اسیستانت پروفیسور
دوست سرواني- کاناډا، ټورنټو
د /ل،L/ فونیم په پیل، لمانځل او لمانځنه د عبادت او پرستش په معنا ده، په ځانګړې توګه د دیني او مذهبي چارو، ځایونو او وختونو په وخت کښي کاریږي. پخوا او نن ورځ هم لمانځنه په مذهبي ځایونو لکه: مسجدونو او معابدونو کښي د استعمال وړ ده. د دې تر څنګ د لمانځنې کلمه په متونو او کتابونو کښي هم د الله تعالی د عبادت لپاره کارېدل او کاریږي، خو د /ن،n/ فونیم په پیل نمانځل او نمانځنه چې له لمانځني سره معنايي او مفهومي توپیر لري په عامه معنا او مفهوم د خلکو د درناوي او د هیواد د ځینو مهمو او لویو ورځو د ستاینې او قدردانۍ لپاره کارېدنګ لري. د دې دوو کلمو توپیر همدا دی چې لمانځنه د الهي طاعت او عبادت لپاره چې عقیدوي اړخ لري کاریږي او نمانځنه د سړیو او اړینو ورځو د ستایني او درناوي لپاره استعمالیږي. ډېر وختونه او ځایونه په محاورو او ورځنیو غونډو کښي د ځینو کلمو مفاهیم سره ګډیږي، کېدای سي هغه به په تېرو وختونو کښي په یوه معنا او مفهوم وو، خو په راوروسته کښي به یې معناوي او مفاهیم سره بېل سوي وي، خو بیا یې هم موږ د پخوا پر ډول وایو او تعبیرو خو د دې دوو کلمو پر ځای کارېدنګ مو له معنايي او مفهومي تېروتنو څخه ژغوري. د نړۍ هره ژبه د کلمو د معناوو او مفاهیمو په کارېدنګ کښي ستونزې او پېچلتیاوي لري؛ پښتو ژبه هم د آریاني ژبڅانګې پیاوړې ژبه ده چې یو شمېر وییونه او کلمې یې په منځنیو او معاصرو تاریخي پېرونو کښي نوي مفاهیم خپل کړي دي، په دې برخه کښي همدا د (لمانځنه او نمانځنه) کلمې دي. دا دوې کلمې بېلې معناوي او مفاهیم لري خو په ډېرو لیکنو او ورځنیو خبرو کښي د دې دوو کلمو توپیر ته پام نه دی کیږي ډېر کله لولو او اورو چي:
“…- په سرې میاشتي کښي د ښځو د پیوستون د نړیوالي ورځي لمانځنه وشوه.
– په پوهنې وزارت کښي د اساسي قانون له اونۍ لمانځنه وشوه.
– په هیواد کښي د محرم د لسمې (عاشورا) لمانځنه و شوه.(طلوع نیوز)
– په کابل کښي د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم، د زوکړي له ورځې لمانځنه وشوه.
– د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې لمانځنه وشوه.
– په آمریکا کښي د لوی اختر ستره لمانځنه وشو.(آمریکا ږغ)
– په هرات کښي د ښځو نړیواله ورځ و نماځل شوه.
– د کابل پوهنتون، شرعیاتو پوهنځی محصلینو د فراغت نمانځنه وشوه.(دکابل پوهنتون رسمي پاڼه)
– د بیرغ د ورځې نمانځنه وشوه…”
په لومړنیو شپږو جملو کښي (لمانځل) او ورستیو درېیو کښي (نمانځل) راغلي خو په کارېدنګ کښي یې معنايي توپیر ته پام نه دی سوی، ټول ځایونه په یوه معنا او مفهوم کارېدلي دي.
تاریخي مخینه
ایتمولوژي او ریښه پوهنه دوې لويي موخې لري: لومړی، په کورنیو ژبو کښي د ګډ ژبني میراث او هویت څرګندول او څېړل. دویم؛ د تاریخ په اوږدو او بېلابیلو دورو کښي د فونولوژیکي، مورفونولوژیکي او سینټکسي تحولاتو، بدلونونو او اوښتونونو څېړل. سرویلیام جونز لومړنی سړی دی چې په نولسمه مېلادي پېړۍ کښي یې د تاریخي – تطبیقي ژبپوهنې پر بنسټ د ژبو تر منځ خپلوي و څېړله، نوموړي په اول ځل د سنسکریت، لاتین او یوناني ژبو پر خپلوۍ څېړنه وکړه او دا یې ثابته کړه چې دا ژبې په خپلو کښي نَسَبي- هویتي خپلوي لري. د تاریخي مخیني له مخي، په لرغونو آریاني ژبو کښي داسي کلمې لږ نه دي چې په سر او پیل کښي یې معنا یوه خو په را وروسته کښي یې بېلي معناوي خپلی کړي وي چې په دې کښي د (لمانځل او نمانځل) کلمې هم دې ته ورته برخلیک لري. دا مصدر په اوستا ژبه کښي د /ن،n/ فونیم په پیل سره راغلی، د اوستا په ۳/۱ یشتونو ،۱۳ بند کښي د پښتو ژبي د(لمانځل) مصدر، د صفت په بڼه( nivāzana/نیوازنه >نمانځنه) راغلی دی. په پاخه ګمان چي تر اسلام مخکښي؛ به یې د لمر نمانځني او اورنمانځي لپاره کارېدنګ درلودی. په را وروسته کښي یې په پښتو کښي د /ز/ فونیم په /ځ/ اوښتی دی. د دې فونیمیکي اوښتون بېلګې په لرغونو او معاصرو آریاني ژبو کښي نور ځایونه هم لرو لکه: د اوستا:zar، پښتو ځور/ǰawәr (د ځورول مصدر) فارسي – دري: آزردن/āzurdan . اوستا: zah/زهـ، پښتو: ځم/ǰәm، (۱:۲۲۷مخ) په اوستا ژبه کښي د /ل، l/ فونیم نه سته خو پښتو ژبي یې ګرامري حالت د نمانځنه/nmānĵana نوم او (لمانځل/lmanǰal) مصدر په بڼه خوندي کړی دی. د اوستا په وندیداد ۱/۱، ۱۵،۱۹بندونو کښي یې فعل لمونځ کول>(ni-zbā/ني-زبا) راغلی دی.(۵:۸۲۵،۸۲۴،۶۰۰مخونه)
د اوستا په ۱/۱یشتونو ۱۴،۴۲ بندونو کښي بیا د ستایني او تجلیل لپاره (nistúiti/نیستویتي= ستاینه) کلمه راغلې چې دا لرغونې بڼه هم پښتو په لږ اوښتون(ستاینه/stāyana)ساتلې ده. د (لمانځل، نمانځل) مصدرونو د نوم ګرامري حالتونه نمونځ/لمونځ دي چې اوس هم په ځینو پښتني لهجو کښي د /ن، ل/ په اوښتون(نمونځ او لمونځ) ویل کېږي.
په منځنۍ آریاني ژبي ساکي(خُتني) کښي (نماس/namas) د (namasata او *nam= ټیټېدل،خم کېدل) له ریښې څخه د لمونځ کولو او تعظیم کولو په معنا راغلی دی.(۱۸۹:۶مخ) د (نمانځل) مصدر په /ن n/ باندي دود دی. دامیرکروړ په ویاړنه، په پټه خزانه کښي راځي:
زما د بریو پر خول تاویږي هسک په نمنځ او په ویاړ – د آس له سوو مي مځکه رېږدي غرونه کاندي لتاړ(۳۶:۷مخ)
د ملکیار غرښین په سندره کښي راځي:
نمنځنه یوسه، سپیني سپوږمیه، ورته ووایه- چې ترنک ټال کړم، ستا له خولګیه(۲۳:۷مخ)
په پورته دواړو ځایونو کښي (نمنځنه) د ستایني په معنا راغلې ده. خو په همدې پټه خزانه، د شیخ اسعد سوري(۴۲۵ هـ.ق) په ویرنه کښي (نمنځنه) د طاعت او عبادت کولو –لمونځ کوونکي او مصلي فاعلي صفت په بڼه او معنا راغلې ده: کله ټکي واچوې پر نازولیو – کله څیري کړې ګرېوان د نمنځي چار(۴۳:۷مخ) مفعولي صفت یې نمنځلی راځي.ښايي نمنځي فاعلي صفت د پښتو ژبې د منځنۍ دورې(۳۳۰ق.م تر ۷ مېلادي) بیا تر کلاسیکي دورې رواج درلود. ځکه موږ په منځنۍ ساکي ژبه کښي د kúysda مفعولي صفت د کتلي/katali او کتل سوي په ریښه کښي لرو چي خوشحال خټک ویلي: دا زما زړګی په خپل زړګوټي کسه -–چي دي زړه دی دما زړه هم هسي نسه. (دېوان). د کرلاڼیو په لهجه کښي اوس هم (کسل/kasәl/ د کتل/katәl مصدر په ډول کارېدنګ لري. کېدای سي د کتل او کسل مصدرونو کښي د /ت،t او س،s/ اوښتون راغلی وي. نو (نمنځی) فاعلي صفت او (نمنځلی) مفعولي صفتونه د پښتو د منځنۍ دورې له تحولي او تکاملي بڼو څخه ګڼل کېدای سي.
په پټه خزانه کښي د لمانځه ځای ته (نمزدک/nmazdak) کلمه راغلې، دښکارندوی په قصیده کښي راځي:
په رڼا اوسې ته تل د دین شهابه – نوم دي تل وه پر دریځ په نمزدکونه(۵۸:۷مخ)
په خیرالبیان کښي د /ن، n/ په لوېدنګ د مسجد د ځاینوم لپاره (مزدک/mazdak) راغلی دی:”…د مزدک د بانګ ځواب واجب دی… هر چې اروي بانګ چې دی اذان، ځواب دي وايي یا دي نه وايي بیرون د خپل مزدک (۲۴۲:۴مخ) ” په خیرالبیان کښي لمونځ په نمونځ یاد شوی: “ګوره د عید د نمانځه د وخت دی بیان… د عید نمونځ د پسه …” (۲۲۷:۴مخ) د /ن/ دا لوېدنګ په نننۍ محاوره کښي هم سته خو د خوشحال خټک په کلام کښي خوندي دی: په دا تشت کښي هره ورځ وینې توېیږي – ښکارول یې هر نماښام کاندې شفق.(دېوان) په نننۍ محاوره کښي د (نماښام) /ن/ فونیم لوېدلی یواځې (ماښام) ویل کیږي.
اخوندرویزه په مخزن الاسلام کښي د صلاة لپاره نموځ راوړي: “… تر دا غسل تاخیر کاندِ مستحب یې ویلړینَ او که تر درو راپکښتَ شول پاک آخر وقت نمونځ دِ تأخیر کاندِ مستحب دی:: دغه پَسَ دا نموځ هم پاَودسَ اَداکوینَ… پدویم روځ دِ نمونځ پاَوداسَ کا:: پدریم روځ دِ نکا ” (خطي نسخه:۳۲۹شمېره)
همداسې خوشحال خټک نمنځنه د عزت، درناوي او ستایني په معنا کارولې:
پېرزوینه، ښه سلوک، نمنځنه، عدل – که دې دا خویونه شته، څه غواړې نور
یا: کله، کله خوار خوشحال و ته نظر کړه – د عاشق نمنځنه هیڅ عیب، ننګ نه ده.
لمونځ(صلاة) یې په /ن/ کارولی: زاهدان دې نمونځ روژه کا زه خوشحال یې – د دې سپین ښکلي جمال ننداره تل کړم.
یا هم : سر په سجده کښېږدي وايي نمونځ کوم خوشحاله – زړه ته نظر نه کړي په کښي څو لات و منات(۲۴۴:۲مخ)
رحمان بابا نمانځنه د خوښ او خوشحاله ساتلو په معنا رااخیستې: چې د زړونو له نمانځلو بې پروا وي – ترو که زړه د سړي یوسي څه په کار (دېوان: ۲۳مخ) یا: د دنیا د کار د پاره – فرض نمونځ نه کاندي قضا(دېوان: ۱۰ مخ)
عبدالقادر خټک د درناوي او ستاینې په معنا کارولې:
که نمنځي ویل دې نه کیږي و ما ته – کله کله راته کړه خبره سپوره (۶۴۳:۳مخ)
ارزاني خویشکي د نمانځي فاعلي صفت جمع (نمانځیان) د ستایونکو په معنا راخیستی:
ارزاني په پښتو ووې – د نمانځیانو له غزله(۱۹۷:مخ)
ملاجان محمد کاکړ(۱۲۵۸ق) نمانځنه د ستایني او درناوي په معنا او مفهوم کارولې :
صرصري باد مي د عشق توی کړه ځواني – یار مي نه وکړه نمانځنه مهماني(۳: ۳۰۲مخ)
دولت لواڼي په /ل/ فونیم راوړی : ترک جود لمونځ به دایم پسې ګوزارم – که مهدي د وړاندې بیا مومم امام زه (دېوان: ۳۰۷ مخ)
یا: دولت که لمونځ ګذاري تل له شیطانه بېزاري – که و تا وته زاري تل ای د دوو کونو راجا (دېوان:۴۲۷ مخ)
یا هم: د ایمان د تن زکاة ورکړه چې پاک یې – لمونځ روژه هم نه قبلېږي بې زکاته (دېوان: ۲۳۳ مخ)
عبدالرحیم هوتک (۱۱۷۰ ق) ویلي: لمونځ، روزه در باندې فرض په یقین دي – فرض یې مه پرېږدی له قصده ادمیانو (۳: ۱۳۴مخ)
جانان فدوي په /ن/ فونیم راوړی :
څلوېښت باندي پنځه سوه یې رکوعي – په نمانځه د حافظ ختم په دا شان دی (دېوان : ۲۵۲مخ)
رحمت داوي هم په /ن/ فونیم راوړی دی:
چې و لاړ وي پر کعبه نمونځ پر مشرق کا – تر هغه نمازي لا ته ښه یې بې نمازه (دېوان: ۲۹۱مخ)
د /ن/ او /ل/ اوښتون
د نړۍ په ټولو ژبو کښي ځینې فونیمونه په مورفیمونو او کلمو کښي د تاریخي کارېدنګ په سبب کله کله بدلون او اوښتون کوي. خو لومړی باید د (بدلون) او (اوښتون) معنايي او مفهومي توپیر وسي: د ژبپوهنې په اصطلاح کښي د یوه فونیم بدلېدل په بل فونیم، ته آواز بدلون (Morphs- sound permutation ) لکه: زمری = مزری، ورځ، روځ، اورې = اروې… دا د فونیمونو د ځای بدلون دی چي ایرانیستانیان ورته جایگشت وايي. د تاریخي تحول له مخې کله کله یو فونیم په بل واوړي چې دې بهیر ته مورفو – فونیمیک اوښتون (Morpho- phonemics change ) دی چي په یوه کلمه یا مورفیم کښي یو آواز بیخي په بل آواز، یا هغه ته نږدې آواز واوړي. لکه په : ځه = څه/ ژرنده= جرنده= زرنده / ژړ= زړ/ کرار = کلار، نژدې=نږدې، لمر،نمر، لمونځ،نمونځ، غمجن،غمژن، دروغژن=دروغجن. زکندن=ځکندن رحمان بابا ویلي:
ته په عشق کښې ما هاله دروغژن بوله – که یو بل هم هسې ما غوندي ملنګ کړې (دېوان: ۳۲مخ)
تر دا هسې عمره نه عمر بهتر دی – هر چې حال یې ځکندن شي عمر واړه (دېوان: ۳۴مخ)
خوشحال ویلي: چې په ما باندې مین زه پرې مین یم – چې زما په غم غمژن زه یې غمژن یم (۳۶۵:۲مخ)
په ټولو لرغونو او معاصرو آریاني ژبو کښي دا درې فونیمه /نn، لl، مm / د تاریخي تحول او تکامل له مخي په یو بل باندي بدلیږي لکه د لرغوني آریاني اوستا او پښتو ژبو څو بېلګې: د اوستا: nab / نب ، د پښتو: lamb/لمب مصدر یې لمبل/lambәl. اوستا: naēd/نیېد، پښتو:لوړه(قسم)/loṛә >فارسي نکوهیدن. اوستا: narәp/نرپ، پښتو:lәẓ/لږ. ښکاره سوه چې په درېیو سره بولګو کښي د اوستا /ن،n/ فونیم په پښتو کښي په /ل،l/ فونیم اوښتی دی. دې دود د آریاني ژبو په منځنۍ دوره کښي هم دوام کړی دی؛ د منځنۍ آریاني – ساکي ژبي /ن/ په پښتو/ل/: naltsute/ نالڅسو، د پښتو:lā/لاړ+ی فعل. د ساکي /ن/ د پښتو په /م/:nirvānā، پښتو:maṛ/مړ+کېدل. د باختري ژبي:nipaka/نیپاکا، پښتو:laṛәy/ لړۍ، لاړ، ډېرول.(۱۸۹:۶مخ) همداسي د پښتو: (نمر) او (لمر). اوس هم د پښتو په ځینو لهجو کښي نمر ویل کیږي خو ډېر کارېدنګ یې (لمر) لري. دا بدلون له لرغونو زمانو څخه دود دی. حمید ماشوخېل ویلي:
چې ښکاره زما د زړه تابنده نمر شو – د سپوږمۍ د لاسه هلته مشال پرېوت (دېوان: ۵۸ مخ)
ملاجان محمد کاکړ ویلي: که نقاب دي کړی له سپینه مخه لیري – شرمنده به اول لمر سي بیا سپوږمۍ (دېوان: ۳۱۴مخ)
حمید ماشوخېل ویلي: د لمدو خټو دارو لږې اوبه دي – ازمییې راباندي دومره زور په څه (دېوان: ۲۲۳مخ)
یا: زړه مې مینه د حلوا نمړۍ ګڼله – باري اوس و لمسېده چې بلوسېده (دېوان:۲۱۸مخ)
د حمید په پورتنیو درېیو بیتونو کښي د (نمر، لمدو او نمړۍ) د اوسنۍ محاورې بڼي: (لمر، لندو او مړۍ) دي. د لومړیو دوو /ن، م/ فونیمونه یې په /لl، نn/ اوښتي دي او درېیم ویی(لغت) یې د /ن/ لوېدنګ لري. همداسي (ړومبی او لومړی)، رحمان بابا ویلي: تل ړومبی د روستي پل وي پرې تېرېږي- کړی نه دی چا په پل باندي قرار(دېوان:۲۳مخ) یا لکه (لنبه او لمبه)، عبدالرحیم هوتک (۱۱۷۰ق) ویلي:
پر زړګي باندي مي سرې سرې لنبې بلي – چې یار ووینم پر کور د غمازانو. (دېوان:۱۴۰مخ)
خوشحال خټک ویلي :
هسي ستا د بېلتانه په آتش سوځم – لکه څوک په لنبه کښېږدي وچ لرګی (دېوان)
حمیدماشوخېل په /م/ فونیم راوړی: که یو ځل در باندي توري سترګي سرې که – سرې لمبې به دي د قهر مړې ایرې که (نیرنګ عشق: ۸۰ مخ) د (نمسي او لمسي) اوښتون چې په زړه آریاني کښي په /ن/ فونیم (napāt/نپات)، سنسکریت (napāt)، لاتین (nepōs). (kent:193). یا: د خوشحال خټک که سل زویه نمسي دي – یو لایق د خانۍ نه ویني پسر (دېوان)
یا هم (پنبه او پمبه) حمید ویلي: په پوکل یې یو بڅری سره لمبه که – حقیقت یې د شاهد اور و پومبه که(هماغه:۸۴مخ)
یا لکه: د خولې(ناړې، لاړې)، خوشحال ویلي:
که یې بیا له زمکي اخلي سود یې کوم دی – چې له خولې په مزکه پرېوزي د چا لاړې(دېوان:۷۹۶مخ)
پښتو متل: د سپي په ناړو رود نه مرداریږي.
د (نموړي او مروړي) وییونه – کلمې دې ته ورته قاعدې لري، خوشحال خټک ویلي:
د ګاوزو ورمېږونه مزري نموړي – د ګیدړو د قوت سره څه کار دی. په تاریخي تحول کښي کله کله /ن/ لویږې. پورتنۍ بولګي په ښه ډول د پښتو ژبي تاریخي، فونولوژیکي او مورفولوژیکي تحول، بدلون او اوښتون راښیي.
د لمانځنه او نمانځنه غوڅ معنايي توپیر
د پښتو ګرامر له مخې دا دوه نومونه له پېړیو راهیسي یو له بله سره معنايي او مفهومي توپیر لري، په دې برخه کښي لومړنی سړی چې په غوڅ ډول یې دا دوه وییونه او کلمې په معنايي لحاظ سره ځبلي (بېلي) کارولي، رحمان بابا(۱۰۳۸-۱۱۱۸هـ.ق) دی، (لمانځل) د طاعت او عبادت(صلاة) په معنا داسي راوړي:
چې د زړه حضور یې نه وي په لمانځه کښي – پکار نه دی، مقتدی وي که امام وي (دېوان:۲۳۱مخ)
و لمانځه ته چې لمر خیژي هاله پاڅې – په قبله پسې لانیمې شپې روان یې (دېوان)
همداسې (نمانځنه) د ستاینې او احترام په معنا له (لمانځه) بېل کاروي:
که مې و نمانځې ساقي په یوه جام – تر دا هورته به نور څه وي احترام (یوان)
یا هم : چې د زړونو له نمانځلو بې پروا وي – ترو که زړه د سړي یوسي څه په کار (دېوان: ۲۳مخ)
په دې برخه کښي دویم سړی حمید ماشوخېل(۱۰۸۰-۱۱۴۵ هـ.ق) دی چي دا دوې کلمې یې په بېلو معناوو کارولي، ده ویلي:
په داغه لمانځه، نمانځه نه شې ښکانځه شې – چې دي زړه دی په رباب مخ په محراب(دېوان:۴۶مخ)
په پورتني بیت کښي لومړی (لمانځه) کلمه عقیدوي اړخ لري او د صلاة، طاعت، عبادت، پرستش، تعبد، عبودیت او تقدس په معناوو کارېدلې، دویمه (نمانځه) د ستاینې، درناوي او ستایش په معناوو کارېدلې ده. بل ځای هم د حمید دې توپیر ته پام شوی:
یاره مه نمانځه رقیب په دشنامونو – هر سفله ته بخښل نه شي انعامونه (دېوان:۲۱۲مخ) دلته هم نمانځنه په کنايي ډول د ستاینې،پسوللي او بدرګې په مفاهیمو کارېدلی دی. دا توپیر په فارسي ادب کښي هم تر سترګو کېږي. په فارسي – دري ادب کښي پرستش د پرستیدن مصدر څخه نوم دی چې د عبادت، طاعت، دعا، ثناء او تقدس لپاره عقیدوی صبغه لري: لکه، فردوسي چې ویلي: همه بندګانیم و ایزید یکیست – پرستش جز او سزاوار نیست. فرخي سیستاني (هلمندي) ویلي: خلق را برتر از پرستش تو – نیست چیزی پس از پرستش رب. فردوسي هم د ستایش او پرستش توپیر کړی دی: پرستنده باش و ستاینده باش – بکار پرستش فزاینده باش.(دهخدا:پ حرف) دې ته ورته په انګریزي کښي هم د لمانځني او نمانځني توپیر راغلی دی. د لمانځني او پرستش لپاره یې د (Adoration) کلمه همداسي د فرهنګي- انساني قدردانۍ ستاینې لپاره د (Veneration) کلمې راغلي دي:
‘’Difference between veneration and adoration : Veneration is defined as a proper attitude toward respect of each other, whereas adoration is applicable only in connection with God and also in oxford veneration is an act of showing a lot of respect for somebody/something, especially somebody/something.Adoration borrowed from middle Franch(adórāre),mɪddle ranch bowrrowed from latine (adorationem,adore root)” (10:p1)
ژباړه: د نمانځې او لمانځنې توپیر؛ نمانځنه(ستاینه،درناوی) د یوه ځانګړي باور، یو بل د درناوي لپاره خو لمانځنه(پرستش) یواځي د الله تعالی سره د(عقیدوي) اړیکي لپاره کارېږي، اکسفورډ هم همدا تعریف رااخیستی دی چي، نمانځنه او ستاینه د یو چا یا یو شي د درناوي لپاره کارېږي.د انګریزي لمانځنه(adoration) انګریزي ته له فرانسوي(adórāre) او فرانسوي ژبې ته له لاتین (ador) ریښې څخه راغلې ده.
پایله او نتیجه دا چې که غواړو پښتو ژبه خپل پختیا او کوټلتیا ته ورسېږي، باید پر ځینو شیانو ولسي توافق وسي او ویې منو. د (لمانځل) کلمه د الله تعالی د طاعت او عبادت لپاره وکارېږي لکه: حمید ماشوخېل چې یې شاوخوا درې سوه کاله پخوا توپیر ته قایل سوی دی او (نمانځنه) د فرهنګي او ولسي – انساني درناوي او ستاینې لپاره و کارېږي لکه: د محصلینو نړیواله ورځ نمانځل، د زوکړې ورځ نمانځل، د بریا ورځ نمانځل د فراغت ورځ نمانځل، د سرتیرو او بیرغ ورځ نمانځل، د خپلواکۍ او نورو ورځو او مراسمو نمانځل او نمانځنه. په دې سره به هره کلمه پر خپل ځای کارېدلې وي.
مأخذونه
۱. اورمړ،خلیل الله. مقدمه بر زبان اوستايی، اکادمی علوم افغانستان، مرکز دایرة المعارف افغانستان، انتشارات نبراسکا: کابل، ۱۳۹۲ش.
۲. خټک، خوشحال خان ، دیوان، د څېړنوال حبیب الله رفیع په سمون او سریزه، سهر مطبعه، کابل ۱۳۷۹هـ.ل کال.
۳. دوست،شینواری.زړه پانګه، لومړی چاپ،د افغانستان د علومو اکاډمي، د پښتو څېړنو نړیوال مرکز: کابل، ۱۳۶۳ل.
۴. دروېزه،آخوند. مخزن الاسلام، خطي نسخه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ کتابتون،شمېره(۳۲۹): کابل
۵. روښان، بایزید. خیرالبیان، د استاد محمدمعصوم هوتک په مقابله او سمون، علامه رشاد خپرندویه ټولنه کندهار، ۱۳۹۶ل.
۶.کانګا. فرهنګ زبان اوستایی، ترجمه بهرامی، جلد دوم، چاپ ایران، ۱۳۶۳ش.
۷.میرفخرايي، مهشید. درآمدی بر زبان خُتنی(ساکي)، چاپ اول: تهران، ۱۳۸۳ش.
۸. محمدبن داؤد هوتک. پټه خزانه، د پوهاند حبیبي په سریزه او سمون د مطیع الله روهیال په زیار، علامه رشاد خپرندویه ټولنه:کندهار،۱۴۰۰ل.
- 9. Roland G. Kent. Old Persian. American Oriental society.1950.
10.www.Oxford dictionary.online. come
11.www.merriam-webster.com
ډېره ښه مقاله ده اؤ ډېره ښه څېړل شؤې ده، پۀ دې اړه د اُستاد تږي هم یؤه مقاله شته، چې سرلیک یې دی (آیا مزګت کلمه پارسی است و یا مفرس از مسجد؟) هلته هم دا موضوع له اوستا، سانسګریت، پهلوي، پارسي، پښتو پخؤاني متونو اؤ نورو کې ډېره ښه څېړل شؤې ده، کاش چې له هغې مقالې هم په کې ګټه اخیستل شؤې وی.
د اُستاد تږی دغه مقاله د آریانا مجلې ۱۳کال، ۴شمېره، ۱۴۸پرلپسې نمبر، ۹-۱۵مخونه.
مننه قدرمن سیند صاحب،
د ارواښاد استاد تږی په دې مقاله نه وم خبر ، کوښښ به وکړم ، د چاپ او بیا کتني په وخت کښي به ستاسي په مرسته ګټه ځني واخلم.