Homeخبرونهاسراييل وایي، د ایران ټول اټومي پروګرام باید له منځه یوړل شي

اسراييل وایي، د ایران ټول اټومي پروګرام باید له منځه یوړل شي

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۸مه】د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو په درشل کې، د اسراييلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې، د ایران ټول اټومي پروګرام باید له منځه یوړل شي.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې زیاته کړې چې، نتنیاهو د تېرې یکشنبې په ورځ یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې باید د ایران ټول اټومي تاسیسات له منځه یوړل شي او دغه پروګرام و درول شي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن او تهران اټومي هوکړې ته د رسېدو په موخه په خبرو بوخت دي.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکیچ د پای ته رسېدو په پار د دواړو هېوادونو ترمنځ تر دې دمه، د عمان په منځګړیتوب درې پړاوه نامستقیمې خبرې شوي دي.

د ایران د بندرعباس په چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېر تر ۱۲۰۰ پورته شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...