Homeخبرونهمتقي د ازبکستان له باندنیو چارو وزیر سره د ترانس افغان پروژې...

متقي د ازبکستان له باندنیو چارو وزیر سره د ترانس افغان پروژې په اړه خبرې وکړې

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۸ مه) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په تیلیفوني خبرو کې یې د ټرانس-افغان ریللارې پروژې په اړه خبرې کړې دي.

هغه دا پروژه د سیمې د اتصال په برخه کې یو کلیدي ابتکار بللی دی.

سعیدوف زیاته کړې: «موږ موافقه وکړه چې د دوامدار پرمختګ د ودې او د سیمې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره خپلو نژدې همکاریو ته دوام ورکړو.»

طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې تیلیفوني تماس کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د سیاسي، اقتصادي او ترانزیتي همکاریو د پراخولو، په ځانګړي ډول د ټرانس-افغان ریللارې د پروژې او د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

متقي په دې خبرو کې ټینګار کړی چې طالبان د سترو اقتصادي پروژو، په ځانګړي ډول د ټرانس-افغان پروژې عملي کولو ته بشپړ چمتووالی لري او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره یې د سیمه‌ییزو فرصتونو د کارولو پر اړتیا خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، بختیار سعیدوف هم د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له افغانستان څخه ازبکستان ته د صادراتو د «درې برابره زیاتوالي» په یادولو سره د تجارتي او ترانزیتي اسانتیاوو د پراخولو او د ویزې ورکولو د آسانتیاوو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دواړو لوریو د دوه اړخیزو خبرو د دوام پرېکړه کړې او ټاکل شوې چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې غونډې د نېټې او ځای د ټاکلو همغږي د دیپلوماټیکو چاینلونو له لارې ترسره شي.

په همدې حال کې د روسیې د ترانسپورت وزارت هم اعلان کړی چې روسیې او ازبکستان د ټرانس-افغان ریل پټلۍ د پروژې عملي پړاو پیل کړی دی.

دغه پروژه به د ازبکستان، افغانستان او پاکستان درې هېوادونه سره ونښلوي او د عرب سمندرګي بندرونو ته به مستقیم لاسرسی برابر کړي.

د ۲۰۲۴ کال د لاسلیک شویو تړونونو له مخې، د دې ریللارې د تخنیکي او اقتصادي توجیه کارونه پیل شوي او د دې لپاره دوه اصلي لارې په پام کې نیول شوي دي. ټاکل شوې ده چې د پروژې د پرمختګ د ارزونې بله غونډه د مې په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي.

د دې پروژې لپاره پانګونه شاوخوا ۴.۸ تر ۵ میلیارده ډالرو پورې اټکل شوې او د بار وړلو کالنی ظرفیت به یې ۲۰ میلیونه ټنه وي.

له بلې خوا، د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام مهکاموف ویلي چې د دې ریللارې جوړول لږ تر لږه پنځه کاله وخت نیسي. هغه د افغانستان د موجودو ستونزو په یادولو سره د دې پروژې هدف د سیمه‌ییزو اړیکو او سوداګرۍ پیاوړي کول بللي دي.

مهکاموف زیاته کړې چې د دې ریل پټلۍ د جوړولو لپاره بشپړ توافق شوی او دا یې د مرکزي آسیا د سوداګرۍ د اسانولو لپاره یو مهم ګام ګڼلی دی.

دا مسیر چې له ازبکستان څخه پیلېږي او د مزارشریف، کابل او پېښور له لارې د پاکستان کراچۍ بندر ته رسېږي، د توکو د ترانزیت وخت له ۳۵ ورځو څخه ۳ تر ۵ ورځو ته راکموي او د بار وړلو لګښتونه به تر درې برابره پورې کم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...