پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+سر دردي، پوښتنې، اندېښنې او سپارښتنې

سر دردي، پوښتنې، اندېښنې او سپارښتنې

ډاکتر لمر

په پښتو کې سر خوږی د مزاحمت او ستونزو يا مشکلاتو معنی لري، ځکه به هڅه وشي، چې په ليکنه کې د سردردي اصطلاح د سر د دردونو د سيندروم لپاره وکارول شي. سردردي يا (Cephalgia/Cephalalgia) د سر خوږو ته ويل کېږي، چې د مخ، ورمېږ، څټ او اوږو له دردونو سره مل وي، ځکه وروسته يادشوي د څټ، ورمېږ او يا اوږو دردونه يا سردردي رامنځ ته کوي او يا هم د سر دردونه پياوړي کوي. سر دردي له ۲۴۰ زياتې بڼې لري، چې وروسته د ملا له دردونو په بالغو او ماشومانو کې ډېر پېښېدونکي دردونه دي. په روغتياپالنه کې د سردردي بېلابېلې بڼې پېژندل شوي، چې په ټوليزه توګه به په دغه ليکنه کې ورته نغوته وشي.

د سر دردونه کله ورو ورو رامنځ ته کېږي او يا هم په ناڅاپي بڼه پېښېږي. دا دردونه کېدلی شي، چې خفيف وي يا د سر يا ککرۍ څړېکې وي، يا سوځېدونکي دردونه وي او يا هم ډېر پياوړي او برمه کوونکي او تېز دردونه وي. ښځينه زياتره د سر په دردونو مبتلا کېږي، خو بیا هم په ښځو کې نيمسري (ميګرېن) او په نرينه کې خوشه يي (کلوستر) سردردي زياتره ليدل کېږي. سردردي په ماشومانو کې هم پېښېږي، خو وروسته له ۴۵ کلنۍ د سردردي پېښې کمېږي او يا هم بېخي له منځه ځي.

په ټوليزه توګه سردردي په لومړنۍ (Primary) سردردي او دويمنۍ (Secondary) سردردي وېشل کېږي. لومړنۍ يا پرایمري سردردي کوم مشخص علت او سبب نه لري، مګر په دويمه ډله سردردیو کې د سر دردونه د بلې ناورغي لکه د ټوخېدو، زکام (والګي)، سکاروي (سينوبغل) او يا هم تبې په ترڅ کې رامنځ ته کېږي او يا هم له بلې انتاني ناروغي او يا هم د عضلاتو له دردونو (Myalgia) سره مل وي.

څنګه چې ياده شوې، سردردي يا د سر خوږ (Headache/Cephalalgia) هغه دردونو ته وايي، چې د مخ، سر، ورمېږ، اوږو او غاړې په برخه کې رامنځ ته کېږي، چې د فشار سردردي (Tension)، نيمسري (Migraine) او يا هم خوشه يي يا کلوستر (Cluster) سردردي په بڼو وېشل کېږي، چې ورته لومړنۍ سردردي هم ويل کېږي.

د بدني او فکري فشار سردردي تقريبآ ټول خلک تجربه کوي او ځينې خلک يې په دومداره بڼه لري. د دغه ډول سردردي په ترڅ کې يو انسان پر سر، ورمېږ او غاړه د فشار احساس کوي او دردونه يې خفيف وي، درد پر سر ګرادګرد راچاپېر وي، چې د کلک بنداژ يا دستار تړلو ته ورته احساس وي او يا د ککرۍ نيمايي درد کوي، چې وروسته له نيم ساعته دغه ډول سردردي کمېږي او کله هم تر څو ورځو دوام کوي، خو د وخت په تېرېدو کمېږي.

ميګرين يا نيمسري دومره ژر يا پرلپسې لکه فشار-سر دردي نه پېښېږي، مګر بيا هم ګڼشمېر لويان او ماشومان په نيمسري اخته وي، ښځينه د نرينه په پرتله ډېره د نيمسري ناروغي لري، چې د مياشتني عادت په ترڅ کې يې د سر دردونه ډېر شديد وي. په اروپا کې له ۱۲-۱۵ سلنه ښځينه او له ۸ تر ۱۰ ٪ نرينه د نيمسري تکليف لري. د نيمسري په ترڅ کې حتمي نه ده، چې د ککرې نيمايي درد ولري، خو زياتره لکه نبضي څړيکې پېښېږي او ډېر پياوړي دردونه وي، چې له ناغېړتيا (دلبدي)، کانګې (استفراق)، له رڼا او غالمغال سره کرکې يا حساسيت سره مله سردردي وي. په ځينو ناروغانو کې له بوی او غږونو سره حساسيت هم پیاوړی کېږي او په لاسونو او پښو کې د ښانګړ او ګونګوټۍ (قُلقُلک) احساس هم ورته پيدا کېږي.

نيمسري يا مېګرين د فزيکي ستړيا په ترڅ کې پياوړې کېږي، ځکه ناروغان استراحت ته تمايل لري. د نيمسري بريد يا حمله له ۴ تر ۷۲ ساعتونو پورې دوام کوي، خو په ماشومانو او ځوانانو کې کېدلی شي د نيمسري حملې لنډه موده ولري. تقريبآ ۱۵ سلنه ناروغان د نيمسري مخنښې (Migraine-Aura) لري. د نيمسري له بريده مخکې ناروغانو ته عصبي تشنُجات پيدا کېږي، چې ځينې ناروغان د لاسونو او پښو بې سېکتيا احساسوي او ځينې وخت د فلج نښې هم پکې ليدل کېږي. د ناروغ سترګې سرې ګېږي. په سترګو کې د سپېنو او تورو ټکيو نښې (Flickerscotoma) تېرې بېرې کېږي او پر سترګو رنګارنګ پردې راپرېوځي، چې وروسته له لنډې مودې دغه نښې بيرته له منځه ځي. د نيمسري مخنښې له ۲۰ دقيقو تر يو ساعته دوام کوي. په ځينو پېښو کې د ناروغانو ژبه بنده بنده کېږي يا سمې خبرې نه شي کولی او يا يې لُغتونه له هېره وځي، پښې او لاسونه يې ښانګړ کوي، سستې وي او بېسېکه کېږي، چې وروسته له مخنښو د نيمسري د بريد احتمال زيات دی. کله چې د نيمسري پېښې يا حملې په مياشت کې تر ۱۵ ځله (ورځې) وي، نو دې ته موقتي نيمسري (Episodicmigraine) وايي او که ناروغ په مياشت کې له ۱۵ ځلو ډېرې ورځې نيمسري ولري، نو دې ته مزمنه نیمسري (Chronicmigraine) ويل کېږي. په نیمسري کې د سترګو ځانګړې بڼه (Migraine ophthalmique) هم بېلېږي، چې ناروغ د حملې په ترڅ کې د سترګو ډېر شديد دردونه لري.

د نيمسري علتونه ډېر اړخيز يادېږي، چې زياتره د يوې کورنۍ غړي په دغه سردردي مبتلا وي، چې د نيمسري ارثيت ته نغوته کوي. د نيمسري ناروغان نه شي کولی د ناروغي محرک ته توجو وکړي، چې اغېزې يې کمې کړي او نه شي کولی په بشپړ ډول استراحت وکړي يا کرار شي، مګر د چاپېر د پېښو په اړه ډېر حساس وي، چې دغه حالت پر مغزو فشار راوړي او ماغزه ډېرې انرژي ته اړ کېږي، چې د نیمسري د بريد په ترڅ کې د مغزو هغه سيمې تمبعې کېږي، چې د دردونو کنټرول تر سره کوي، چې د دغه تمبعې کونکو فکتورونو د اغېز په ترڅ کې د مغزو په دغو برخو کې بيو-اکتيف مواد نينېږي، چې دغه بيو-فعال مواد په رګونو، د مغزو په پردو او درېاړخي عصب (N. trigeminus) کې التهاب ته ورته عکسالعمل رامنځ ته کوي، چې د سردردي سبب کېږي. په دې برخه کې د يو خاص پروتيين (Calcitonin Gene related Peptide-CGRP) فعالېدل ډېر غوره ګڼل کېږي.

خوشه يي سر دردي چې کلوستر سردردي هم ورته وايي، د نيمسري په پرتله يې سر دردي لږ خفيفه وي، خو کله ډېر پياوړي سوځېدونکي دردونه هم لري. د دغه کلوستر سردردي په اړوند د (N. trigeminus )  ځانګړې سردردي هم بېلېږي، چې په ترڅ کې يې د سر يا مخ نمايي برخه درد کوي، خو د کلوستر د بريد په ترڅ کې ډېر پياوړي دردونه د سترګې په کاسه کې ښودل کېږي. د ناروغ سترګې سرې وي، د سترګو باڼه يې راځړېدلي وي، سترګې يې له اوښکوډکې وي، سږمې يې بهېږي او يا بندې وي، چې دغه د سردردي بريد له ستړيا سره هم مل وي. د کلوستر سردردي حملې زياتې وي، مګر د نيمسري په پرتله يې بريدونه لنډ وي، خو کېدلی شي د ورځې څو ځلې رامنځ ته شي.

يو ډول ځانګړې سردردي هم شته، چې عامل يې بېلابېل درمل ګڼل کېږي، چې ورته د درمل اړوند سردردي هم وايي. دغه سردردي د خوږضد درملو د استفادې په ترڅ کې رامنځ ته کېږي، چې د (Paracetamol, Naproxen, Ibuprofen, Aspirine, Diclofenac) او يا نورو د خوږضد درملو په کارولو سره پېښېږي، خوځينې د (Paracetamol) پاراسېتامول ځانګړي د سردردونه هم بېلوي، چې د تابلېت د کچې له لوړوالي سره د سر درد هم پياوړي کېږي. د وينې د فشار ضد د درملو په کارولو هم کېدلی شي سردردي رامنځ ته شي، چې ورته د (Nitrate-Headache) هم ويل کېږي.

په وروستيو کلونو کې د سمارتفون يا لاسي تليفون او يا هم نورو برېښنايي وسيلو کارول ډېر عام شوي دي، چې په افغانستان کې هم له ۲۰ ميليونه زياتره خلک سمارتفون يا آيفون کاروي، چې دغه رچيو (وسيلو) په ژوند کې ډېر سهولتونه رامنځ ته کړي دي، مګر د دې تر څنګ له سمارتفون او نورو برېښنايي وسيلو د افراطي استفادې سره ګڼشمېر سایکولوژیکي او جسمي ستونزې هم رامنځ ته شوې دي. د سمارتفون يا برېښنايي رسنيو له لارې خلک زورول کېږي، د اشخاضو شخصيت ته سپکاوی کېږي او د جرمونو د تر سره کولو په برخه کې هم سمارتفونونه استعماليږي، خو د دې ليکنې موضوع د سردردي ده، نو د سمارتفون اړوند سردردي ته به پام واړول شي.

له بده مرغه ځوانان، پېغلې، نرينه او ښځينه هر چېرې له سمارتفون سره ليدل کېږي، چې د سلفي تر څنګ په وټسآپ، اينستاګرام، ټيک ټاک او لسهاوو نورو مجازي رسنيو کې بوخت وي، چې د سمارتفون سايکولوژيکي، عصبي، رواني او جسمي ناخوالو ته يې پام نه وي. په موډرن طبابت کې د سر اوغاړې د دردونو سيندروم (Cerebrocervical Syndrom) ستونزه ډېره عامه شوې ده. ډېر خلک بلخصوص مېرمنې د ملا له دردونو سره غبرګ د سردردي او ورمېږه له دردونو شکايت کوي، چې زياتره د عضلاتو د شخېدو په بهير کې رامنځ ته کېږي. د سمارتفون په کارولو کله يو شخص تر ساعتونو په يو اړخ يا درېدلی او يا ناست وي يا يې ډهډه وهلې وي، چې د غاړې، صدري او د ملا د عضلاتو د نامتوازنې استفادې او فشارونو ته نغوته کوې، چې د شمزۍ ټول عضلات د شخېدو او نا متوازن فشارونو له مخاطرې سره مخ کېږي، چې د عضلاتو شخېدا، کلکېدا او دردونه رامنځ ته کوي، چې د سر، ورمېږه او اوږو عضلات هم شخېږي او له فشاري دردونو سره مخ کېږي، چې پر سر (ککره) او مغزو هم خپل تآثيرات پرېږدي، ځکه نو ټولو ته د سمارتفون، لېپټاپ، کمپيوټر او لروينون (تلويزيون) د مناسب کارولو سپارښتنه کېږي. د تلويزيون، سمارتفون او يا آيپَد په متداومه کارولو سره د انسان سترګې ستړې کېږي، د ورمېږه، غاړې او اوږو عضلات هم ترې متأثره کېږي، چې د عضلاتو د دردونو سره غبرګ سردردي هم رامنځ ته کوي، د سردردي بريدونه زياتېږي، دردونه دوامداره کېږي او کېدلی شي نيمسري ته ورته سردردي هم رامنځ ته شي. د ټولو برېښنايي سکرينونو په روښانېدلو سره د (X-ray) شعاوې خپرېږي، چې پر سترګو ډېر ناوړه اغېز کوي، چې د سترګو تر څنګ په مغزو او جسم هم خپل منفي اغېز پرېباسي.

د سردردي درملنه ډېره ستونزمنه ده، چې د درملنې لپاره يې د مولتيمودال تراپي مېتود کارول کېږي، چې د درمليزې تداوي تر څنګ د غير درمليز اقدامات (سپورت، منظم خوب، سمه او صحي ډوډۍ او داسې نور) او ميتودونه کارول کېږي. د فکري او جسمي استراحت توګه او فيزيوتراپي هم ډېر اړيڼ او ګټور دي. د درېدو،کېناستو، پرېوتو او کارکولو په ترڅ کې د جسم د سم حالت ته پاملرنه، ځکه د سم درېدو، سم څملاستو اوسم کېناستو سپارښتنه کېږي.

 د سردردي په درملنه کې د سردردي د حملې تداوي او د سردردي د مخنيوي دريځ بېلېږي، چې د درملنې په ترڅ کې د سردردي سمه او مشخصه تداوي تر سره شي. په عام ډول د سردردي لپاره د (NSAID) درمل کارول کېږي، چې د (Paracetamol, Naproxen, Ibuprofen, Aspirine, Diclofenac) درمل او د دغه ګروپ د ګډ (مرکب) درمل (Paracetamol, Aspirine & Coffein) هم د سردردي لپاره شته، چې د سردردي په ډېرو پېښو کې ګټور برېښي.

د نيمسري لپاره بيا کېدلی شي د (Triptane/Dolormin) له درمله استفاده وشي، ځکه له ۵۴ سلنه زيات ناروغان له دغه درمل سره ښه شوي دي. د دلبدي لپاره کېدلی شي د (Antiemetica) درمل لکه (Metoclopramid) وکارول شي. همدا ډول د (Triptane) د سږمو (پوزې) له سپرې هم استفاده کېدلی شي، چې د نيمسري د حملې تآثيرات خفيف کړي. د (Triptane) درمل د امپولونو په بڼه هم شته، چې تر پوستکي لاندې تذريقېدلی شي، چې ناروغ پخپله هم دغه درمل تذريقولی شي. د نيمسري په درملنه کې د ايمونوتراپي مېتود هم کارول کېږي او د مونوکلونال-انتيباډيو فعال پوروتينونو څخه استفاده کېږي، چې د (CGPR)  آخذې يا ريسپترونه بندوي يا بلاکوي او د (CGPR) التهابي تآثيرات له منځه وړي او د نيمسري د حملو مخنيوی کوي. د نيمسري او عصبي-اړوند سردردي په درملنه کې علمي څېړنو د (Pregabalin) ګټورتيا هم ښودلې ده، چې د نيمسري په تداوي کې د دغه درمل د استفادې سپارښتنه کېږي.د نيمسري لپاره ځانګړې، چې د نيمسري مناسبې عينکې هم يادېږي، په علمي ليکنو کې يې سپارښتنه کېږي.

د جسمي او فکري فشار اړوند سردردي لپاره د ورمېږ، سر، ټندې او څت چاپي او يا مساژ له وېکس سره هم ګټور ګڼل کېږي. د جسمي او فکري فشار په ترڅ کې سر دردي کېدلی شي د ګرمو اوبو په دوش يا ګرم حمام هم کم شي، خو ډېره مهمه ده، چې د جسمي او فکري فشار اسباب له منځه لاړ شي يا يې تآثيرات پر جسم کم شي او يا هم جسم له بېلابېلو جسمي او فکري فشارونو وساتل شي.

د سردردي يو اساسي عامل کمخوبي ده، ځکه د کمخوبي يا لږ خوب په ترڅ کې بينالمغزي تشنجات رامنځ ته کې، چې د مغزو د ستومانتيا يا فشار له عمله د شعوري او لا شعوري له کنټروله وځي، چې د سردردي سبب کېږي، نو خوب بايد پوره وشي، چې د ځينو لپاره ۸ ساعته او د ځينو لپاره لا ډېر خوب اړين وي، نو سپارښت کېږي، چې خپل خوب سم کړی او له بېخوابي ځان وژغورئ. سردردي له ډېرو رواني او فکري ناروغيو سره مله وي، ځکه نو دلتنګي (Depression)، ډار او نورو فکري او عصبي ناانډولتيا ته باید پام وشي او د سر د دردونو په اړه له يو متخصص سره مشوره وکړئ.

د سر دردي د وقايې په اړه اړينې سپارښتنې:

۱ – ډوډۍ بايد په وخت وخوړل شي، ډوډۍ باید یکنواخته نه وي، په خوراک کې بايد سبزيجاتو او ميوه جاتو ته پاملرنه وشي، د ورځې لږ تر لږه تر ۲ ليټره اوبه یا مايعات بايد وڅښل شي، په یو وار له ډېر خوړو بايد ډډه وشي، يعنې له نسپړسي او بې ځايه لوږې ځان وساتی. په خوراک کې لبنياتو، حبوباتو او ماهي (کب) ته بايد ډېره پاملرنه وشي، چې د ويتامينونو تر څنګ د بدن د کلسيم، مګنيزيوم، زينک او فاسفورس په پوره کولو کې ضروري خوراکي مواد دي.

۲ – مناسب خوب، استراحت او د کار ښه چاپېر ډېر د پام وړ دي، ځکه د جسمي او فکري ستړيا مخنيوی بايد وشي، د خوب لپاره بايد آرام چاپېر وي، چې انسان مناسب خوب وکړلی شی. په کار کې بايد له جنجالونو او بې ځايه بحثونو ډډه وشي او د کار دوستانه او سوله یيز چاپېر دې رامنځ ته شي، چې مسلکي او تخصصي مهارتونه د کار د مناسب چاپېر تضمين دي. د کار په بهير کې بايد لنډه تفريح وشي او په کار کې باید له جسمي او فکري فشاره ځان وساتل شي.

۳ – سپورت، متواتر جسمي تمرينات، وروسته له تمريناتو استراحت او ټوليز محرک ژوند ډېر اړين دی، چې جسمي او فکري فشارونه پر انسان کم شي او د نورو فشارونو مخنيوی وشي. په پاکه هوا او لمرين چاپېر کې د ورځې نيم ساعت او یا تر یو ساعته قدم وهل، چې پاکه او په آکسيجن سمباله هوا د انسان پر بدن او مغزو ډېر مثبت اغېز لري او د لمر وړانګې په پوستکي کې ويتامين ډي (Vitamin D) فعالوي، چې د وينې په استقلاب کې بنسټيز رول لوبوي او د انسان په مزاج هم جوت اغېز درلودلی شي.

۴ – تاسو بايد زده کړی، چې په ځينو مواردو کې «نه» وویلی شی، يعنې زه د دې کار جوګه نه يم! زه اوس دا کار نه شم کولی! زه د مرستې وسه نه لرم! تاسو مجبور نه یاست، چې د هر شي او هرې پېښې مسؤليت ولری يا مسؤليت يې پر غاړه واخلی. د «نه» ويل په ژوند کې ډېر مهم دي، ځکه نو هر څوک بايد د «نه» ويل تمرين کړي او په کاري ساحه کې يې په جُرئت پلي کړي.

۵ – په وخت او ښه موسوم کې خپل تعطيل يا رُخصتي پلان کړئ، چې جسم او روح مو ښه استراحت وکړي. تل پوره رُخصتي واخلئ، چې ځان او فاميل ته مو وخت ولرئ او سم استراحت وکړلی شئ. ځکه د تعطيل غوره والی له هېره مه باسئ.

۶ – د نیمسري له درملنې سره غبرګ له حملې وروسته بايد سم استراحت وکړئ، ځکه بله حمله بیا درباندې آسانه تېرېږي او د حملې موده به يې لنډه وي، چې پر جسم او روح به يې اغېز هم کم وي.

۷ – د عضلاتو د نرمښت لپاره بايد ځينې تمرينات تر سره شي، د مخ، ټندې، شقيقو، څټ، غاړې او ورمېږ مساژ او د عضلاتو تمرينات ډېر اړين دي، چې د جسمي او فکري فشار تآثيرات کموي او د عضلاتو د شخېدو مخنيوی کوي. د تودو او يا تړمو اوبو حمام يا دوش له پامه مه غورځوئ، چې خپل جوت اغېز د عضلاتو پر نرمښت پرېږدي.

۸ – د سترس او فشارونو علتونه ومومئ، د حل‌لارې يې ولټوئ او له امکاناتو سره سم يې مخنيوی وکړئ. د مثبت چاپېر امکانات رامنځ ته کړئ، پر تفريح او استراحت ټينګار وکړئ. له ستونزمن چاپېره تېښته مه کوی، مګر ځان ورسره عيار کړئ او د ناڅاپو پېښو مخنيوي ته پام وکړئ او پر خپل ځان او مغزو فشار مه راوړئ، خو پر ځان متکي واوسئ.

کله چې پورتني ميتودونه د سر درد کم نه کړي، نو د وقايې درمليزې برخې ته بايد رجوع وشي. د نيمسري لپاره د (Betablocker, Antikonvulsiva & Antidepressiva) سپارښتنه کېږي. د مزمنې نيمسري لپاره د (Botolinumtoxin-Therapie & Migraine) د درملنې سپارښتنه کېږي، چې يو متخصص ډاکټر بايد دغه تداوي تر سره کړي. د ايمونولوژيکي تداوي لپاره بايد د مونوکلونال-انټيباډي-پروتيين وکارول شي، چې د (CGRP) تآثيرات له منځه یوسي. د سردردي په درملنه کې د سردردي سم تشخيص ډېر اړين دی، ځکه د سردردي هرې بڼې ته عمومي درمليزه وقايوي سپارښتنه نه شي کېدلی. د سردردي په بهير کې د ناروغ څېرمه ناروغي هم بايد تشخيص شي، چې د درملنې په ترڅ کې د څېرمه ناروغيو تدواي هم ډېره اړينه ده. د فشار-سردردي لپاره (TCA-triciclic Antideprissiva) د درملو لکه (Amytriptilin) د تداوي سپارښتنه کېږي. د کلوستر-سردردي لپاره بيا د (Calciumantogonist) د درملو لکه (Verapamil) او يا هم د (Lithium) د درملو د تداوي سپارښتنه کېږي او په ځېنو پېښو کې د (Cortisone) د درملو د تداوي وړانديز هم کېږي.

د سردردي په وقايه کې سم او رنګارنګ خوراک ډېر اړين دي، له الکولي او بوره- او کافيين-لرونکو مشروباتو او دخانياتو بايد ډډه وشي. د سر دردي لپاره کوم خاص پرهېز ته اړتيا نشته، مګر د صحي خوراک، چې ډېره برخه يې سبزيجات، ميوه جات او ښه مايعات وي، سپارښتنه يې کېږي، په شپه-ورځ کې بايد له ۲ ليټرو زيات مايعات وڅښل شي. په خوراک کې بايد له حيواني غوړو لکه لم، وازدې او زېړو غوړو يا کوچو حتالامکان ډډه وشي او يا کم وخوړل شي او يا هم په کتغ کې کم وکارول شي.

Literature

  1. Ashina M, Katsarava Z, Do TP et al (2021) Migraine: epidemiology and systems of care. The Lancet 397:1485–1495.
  2. Buse DC, Fanning KM, Reed ML et al (2019) Life With Migraine: Effects on Relationships, Career, and Finances From the Chronic Migraine Epidemiology and Outcomes (CaMEO) Study. Headache 59:1286–1299.
  3. Carlsen LN, Stefansen S, Ahnfeldt-Mollerup P et al (2024) Diagnostics and management of headache in general practice. Fam Pract 41:470–476.
  4. Eigenbrodt AK, Ashina H, Khan S et al (2021) Diagnosis and management of migraine in ten steps. Nat Rev Neurol 17:501–514.
  5. García-Azorín D, Moya-Alarcón C, Armada B, Sánchez del Río M (2024) Societal and economic burden of migraine in Spain: results from the 2020 National Health and Wellness Survey. J Headache Pain 25:38.
  6. Harris L, L’Italien G, Kumar A et al (2022) Real-world assessment of the relationship between migraine-related disability and healthcare costs in the United States. Headache 62:473–481.
  7. Hong JB, Lange KS, Fitzek M et al (2023) Impact of a reimbursement policy change on treatment with erenumab in migraine – a real-world experience from Germany. J Headache Pain 24:144.
  8. Jensen RH. Tension-type headache—the normal and most prevalent headache. Headache 2018; 58:339–45.
  9. Lantéri-Minet M, Duru G, Mudge M, Cottrell S (2011) Quality of life impairment, disability and economic burden associated with chronic daily headache, focusing on chronic migraine with or without medication overuse: a systematic review. Cephalalgia 31:837–850.
  • Martelletti P, Schwedt TJ, Vo P et al (2021) Healthcare resource use and indirect costs associated with migraine in Italy: results from the My Migraine Voice survey. J Med Econ 24:717–726.
  • Munoz-Ceron J, Marin-Careaga V, Peña L et al (2019) Headache at the emergency room: Etiologies, diagnostic usefulness of the ICHD 3 criteria, red and green flags. PLoS ONE 14:e0208728.
  • Puledda F, Sacco S, Diener H-C et al (2024) International Headache Society global practice recommendations for the acute pharmacological treatment of migraine. Cephalalgia 44:3331024241252666.
  • Tam ACT, Naik H, Trenaman L et al (2024) Health-related quality of life among women and men living with migraine: a Canada-wide cross-sectional study. J Headache Pain 25:170.

ومن الله التوفيق

2 COMMENTS

  1. خورا په زړه بورې لیکنه ده ، تاسو ته د الله تعالی نور هم توفیق درکړي . د لمر صاحب ټولې لیکنې په شوق سره لولو او ګټه ترې اخلو.
    خو لروین د فارسي له دوربین binoculars سره معادله کلمه ده . البته ایرانیان کمري او دوربین دواړو ته دوربین وایی. نو تلویزیون به په همدا خپل حال پرېږدو.

  2. ښاغلي حسن ته درناوی،
    د لروینون لغت په موډرنه پښتو کې منل شوی لغت دی، چې د (لرې) څخه لر او (وینون) له وینم او یا جمعه نه چې موږ یې وینو اخیستل شوي چې د لاتین له Tele او Vision له لغتونو سره معادله معنی ورکوي، ځکه په پښتو کې هم د لروینون لغت مناسب یاد شو، خو زه له موډرنو تخنیکي وییونو سره ستونزه نه لرم او د پښتوپوروېزونه دي، مګر په شالید کې باید ځینې خپل خواږه لغتونه هم باید ولرو، وسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب