Homeخبرونهحامد کرزي د هند له ځانګړي استازي وغوښتل چې افغان محصلانو ته...

حامد کرزي د هند له ځانګړي استازي وغوښتل چې افغان محصلانو ته په هند کې د زده کړو امکان برابر کړي

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۸ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په ورځ له هند څخه وغوښتل چې د افغان محصلانو لپاره خپل سکالرشیپونه (بورسونه) بیا پیل کړي.

ښاغلي کرزي ټینګار وکړ چې د افغانستان د روانو بحرانونو په ترڅ کې د لوړو زده کړو د فرصتونو ملاتړ ډېر ضروري دی.

کرزي په ایکس (پخواني ټویټر) کې په یوه پیغام کې وویل چې دغه موضوع یې د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي انند پراکاش سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

کرزي هیله وښوده چې په هند کې د افغان محصلانو پر وړاندې خنډونه به له منځه لاړ شي او د زده کړو د دوام لارې به بېرته پرانیستل شي.

هغه د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت هم ټینګار وکړ، او یادونه یې وکړه چې پراخه همکاري کولی شي د افغانستان د پرمختګ او اقتصادي بیا رغونې لپاره مهمه ونډه ولري.

هند د ۲۰۲۱ يه اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته افغان مححصلانو ته سکالرشیپونه درولي دي.

هند په تاریخي ډول هر کال زرګونو افغان محصلانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو بورسونه برابر کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...