تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۸مه】د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې له دوه ملیونه ډېرو ماشومانو ته د شري ضد واکسین تطبیق کړی دي.
سرچینې په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې له پنځه کلنۍ کم عمره یاده شمېره کې ماشومان یوازې په تېر ۲۰۲۴ کال کې د شري ضد واکسین له تطبیق برخمن شوي دي.
سرچینې همداراز په افغانستان کې له خپلو شریکانو سره په ګډه د شري او نورو وایروسي ناروغیو ضد واکسینو پر تطبیق ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې د مخنیوي وړ ناروغیو څخه به د افغان ماشومانو د ژغورلو هڅې کوي.
شري هغه ساري ناروغي ده چې Morbillivirus وایروس په وسیله رامنځته کېږي او د تبې، بخار، ټوخي، د سترګو سوروالي او نمجنېدو لامل کېږي.
روغتیاپالان وايي چې شری تر ډېره د ټوخي، پرنجي یا هم نورو لارو له ناروغ څخه روغ کس ته لېږدي، او په افغانستان کې ښځې هم په دې ناروغۍ اخته کېږي.