه اغلې فرشته مرسل او بله هم حمیده شکوري ول، چي د څو/ لږو کلونو په تېرېدو سره د فرشتې مرسل د فرشتې اینتظار په نوم شعري ټولګه چاپ سوه، خو د حمیدې شکوري د شعر و شاعرۍ پر مېنه همهغه وخت قدم کښېښوئ؛( همهغه لومړنی شعر ئې کاش زما سره تر اوسه وای). کیسه له همدې اوله شعره پیل سوه: آغلې رڼا راته وویل: ”دا همغه یوه په عمر کمه متعلیمه ده، چي هر شعر ئې د حیرت وړ دی، زه ورته حیرانه یم او نور ئې لارښووني ته هم عاجزه یم، دا خورکۍ مي نور ستا خورکۍ ده او تاته ئې ځکه، در معرفي کوم، چي زه یوه کیسهلیکواله یم او اغلې حمیده شکوري یوه شاعره مالومیږي؛ خو فقط لږ لارښوونو ته اړتیا لري،چي د شعر په تخنیکي اړخ سمه پوهیږي اما د شعر پر محتوا، ښکلا او پیغام ئې تاسو کار وکړئ“.
حمیده بنت عبدالشکور، چي تخلص ئې د پلار له نوم څخه غوره کړی دی، اغلې حمیدې شکوري له څه وخته وروسته د خپل خوريي په لاس یوه کتابچه راواستول، د خپلو شعرونو د کتني لپاره، خو جالبه دا ده، چي داسي د شعر، هنریت او شعریت پر مځکه لومړني شعرونو ئې زه هم حیران کړم، چي شعر ئې له ډیرو برخو پوره ؤ. د حمیدې شکوري خور شعر فقط لږ کار غوښت. د شعر پر ښکلا، عاطفې، هنریت او احساس مو په ګډه کار وکړ. زه د حمیدې پرلپسې ریاضت، په شاعرۍ کي د مطالعې دقت او هڅو زه په دې باوري کړم، چي نور د حمیدې شکوري شعر د پښتو په اوسنۍ دوره کي د ښځمنو په کتار کي یکتا بریښي او اخر زه هم ورته عاجزه سوم؛ نو مي حمیدې ته تکړه شاعر، نقاد او لیکوال ډاکټر احسان الله درمل معرفي کړ. ممکن مشورې ئې اخیستي وي/نه؛ خو خپله د حمیدې شکوري ژوري میني، مطالعې، ریاضتونو او تلاښونو هغې ته یوه لاره او بیل سبک پيدا کړ.
حمیده شکوري که تقوا شکوري برهان؟
پښتنه ټولنه هم له بدو رواجونو او نرواکو منفي اغېزو څخه خاصه ښکار سوې ده، نه یوازي موږ ټوله یو ډول تر اغېز لاندي راوستلي یو، بلکي هر لیکوال او لیکواله شاعر او شاعره هم له دې حالته مستثنی نه ده، تقوا هم پخپلي کورنۍ کي په خاص ډول ماماګاګانو په پټه د تقوا په نوم خپله لومړنۍ شاعري خپره کړه، هغه و، چي شاعرۍ ئې خاص ځای پیدا کړ/ پيدا کړي او دا جریان تر څو کلونو وروسته خورا د عروج خواته نور هم تلئ/روان دی، چي د تقوا میکده ئې د شیخ په اجازه پرانیستل او ډک ډک جامونه ئې پر خپلو می نوشو رندانو ولورول، او له هره جامه د تقوا د شاعرۍ د نړۍ د عاطفې، لذیز څاڅکي توۍ سول/توېږي. نه یوازي هغه د تقوا ماماګان او کاکاګان حیران سول، بلکي د ادب په خاص ډول شاعرۍ مینهوال ئې حک پک کښېنول. کیسه لا دلته نه ختمېږي ماماګان او کاکاګان خبرېږي د حمیدې شکوري او دکورنۍ (مور او پلار) توقع خلاف هغوی خوشاله کېږي. بالاخره نه یوازي، هغې ته نور د تقوا خطاب کوي، بلکي تشویق او ستاینه ئې په ډیرو ښو الفاظو کوي، چي کور ودانۍ ئې زه خپله او د تقوا د شاعرۍ مینهوال کوي. هغه ؤ چي نور حمیده شکوري تقوا شکوري سوه، ادبي هڅو کي ئې دا نوم نور شهرت موندلی دی. تقوا خور څو کلونه وړاندي له ځوان تاند برهان سره د ژوند تړون اغاز کړ، له همهغي ورځي وروسته نور نو تقوا شکوري برهان د خپلي شاعرۍ او ادبي هڅو او فعالیتونو لپاره ونومول سوه او لا به دا نوم د شاعرۍ پر مېني ځلېږي.
د تقوا شاعرانه تصویر
د تقوا د شاعرۍ اړوند که څوک ږغېږي نو هره غزل او هر بیت ئې خورا ژور او ښه بحث پر کېدای سي، زه د تقوا د شاعرۍ پر عمومیاتو او یا هم د شاعرۍ پر سطحي ئې لنډکی بحث کول غواړم: دا چي شاعري د ادب یوه ښکلې او ژوره برخه ده، چي د انسان د احساساتو، افکارو، او تخیلاتو د بیان لپاره یو ځانګړی او ډیر ښایسته فورم دی تقوا شکوري هم د خپلو احساساتو، افکارو، تخیلاتو او خپلي میني راز و نیاز، حال و قال د فطرت حقیقت او واقعیت د بیان لپاره لومړی په نظم او بیا د شعري دنیا په پراخه فورمونو کي د غزل فورم انتخاب کړی دی.
د اغلې د شاعرۍ سطحه په حقیقت کي له کیفیت څخه مالاماله بریښي او محتوا ئې د عرفاني، صوفیاني، ساقينامې، فلسفې او نورو رنګونو ور باندي ژور اغېز کړی دی. د هغې د الفاظو قوت، او د هغې ددې شاعرۍ د کچي اندازه خورا زیاتوب لري. د تقوا شاعري ماته ځکه فلسفي مالومیږي، چي په دې ډول شاعرۍ کي د ژوند، مرګ، او نړۍ په اړه ژوري خبري کېږي او تقوا په اکثریتو شعرونو کي د طبعیت د رازونو په راز، د لذتونو په خوند، د احساساتو په درک، د ریاضتونو په نتیجې، د می و میخانې، د مدهوشه او مینوش حالتونه په پیچلو الفاظو او تفکر سره بیانوي. ځیني نمونې په اخر کي درته اېږدم.
تقوا شکوري د تخیلاتو او رومانتیکي شاعرۍ عجب انداز لري، لوستونکي په تخیل کي ډوب او هلته د میني، احساساتو او خوندونو کي موړ کړي او دا د نشې ګولۍ په لوستونکي وخوري او یوې بلي نړۍ ته ئې ولېږي. ممکن دا کمال ډیر کم ښځینه شاعراني ولري، خو په پښتو ادبیاتو کي لومړی وار حضرت خوشال بابا ته دا کرډيټ ځي، بیا شیدا ته، ورپسې صدیق پسرلي ته (ښايي ډیر نور هم وي خو دا زما شخصي برداشت او مطالعه ده) او اوس په ښځینه وو کي اغلې تقوا ته دا کرډيټ ورکولای سم. څو مثالونه ئې لاندي وګورئ!
تقوا د الفاظو جادوګره ده، په شاعرۍ کي د الفاظو ارزښت خو خورا زیات دئ، خو د تقوا د شاعرۍ بل کیفیت دا دی، چي د الفاظو انتخاب، ترتیب، او د هغوی ښکلا او موسیقیت او هنریت د شاعرۍ اصلي ارزښت انتخابولای سي. چي اکثریت الفاظ ئې د لوستونکي یا اورېدونکي احساسات راپاروي او د هغوی په ذهن او فکر کي ښکلي انځورونه جوړولای او انځورولای سي. د الفاظو سادګي او ژوروالی ئې دوندي اغېزناک دی، چي ډیر ساده الفاظ ډېر اغېزناک تمام سوي دي، اما د ژورو مفاهیمو لپاره پیچلي او هنري الفاظ اړین دي. یوه کامیابه شاعره هغه ده، چي د دواړو ترمنځ توازون وساتي. تقوا یوه داسي الفاظ او داسي ترکیبګره ده، چي هم هنریت ته ئې پام دی او هم ساده والي ته او هم توازون ته څو مثالونه ئې لاندي وګورئ. دا چي د تقوا د شاعرۍ اړخونه بیخي ډیر دي ( ستا د ښایست ګلونه ډیر دي – ځولۍ مي تنګه زه به کوم – کوم ټولوومه) نو ځولۍ تنګېږي او پر یوې بلي سپوږمۍ به ئې د ښایست نور ګلونه راټول کړو.
نتیجه دا چي تقوا د پښتو ادبیاتو د نظم په برخه کي، او په اوسنۍ دوره کي د غزل په فورم کي یوه جادوګره، او یوه هنرمنده شاعره ده، یوه د خیال او د سیال شاعره ده، تقوا شکوري برهان خور قلم دي ستا غوندي هڅانده وي زموږ د پښتني کهول یوه زبردسته شاعره ئې ژوند دي د ګلونو او هوساینو څخه ډک واوسه! درنو لوستونکو لاندي څو نمونې به مو لوړو فورمولونو او نتیجې ته ښه ورسوي:
په ویر اخته مي مړاوي سترګي د توبې وليدې
ماد تقوا په انتها كي ميكدې وليدې
تاب دستم دمارویانو چي چاوړی نه وي
نصیب نسکور دی عقل خپلي زولنې وليدې
واحد رخسار واحده مینه او واحد محبوبه
وحدانيت کي مي بي شماره اينې وليدې
ټوله غزل تر پایه
غزل
د تقوا لیمه به هم یاره کعبه وای – شرابي که ستاد یاد میکده نه وای
که ته زما پر ځای وای خپل ځان دی لیدلای- راته ووایه صنمه دا به څه وای؟
د ناصح عـ قیده هلته سیخېدله – زه شبنم ستا پر گلاب رخسار پرته وای
بیا به ذکر د تقوا خلکو کولای – که ور پاته محبته آئینه وای
ټوله غزل تر پایه
یوځای تنده داوبو وي بل دسترگو – يو مستي د ميكدو وي بل دسترګو
لیمه نسته اور دروح له اندام وځي- یو سوځلی دلمبو وي بل دسترګو
زاهدان یی د دوږخ مستحق بولي – یو کافر د کتابو وي بل دسترګو
څه به وکړي چي ښکاري خپله نګار سي- يو زخمي د تيغ بڼو وي بل دسترگو
هر سړی په خپل طلب رسي تر ځايه – یو طالب د جنتو وي بل دسترګو
رنگ دی ورک سه ژونده تا هم با رومه – یو خواگیر د تورو شپو وي بل دسترګو
ټوله غزل تر پایه
غزل
ته څوک يې؟ چي دي سترګو کي رڼا د شمس ځلېږي
ته څوک يې؟ چي تيارې دي په شغلو باندي ويلېږي
ته څوک يې؟ چي ګلونه دي د ګل مخه شرمېږي
ته څوک یې؟ چي قامت ته دي الف پر منځ ماتېږي
ته څوک یی؟ چی قبول یی دور خونه په رضا کړه
ته څوک يې؟ چي بې تا قدر دهست و نیست کمېږي
ته څوک یې؟ چي رنګونه دي وزرو کي ساتلي
ته څوک یې؟ چي زرين دي په رګونو کي بهېږي
ته څوک يې؟ چي د حسن په تشبېه دي سومه ستړې
ته څوک يې؟ چي په ديد باندي دي غرونه را نړېږي
ته څوک یې؟ چې اووه اسمانه ستا په باب کې ورک دي
ته څوک یې؟ چې پیدا ستا په پیوست باندې ورکېږي
ته څوک یې؟ چې اوبه د ساقی جان په پیالو نه سوم
ته څوک یې؟ چي مي تنده ستا په ديد باندي زياتيږي
ته څوک یې؟ چي هر نوم ته دي نامه د جانان ورکړه
ته څوک یې؟ چي تقوا روح مي په هر ساه کي نڅېږي
غزل
په خندا یی هم نړېږي په ژړا يې هم نړېږي
عرشه وایه څه تاثیر دی دمستانو په خندا کي؟
له نظره یې را ټول کړل د مدهوش زړه میکدې ته
دکوثر ساقی پټ سوی در ندانو په نګاه کي
سلیمان یم د اظهار توری نگین کی راته راوړه
شاپیرۍ کوز کوه قاف کړې د زلفانو په نڅــا کي
د بنو وزري خلاصي ته را کوره لا مکان خم خاوري
زر او زر الماس سود خوبانو په کيمياكي
ستا په غاړه تکیه نه سول جوړ له ستورو امېلونه
لمرته چا فانوس پییلی د ګل پامو په رڼاکي
هري خواته ستا څېره ده په کعبه کي قبله څه ده؟
تقوا ! څوک گرفتار مه سه د ساقیانو په بلاكي