تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد، د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې اسلامآباد لا هم د افراطي او تروریستي ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي.
خلیلزاد د شنبې په ورځ پر ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) ولیکل، معتبر راپورونه شته چې ښيي د مارچ میاشتې په منځ کې د بلوچ جنګیالیو له خوا د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د داعش پر یوه روزنیز مرکز برید شوی او شاوخوا ۳۰ غړي یې، چې پکې د هند، تاجیکستان، ترکیې او ازبکستان وګړي شامل وو، وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: « که چېرې پاکستان واقعاً د ترهګرۍ پر ضد جدي وي، سخته ده چې داسې مرکزونه دې د آی.ایس.آی (د پاکستان استخباراتي اداره) له سترګو پټ پاتې شوي وي.»
خلیلزاد پوښتنه کړې: «ایا پاکستان نور د ترهګریزو او افراطي ډلو پناه ځای نه دی؟» هغه ټینګار وکړ چې لا هم معتبر راپورونه د خطرناکو ترهګریزو ډلو د شتون خبر ورکوي.
د خلیلزاد په وینا، «اسلامآباد باید په خپله خاوره کې د داعش او نورو تروریستي ډلو شتون چې د پاکستان، سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره جدي ګواښ دي، په جدي توګه تعقیب کړي.»
خلیلزاد خبرداری ورکړی چې له ترهګرۍ څخه د تاکتیکي اهدافو لپاره د حربې په توګه کار اخیستل، یوه تراژیکه تګلاره ده چې په پای کې به یې د همدې کار کوونکو په زیان تمام شي.
خلیلزاد دې ته هم اشاره کړې چې امکان لري له پاکستان څخه د ستنېدونکو افغانانو په منځ کې د داعش نفوذي کسان شامل وي.
د طالبانو چارواکو څو ځل ویلي دي چې د داعش پناه ځایونه د پاکستان په خاوره، په ځانګړي ډول په بلوچستان ایالت کې دي.
د پاکستان د دفاع وزیر دا هم وویل چې دا ۴۵ په افغانستان او سیمه کې د امریکا کثیف پروګرام باندې کار کولو نو له همدې امله امریکا پآکستان ته د افغانستان جګړی د تقویت لپاره ځلونو ډالري کڅوړی ورکړی چې تیر ځل دوره کې ټرمپ هم تکرار کړی چې موږ پاکستان ۳۳ میلیارده (میلیون نه بیلیون) ډالره ورکړل خو دوکه یی وکړه مطلب دا چې په سیمه او افغانستان کې پاکستان د امریکا اود برتانیی د پروژو او برنامو تطبیق قراردادی په حیث کار کوی