Homeخبرونهایران او افغانستان ۲۰۱ بندیان تبادله کړل

ایران او افغانستان ۲۰۱ بندیان تبادله کړل

تاند 【دوشنبه د ثور ـ غویي ۸مه】ایراني چارواکو د طالبانو له حکومت سره په میلک دره کې ۲۰۱ بندیان تبادله کړي دي.

دغه دره د سیستان او بلوچستان شمال کې موقعیت لري.

د راپورونو له مخې، ۲ ایرانیان چې د طالبانو له حکومت سره سره بندیان وو، د ۱۹۹ افغان بندیانو په بدل کې تبادله شوي دي.

که څه هم په دې تبادله کې د طالبانو عدلیې وزارت او زندانونو چارو ریاست چارواکو ګډون کړی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه بندیان د تهران، سیستان او بلوچستان، او اصفهان په بندخونو کې ساتل کیدل.

د ایران بشري حقونو سازمان د راپور له مخې د یاد هېواد حکومت په وروستیو کې د بېلابېلو تورونو له امله د افغانانو د اعدام کچه هم لوړه کړې ده.

که څه هم له دې وړاندې طالبانو له ایران غوښتي وو، چې په دغه هېواد کې له افغان بندیانو سره د بشري حقونو په پام چلند وکړي، خو د راپورونو له مخې د ایران په یو شمېر زندانونو کې افغانان تر سختو شکنجو لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...