جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ایران د بندرعباس په چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېر تر...

د ایران د بندرعباس په چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېر تر ۱۲۰۰ پورته شو

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۸مه】ایراني رسنۍ وایي، د بندر عباس چاودنې له امله د وژل شویو شمېر ۴۰ تنو ته رسېدلی او د دوی په راپور کې راغلي، چې چاودنه کې له ۱۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

دغه چاودنه د بندرعباس په شهید رجایي بندر کې وړمه ورځ شاوخوا دولس بجې د مانټینرونو په مرکز کې وشوه.

که څه هم د کانټینرونو په مرکز کې دغې چاودنې لامل نه دی څرګند شوی، خو ایراني چارواکو ویلي، چې لا هم اور وژونکې ډلې د اور مهارولو هڅې کوي.

چاودنه هغه مهال شوې چې ایران او امریکا په عمان کې د اټومي خبرو درېیم پړاو ترسره کاوه.

افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د ایران په جاودنه کې د وژل شویو او ټپيانو سره خواخوږي ښودلې ده.

ایراني چارواکو له دې وړاندې ویلي وو، چې د چاودنې غږ تر ۳۰ کیلو مټرو پورې اورېدل شوی دی.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د همدې بندر کمپیوټرونه د یوه سایبري برید له امله زیانمن شوي وو، چې د لارو او اوبو د تګ راتګ پر سیستم یې اغېز کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...