تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۸ مه) د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي انند پراکاش او د ایران او پاکستان له یو شمېر چارواکو سره وکتل څو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر څرنګوالي بحث وکړي.
مولوي امیرخان متقي د دیپلوماتیکو او اقتصادي همکاریو پر امکاناتو ټینګار وکړ او له هندي پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې موجود فرصتونه له پامه ونه غورځوي.
نوموړي د ناروغانو، محصلانو او سوداګرو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د عادي ویزو د بهیر د بېرته فعالېدو اړتیا هم یاده کړه.
انند پراکاش د افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار وکړ او هیله یې وښوده چې د بېلابېلو برخو په کچه به همکاري نوره هم پراخه شي. هغه اعلان وکړ چې هند به په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګونه وکړي او هغه پروژې به بیا فعالې کړي چې له پخوا ځنډېدلې وې.
دواړو لورو د اړیکو د پراختیا، د ویزو د تبادلې د اسانتیا، او د دوه اړخیزې همکارۍ د پراخولو پر اهمیت موافقه وکړه، او د دواړو هېوادونو د مثبتې راتلونکي د جوړولو لپاره یې د ګډ ژمنتیا څرګندونه وکړه.
متقی کولای شی دخپلو افغانانو لپاره دوه اړخیزه اجندا ولری اوپه دې برخه کې دوه بېړنی ګامونه اوچت کړی :
دافغانانو دبهروتلو پروسې باندې کار وکړی او دعامه پوهاوی له لارې داومنی چې خپل افغان له هندی ، پاکستانی او ایرانی ډیر تکړه دی.
وایی له پردی زویه خپله لور ښه ده!
متقی به تر څو دخپلو روانی ، فزیکی ، اجتماعی ، او سیمه ایزه ناروغانو غم خوری او همدې ملکوته به دویزې او ترانزیت لارې پرانیزی هی ،هی دبهرنیو سرپرسته
ارباب نباشد قشلاق ویران میشود
دافغانستان منابع له هند ، باکستان او ایران ډیر ګټور دی