پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهپه ننګرهار کې قومي مشرانو او راستنو شویو کډوالو د پاکستان «ظلمونه»...

په ننګرهار کې قومي مشرانو او راستنو شویو کډوالو د پاکستان «ظلمونه» وغندل

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) په ننګرهار ولایت کې قومي مشرانو د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وغندله.

دوی له نړیوالو بنسټونو، د پاکستان له خلکو او عالمانو وغوښتل چې د افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد د پولیسو د “ظلم او تاوتریخوالي” پر وړاندې ودرېږي.

قومي مشرانو ټینګار وکړ چې پاکستان په زور او جبر زرګونه افغان کډوال ایستلي او د هغوی مالونه او شتمنۍ یې ضبط کړې دي.

تر دې وړاندې هم په ځلونو داسي راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستان پولیسو له کډوالو سره ناوړه چلند کړی دی.

د ختیځ زون یوه قومي مشر جهان جهاني، وویل چې پر کډوالو پراخ ظلم روان دی او نړیوال بنسټونه باید سمدستي د دغو تاوتریخوالو او جبري ایستنو د درولو لپاره اقدام وکړي.

بل قومي مشر تاووس خان آخوندزاده، وویل چې طالبان باید ایستل شوو کډوالو ته ځمکه ځانګړې کړي. هغه زیاته کړه چې افغانستان پراخې دښتې او ځمکې لري او کډوال کولی شي دا ځمکې ابادې کړي.

په دې غونډه کې لعل محمد، چې له پاکستانه ایستل شوی، د پاکستان د پولیسو له لوري د کډوالو پر وړاندې د “ظلم او تاوتریخوالي” کیسې بیان کړې.

هغه وویل چې پولیس کډوال نیسي، د هغوی دوکانونه او کورونه قلف کوي، د هغوی نقلیه وسایط او شتمنۍ ضبطوي.

 نوموړي زیاته کړه چې ښځې او ماشومان هم له تاوتریخوالي او شکنجې خوندي نه دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنري ویلي چې د اپریل میاشتې له پیله تر اوسه تر ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي. دغه اداره خبرداری ورکوي چې زرګونه ښځې او نجونې هم په دې کډوالو کې شاملې دي چې له اندېښنو سره افغانستان ته ستنېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ رئیس عرفات جمال، چې په تورخم کې یې د کډوالو د ایستلو بهیر لیدلی، ویلي چې لسګونه زره افغانان له پاکستانه په زور راستنېږي. هغه زیاته کړه چې ډېری کډوال یوازې له خپلو لږو شخصي شیانو، ستړیا او راتلونکي ته له ژورې اندېښنې سره خپل هېواد ته ستنېږي.

1 COMMENT

  1. یا ایها الماجرو!
    پنجاب بن انګریز تاسي استعمال کړی د خپلی مور وطن په ضد تیره نیمه پيړۍ. خو دې زخمي زخمي مور خپله غېږه بیا هم درته خلاصه نیولي ده.
    غندنه مه کوئ، راځئ خپلې مور غېږه کي ایمان تازه کړی. هر هغه افغان ایمان چي له پاکستان بن شيطان نه کرکه په کې نه وي، نیمګړی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب