پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستان له لارې ‏هند ته د افغانستان صادرات وځنډېدل

د پاکستان له لارې ‏هند ته د افغانستان صادرات وځنډېدل

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۸مه】د هند ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو له ځنډېدو وروسته د هند په بازارونو کې د وچو میوو بیه ۲۰ سلنه لوړه شوې ده.

دې ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د غویي اتمه) راپور ورکړی، چې د هند او پاکستان ترمنځ د واګه-عطاري سرحدي دروازې له تړلو وروسته هند ته د افغانستان صادرات بند شوي دي.

دا صادرات داسې مهال ځنډیږي، چې تازه د هند او پاکستان ترمنځ حالت سخت ترینګلی شوی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ وروسته له هغې حالت جګړه ییز شو، چې کله د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو وسله وال برید کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول او هند د دې برید مسوول پاکستان بولي.

تر برید وروسته دواړو هېوادونو پر یو بل بندیزونه ولګول او له یو بل سره یې اړیکې محدودې کړې.

خلیلزاد: پاکستان له ترهګرۍ لاس نه دی اخیستی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب