جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهبې ايمان فلم ته کتنه / نورولي سعيد شينوارى

بې ايمان فلم ته کتنه / نورولي سعيد شينوارى

   په تېردولسو كلونو كې يوازې د ګوتو په شمېر پښتو افغاني فلمونه جوړ شوي، چې هم يې د كامرې تخنيك او هم يې د كيسې تخنيكي پلو ته د كره كتنې په تله كې ارزښت وركولى او ټاكلى شو.

په دغو فلمونو كې د كندهار هجرت ((د كونډې زوى فلم سلسله)) په ننګرهار كې د معشوق شاداب دستور،  د قرار عزيزي محلونه او په دې وروستيو كې د تكړه سناريو ليكونكي، ډايركټر او اداكار امير شاه تلاش (بې ايمان) فلم چې له هره پلوه په موجوده حالاتو راڅرخېدونكى يو عالي فلم يې بللى شو.

  دا فلم په دې وروستيو كې د ننګرهار د ډېرې خرابې امنيتې وضعې د شپو ورځو توليد دى، د ننګرهار وير ځپلي خلك دا مهال د بم او ځانمرګي له ويرې ښار ته په سودا پسې نه شي راوتلى، خو امير شا تلاش زړه كړى او په يوه ګڼ اړخيزه موضوع يې يو ايكشن، كوميډي او اصلاح راوستونكى فلم جوړ كړى دى.

بې ايمان فلم د لګښت له پلوه هم په لس مليونه افغانيو تمام شوى دى، ننګرهاري فلمي كمپنۍ اكثره خپل فلم ته د بازار موندلو په خاطر پاكستانيو هيروګانو (جانګيري، سواتي اونورو) سره توليدات كوي او دلته په خلكو كې خپل ارزښت په زوره بايلي، خو امير شاه تلاش وار له مخه په دې فلم كې يادو ټكو ته پام كړى دى، يوازې ښځينه دوه درې لوبغاړو سره يې په پيښور او سوات كې د فلم صحنې شوټ كړي او باقي ټول لوبغاړي يې د ننګرهار تكړه ممثلين دي

بې ايمان فلم څلور مهم موضوعات رانغاړي، لومړى د ولسي او ولايتي جرګو د وكيلانو   فساد، اختلاص، بدمعاشي او ځانغوښتنه ده چې ترخو حالاتو ته لمن وهي او وروسته بيا له زوال سره مخ كېږي.

دوهم د ښار د بدمعاشانو ډلې چې اكثره په غصب او وژنو كې لاس لري او له دغه ډول په فساد ككړو وكيلانو سره تر شا درېږي، تر دې چې د هغوى د كمپاينونو ملاتړ د خپلو ګټو د سنجش پر اساس كوي.

درېم يې د پوليسو او ځوانانو تر منځ د ملي روحيې او ملي شعور د پياوړتيا او د لا  پرمختګ د لارو چارو روښانه كول.

څلورمه موضوع يې حتى په لويو او سياسي كورنيو كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي، د هغوى د ځورولو، شكنجه كولو او حتى د هغوى د اړتيا په وخت كې د وژلو په داستان راڅرخي.

د بې ايمان فلم كمال دا دى چې امير شاه تلاش سره له دې چې ډايركټري هم ورپه غاړه وه، خو په خپله اداكارۍ او مركزي كركټر كې يې دا هر څه يو له بل سره تړلي راوستي دي، اميرشاه تلاش هڅه كړې فلم په ډېر كم لګښت او امكاناتو حتى د باليووډ له نورمونو سره برابر جوړ كړي، دغه راز يې د ممثلينو او ښځينه اداكارانو په لهجه  هم پوخ كار كړى، څو فلم حتى الوس په معياري پښتو برابر راشي.

دا فلم په ډېرو ښايسته ايچ ډي كامرو شوټ شوى دى، په تخنيك كې يې لږې او ډېر معمولي ستونزې شته، خو دومره نه چې د فلم كيسه خرابه او ذهن مغشوش كړي.

 د دې فلم تخنيكي كمال دا دى چې د سوات او افغانستان د اكثره سيمو صحنې چې ده په كې د پيښوريو نجونو اداكارانو سره شوټنګونه كړي، ډېر په عقلي لحاظ جوړې او تړل شوې دي، تر اوسه په جلال اباد كې داسې تخنيكران نه وو، چې د فلم هلك په پيښور كې له له ښځينه ممثلينو سره شوټنګ اخستى وي او دوى دې هغه په افغانستان كې له شوټ شويو صحنو سره په عقلي لحاظ جوخت وتړلى شي.

په دغه فلم كې د امير شاه تلاش تر څنګ، نوموتى ممثل او اداكار حيدر جلال د جلال اباد د پوليسو د قومندان رول لوبولى، د فلم په نجونو اداكارانو كې كرن، خوشبو خان او فرح خان د افغاني ښځينه اداكارانو د نشتوالي له كبله پيښورۍ دي، دوى خپله برخه ټول شوټنګونه له امير شاه تلاش سره په پيښور كې كړي دي.

 په فلم كې د پام وړ رولونه د نوراغا احمدي او محمد شاه مجروح دي چې يو په كې د ايمان انډيوال او بل په كې د وكيلانو د كورنۍ يو بدمعاش ځوان دى، فهيم سالمزى، ذيشان تلاش، رحيم ګل افغاني، علي ګل شيدا، ګل پاچا حيدري، فاروق پاچا، ضمير خان، خالق نور نوري، بهير خان، احمد ضيا عابر اونورو هم تر خپلې وسې ښايسته رولونه لوبولي دي، د دې فلم د ايډيټ چارې ۶۰ فيصده په هيواد دننه او ۴۰ فيصده يې پيښور كې تر سره شوي، د كامرې په برخه كې يې له پرمختللو كرېنونو استفاده شوې ده، په پروډيوس كې يې هم خپله برخه پوره تاوان شوى دى، دغه راز د يو افغاني فلم په توګه ليدلو كې به يې د خلكو تاوان ونه شي، چې بازار ته ولاړ شي او دا فلم په پوره شوق كور ته يوسي.

بې ايمان كوچنيانو، ځوانانو، سياستوالو، مافيا او حتى افغانو ميرمنو ته يو په زړه پورې پيغام لري، په دې فلم كې له سياسي اوضاع واخله ان د دوه زړونو د سپيڅلې مينې موضوعات هم شته، دا فلم موږ ته د يوې پرمختللې افغاني پښتو سينما زېرى راكوي، راځئ چې همدا اوس يې د زړه په سترګو بيا بيا ننداره كړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب