پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهاسراییل له امریکا غوښتي چې د ایران پر اتومي تاسیساتو ځواکمن بمونه...

اسراییل له امریکا غوښتي چې د ایران پر اتومي تاسیساتو ځواکمن بمونه واچوي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خپلو سرچینو پر اساس راپور ورکړ چې د اسراییل د ستراتیژیکو چارو وزیر، ران درمر، د امریکا له جګپوړو چارواکو غوښتي چې د ایران پر اتومي تاسیساتو د ځواکمنو “سنګرماتوونکو” بمونو د کارولو امکان په پام کې ونیسي.

د دې راپور له مخې، ښاغلي درمر په ګډو غونډو کې ویلي دي چې د ایران اتومي تاسیسات، چې تر مځکې لاندې دۍ، یوازې هغه مهال له منځه وړل کېدای شي چې د امریکا هوایي ځواک د ۳۰ زره پونډ وزن لرونکي سنګرماتوونکي بمونه وکاروي.

دا معلومات د اسراییل د پخوانیو استخباراتي چارواکو او امریکایي استخباراتي چارواکو له، چې د دغو غونډو له جزییاتو خبر وو، له قوله خپاره شوي دي.

واشنګټن پوسټ همداراز افشا کړې ده چې د تېر نوومبر د ټاکنو د پایلو له مخې د ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته، ښاغلي درمر له ټرمپ سره د هغه په مار-اې-لاګو کې هستوګمځي کې اوږدې خبرې کړي دي. په دې لیدنه کې د ټرمپ زوم او سلاکار جرد کوشنر او د سپینې ماڼۍ د منځني ختیځ استازی، سټیو ویتکاف، هم حاضر وو.

د راپور له مخې، دا کتنه د ښاغلي درمر په ابتکار ترسره شوې وه، او څو اسراییلي چارواکو ویلي چې هدف یې “د امریکا او اسراییل ترمنځ د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره د نوو بنسټونو ایښودل” و.

تر دې وړاندې، د اکسیوس نشریې هم د یوې باوري سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې تېره اوونۍ د ایران او امریکا د اتومي خبرو پر مهال، ران درمر هم په روم ښار کې موجود و.

له موضوع درېیو خبرو اسراییلي سرچینو هم ویلي چې ښاغلي درمر د دغو خبرو اترو له پیل یوه ورځ مخکې په پاریس کې د ایران د خبرو اترو لپاره د امریکا له استازي، سټیو ویتکاف، سره لیدلي وو.

امریکا په تېرو اوونیو کې او له تهران سره د اتومي مذاکراتو د پیل په درشل کې، خپلې څو بي-۲ بمبارد الوتکې د دیه‌ګو ګارسیا نظامي اډې ته انتقال کړې دي.

د بي-۲ بم غورځوونکې الوتکې ځانګړی وړتیا لري چې له درنو دفاعي سیستمونو څخه تېرې شي او د ۳۰ زره پونډه وزن لرونکو لویو “نفوذي بمونو” (GBU-57A/B) په کارولو سره تر مځکې لاندې تاسیسات له منځه وړي.

دا هدایتېدونکي او سنګرماتوونکي بمونه چې ۱۴ ټنه وزن لري، یوازې د بي-۲ الوتکو په وسیله انتقالېدای شي او د پیاوړو مرکزونو د ویجاړولو لپاره ډیزاین شوي، چې پکې د ایران احتمالي تاسیسات هم شامل دي.

د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې، متحدو ایالتونو په لومړي ځل له بي-۲ الوتکو څخه د یمن د حوثیانو د زیرمو د ویجاړولو لپاره کار واخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب